نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د پاکستاني طابانو د سرغنه غړو وژنه او عواقب یې
اتل
29.05.2013
دفورم ډیرو عزتمنو ګډونوالو، اسلام علیکم
دمشال رادیو رپوټ دئ، چې د پاکستاني طالبانو ټي ټي پي د مشر حکیم الله مسود مرستیال، ولي الرحمن مسود او ددې ډلې نورسرغنه غړي فخر عالم، عادل، نصرالدین(مهم کمندان) او یو بل تن چې نوم یې نه دی څرګند، د بې پیولټه الوتکو په ګذارونو کې ووژل شول او دوه تنه سخت ژوبل دي.
آیا د ټي ټي پي ددغو معتبرو غړو او بالخصوص د ولی الرحمن وژنه به د پاکستاني طالبانو د جلب او جذب، پوځي روزنې، د طالبانو د لیکو امر او نهي يه ځنځیر کې، د تبلیغ او د چند د راټولولو په چاروکې، د ځان وژونکو په روزنه، تجهیز ،اکمال، او نورو ورځنیو او اوږد مهاله پلانونو او چارو کې د کمزورۍ سبب شي، او ولس به د صلحې او امنیت نه برخوردارشي؟
آیادا ډله ددې جوګه ده، چې د ولی الرحمن او نورو خلا ډکه کړي، او خپل مؤثریت وساتي؟
په تیرو وختو کې چې بې پیلوټه الوتکو په کومو علاقو کې ترورستان ویښتلي او وژلي دي، محلي اوسیدونکو یې هرکلئ کړیدي او ویلي یې دي چې د پردیو جګړه مارانو د وژنې نه وروسته په سیمه کې صلح او آرامی راغلې ده. کیدای شي د پاکستاني طالبانو د سرغنه عړو مرګ په سیمه کې ددوامدار امنیت سبب شي.
======
ډرون برید طالب کمندان ولي الرحمن مسود ووژلو
29.05.2013
په شمالي وزیرستان کې چارواکي وايي؛ د بې پايلټه امریکايي الوتکو په تازه برید کې پنځه تنه وسله وال وژل شوي او دوه یې ژوبل کړي دي.
په وژل شویو کې د تحریک طالبان پاکستان د دویمې کچې لوړپوړی کمندان ولي الرحمن مسود، فخر عالم، عادل، نصرالدین(مهم کمندان) او یو بل تن چې نوم یې نه دی څرګند ووژل شول او دوه تنه سخت ژوبل دي.
رپوټونه وايي، ډرون الوتکو بیګا تر نیمې شپې وروسته د دغې قباییلي اجنسۍ مرکز میرانشاه بازار ته نژدې د چشمه پُل په کوتي خیل کلي کې پر یوه کور حمله کړې.
شمالي وزیرستان د ځايي و بهرنیو سخت دریځو وسله والو تر ټولو ستر او خوندي مرکز ګڼل کیږي. ویل کیږي، چې د حقاني شبکه، د القاعده عرب و منځنۍ اسیا هیوادونو وسله وال جنګيالي په دې سیمه کې خوندي پناه ځایونه لري.
افغان حکومت دغه وسله والې ډلې په افغانستان کې د ډیری ترهګرو پيښو سرغنه او کړوني بولي.
پاکستان کې دمۍ یوولسمې تر پارلماني انتخاباتو وروسته، چې امریکا مخالفو سیاسي و مذهبي ګوندونو پکې کامیابي حاصله کړې دا لومړی ځل دی چې دغه الوتکې پر شمالي وزیرستان حمله کوي.
دنوازشریف مسلم لیګ او دعمران خان تحریک انصاف هغه ګوندونه دي، چې په تیرو کلونو کې یې ددې حملو پروړاندې سخت مخالفت کړی.
بلخوا د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر براک اوباما تیره اوونۍ یوارې بیا د ډرون بریدونو دفاع وکړه او هغه يې د ترهګرۍ ځپلو یوه ښه او بریالۍ وسیله وبلله.
اوباما د ډرون یا بې پيلوټه الوتکو دبریدونو پر دوام ټينګار کړی و او ویلي يې و چې د امکان تر حده به کوشش وکړي، چې په دې حملو کې د ولسي خلکو د مرګ ژوبلې مخه ونیول شي.
د پاکستان پر قباييلي سیمو د بې پيلوټه امریکايي الوتکو دبریدونو لړۍ پر ۲۰۰۴ میلادي کال د پاکستاني طالبانو دهغه وخت مشر مولوي نیک محمد په وژنې سره پيل شوې.
په دې بریدونو کې تر اوسه د بیت الله مسید، مولوي نذیر او یوشمیر نورو مهمو پاکستاني طالبانو ترڅنګ د القاعده ډلې لسګونه د سر سړی وژل شوي دي.
پاکستان تل له دې حملو سره مخالفت کړی او هغه يې پر خپله خاوره تیری بللی خو د امریکا متحد ایالات يې بیا د تروریزم ځپلو په لړ کې تر ټولو غوره و بریالۍ وسیله ګڼي او پر دوام يې ټينګار کوي.