نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
ځانمرګي بريدونه يوازې د طالبانو كار نه دي!
تيمور
28.05.2013
درنو هیوادوالو، له تېرې لسيزې د افغانانو د مرګ ژوبلې د ډېرى پېښو مسووليت د دې لپاره وسله وال طالبان پر غاړه اخلي چې په خلكو كې د وهم او وېرې د خپرولو له لارې ځان پياوړى وښيي، خو وروستی رپوټونه ښيي چې په افغانستان كې ځانمرګي بريدونه يوازې د طالبانو كار نه دي، بلكه د القاعده ډلې ترڅنګ د تركستان اسلامي حزب هم د دغو بريدونو په ترسره كولو كې لوي لاس لري.
د لانګ وار ژورنال د رپوټ پر بنسټ، د تركستان د اسلامي حزب له خوا په خپرو شويو ويډيوګانو كې له ورايه ښكاري چې دوى په افغانستان كې د ځانمرګو بريدونو ملاتړي دي او لازمې بشري او تخنيكې مرستې ور ته برابره وي.
د سرچينې له مخې، په دې وروستيو كې يادې ډلې د خپلو فعاليتونو دوه ويډيوګانې خپرې كړې چې په افغانستان كې يې ځانمرګي بريدونه ستايلي او په دغو ويډيوګانو كې يې د ځانمرګو بريدونو د ترسره كوونكو ملګرو نومونه هم ياد كړي دي.
دغې ترهګرې ډلې د روانې مې مياشتې په ۲۴ مه يوه ويډيو خپره كړه چې د نورالدين په نامه يو ځانمرګى د بريد له تر سره كولو وړاندې د خپل تر سره كوونكي عمل د روا والي دلايل او د اسلامي شريعت د نافذېدو خبرې كوي.
په دغه ويډيو كې د بريد د تر سره كولو لارې چارې په ډاګه شوي، خو دا په كې نه دي راغلي چې دغه بريد دقيقاً څه وخت او چېرته تر سره شوي دي.
د تركستان اسلامي حزب په منځنۍ او جنوبي آسيا كې غلچكي فعاليتونه كوي او د پاكستان په قبايلي سيمو كې يې سلګونه پلويان تر روزنې لاندې دي.
لانګ وار ژورنال ليكي، دغې ډلې د روان كال په لومړيو كې يوه ويډيو خپره كړه چې په هغه كې يو شمېر ماشومان د پاكستان په قبايلي سيمو كې د ځانمرګو او نورو ترهګريزو بريدونو لپاره چمتو كېږي.