د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

په کور کې که کس دي، نو یوه خبر بس ده!

مساپر
29.05.2013

قدرمنو هیوادوالو، په غزني کې په یوې ځان وژونکې حمله کې لږ تر لږه درې تنه ملکي بېګناه مسلمانان شهیدان شوي دي.
عیني شاهدان وایي چې د مقر په بازار کې یوه تنکي ځوان چې په ځان پورې یي چاودونکي مواد تړلي و، انتحاري حمله پرې وکړه.
نورو خلکو په دې پیښه کې د اوو ملکي کسانو د وژلو او د شاوخوا لسو نورو بېګناهو د ټپي کیدو خبره هم کړي ده.
د راپورونو له مخې وسلوالو طالبانو ویلي چې حمله دوی کړې.

لکه چې ټول خبریاست، ملا محمد عمر آخند په وار وار یي دا خبره ویلي دي چې (یوه مسأله چې مونږ لپاره خورا ځورونکې ده، هغه په جهاد کې په عمومي ډول د بیګناه ملکي تلفات دي، تر کومه ځایه چې په دښمن پورې اړه لري هغوئ خو راغلي د همدې وژنې او ځورونې لپاره دي؛ خو مجاهدین باید د خپل شرعي مسؤلیت له مخې د ولسي خلکو د ځان، او مال د ساتني ډېر باید چې خیال وساتي.)
دا چې طالبان د خپل امیر د خبرو پروأ نه کوي، نو دا خبره مونږ ته وایي چې ملا صیب اوس خپل واک او اختیار له لاسه ورکړي دي، او هیڅ یو د هغه خبرو ته کومه اعتنأ نه کوي.
په درنښت،


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more