سياست او روانې چارې
د پوهنې سره دښمني عادي جنایت ندئ
میرویس
29.05.2013
ډیرو ګرانو لوستونکو، اسلام علیکم
خدمتګار تر دې عنوان لاندې چې د پوهنې سره دښمني عادي جنایت ندئ، یو مضمون چاپ کړیدئ، او په شمالي ولایتونو کې یې د ښونځيو د نجونو د مسموم کیدو په شمول، د شونکو ،وژلو او ټشتولو ته اشاره کړيده. مضمون ګڼ شمیر ښونکې او د معارف اهل په ګوته کړي، چې د افغانستان د علم او فرهنګ دښمنانو یا تښتولي او بیا یې وژلي دي او یایې په مخامغ حملو کې قتل کړیدي.
مضمون نتیجه اخلي چې په ملک کې د معارف پرخلاف تشدد او جنایت هسې عادي جرم ګڼل کیږي، حال دا چې دا عادي جرم نه، بلکه د ملک دبقا او ولس پر مقابل کې جنایت او خیانت دئ.
له بلې خوا خبریال ډات کام پحپله ننۍ ګڼه کې د غزني د ښار د نجونو د یوه ښونځي په دروازه کې د لیرې نه د کنترول شوي بم په چاودنه کې ددریو نجونو د ټپي کیدو خبر ورکړیدئ. رپوټ وایي چې دا بم چې د ښونځي په دروازه کې چاودلئ، پولیسو سمدستي بم چونکئ، مشخص کړئ، ورپسئ ورغلي،ویشتلئ یئ دئ او وژلئ یې دئ.
Re: د پوهنې سره دښمني عادي جنایت ندئ
pattang
29.05.2013
دا کار خو به خد cia کوي چي جنګ اوږد او هلته دائمي اډوته
لاره برابره کړي !!
[quote:cae9bb5b2d="میرویس"]ډیرو ګرانو لوستونکو، اسلام علیکم
خدمتګار تر دې عنوان لاندې چې د پوهنې سره دښمني عادي جنایت ندئ، یو مضمون چاپ کړیدئ، او په شمالي ولایتونو کې یې د ښونځيو د نجونو د مسموم کیدو په شمول، د شونکو ،وژلو او ټشتولو ته اشاره کړيده. مضمون ګڼ شمیر ښونکې او د معارف اهل په ګوته کړي، چې د افغانستان د علم او فرهنګ دښمنانو یا تښتولي او بیا یې وژلي دي او یایې په مخامغ حملو کې قتل کړیدي.
مضمون نتیجه اخلي چې په ملک کې د معارف پرخلاف تشدد او جنایت هسې عادي جرم ګڼل کیږي، حال دا چې دا عادي جرم نه، بلکه د ملک دبقا او ولس پر مقابل کې جنایت او خیانت دئ.
له بلې خوا خبریال ډات کام پحپله ننۍ ګڼه کې د غزني د ښار د نجونو د یوه ښونځي په دروازه کې د لیرې نه د کنترول شوي بم په چاودنه کې ددریو نجونو د ټپي کیدو خبر ورکړیدئ. رپوټ وایي چې دا بم چې د ښونځي په دروازه کې چاودلئ، پولیسو سمدستي بم چونکئ، مشخص کړئ، ورپسئ ورغلي،ویشتلئ یئ دئ او وژلئ یې دئ.[/quote:cae9bb5b2d]
میرویس
05.06.2013
پتنګ زړګیه، اسلام علیکم
پداسې حال کې چې د ملک د معارف سره خیانت د روان جنګ سره تؤړلئ دئ، د اجنګ یوازې په خارجي لښکرو پورې ندئ مربوط، بلکه ډیر کورني، سیمه ایز او نړیوال ابعاد لري.
خو د جنګ ددوام علت په هغه څه کې نغښتئ دئ، چې خارجي قوتونه یې زموږ ملک راوستل، او هغه د القاعدې او نورو بهرنیو ترورستانو حضور دئ زموږ په ملک کې.
که الله جل جلاله طالبان پر خپل ملک مهربانه کړي او دا صلاحت او قدرت ور په برخه شي، چې هترورستان د خپل ملک نه وشړي، انشاءالله چې دا به په ملک کې د جنګ دخاتمې پیل وي.
الله دې وبښه پتنګه.
larghonay laraway
06.06.2013
ميرويس خانه ترور او ترهګري وايي همدې ته چې خلک بم والوزوه، ځان وچوه، پول تخريب کړه، پولګوټی وران کړه، په سړک کې ماين والوزوه، له معلم نه غوږ غوڅ کړه، ډاکټر حلال کړه، ښوونځی وسوزوه، کلينيک وتړه، مشر وډار کړه، کشر بدمعاش کړه، له خلکو په شنه زور حرامه ډوډۍ وخوره، په وحشي ډول يو څوک ووهه يا يې ووژنه، د شپې په کورونو ورننوزه، مړي بې عزته کړه، ماشومان ووژنه، خلک ووېروه اووحشت خپور کړه!
دا نو که د کرزي ډله دا چارې کوي، که د ملاعمر ، بيت الله مسيد، جلال الدين کباړي او منګل باغ چرسي ډله دا کار کوي او که د اوباما لنډه غرن يې کوي دا ټيروريزم دی او ترسره کوونکی يې ټيروريسټ دی!
میرویس
07.06.2013
لرغونئ لاروئ صاحب، اسلام علیکم
تاسې رښتیا وایاست، دهغو لړاییو عاملین چې تاسې یې په تفصیل ذکر وکړ، ځانونه ښه پیژني، او افغان ولس هم نه دا چې هغوی پیژني، بلکه دیته ته سترګې په لاره دئ، چې د وخت او زمان مطابق به ددې جنایتونو عاملین محاکمې ته راکاږي او عدل او انصاف به ورسره وکړي.
طالبان خو پوهنه ځکه نه غواړي، چې که ولس لوستئ او باسواده شي، بیا به طالبان ونکړئ شي چې د چا زامن او لوڼې وغولوي او یایې په مدرسو کې مغز شویي کړي، او یایې په دروغو اغوا کړي او ځان مرګي ته یې مجبور کړي.
د معارف سره جفا کول عادي خیانت او جنایت ندئ.