د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

د طالبانو د وياندانو مشر پېژنۍ؟

larghonay laraway
28.05.2013

سلامونه!
له يو باوري شخص نه مې واوريدل چې ذبيح الله مجاهد او قاري يوسف احمدي ګڼ کسان دي چې په پېښور، ميرانشاه او سپين بولدک په سرحدي سيمو کې ناست دي.
له دوی سره د افغانستان د ټولو شبکو ټليفوني سيم کارډونه دي او هغه څه چې ورته وويل شي رسنيو ته همغه وايي.
د دې ټولو عمومي مشر په اماراتو کې د رحيم الله يوسفزي زوی دی چې له ISI سره تړلی او شرعيت میګزین هم ورته ای ایس ای ايډيټ کوي!


pattang
28.05.2013

؟؟؟؟؟؟


pattang
28.05.2013

دغه کيفي شخص څه کار کوي ! آيا د فاسد رژيم مخالف دی ؟!!
وروره داچې دطا لبانو وياندوي چېرې ناست دی کومه مانا نلري !!
په دوهم عمومي جنګ کې جنرال دوګول په انګليستان کې ناست وو
او بارتيزنو يې جنګ په فرانسه کې جنګ کاوو !
په دوبۍ کې خو زمونږ خپل خلک شته هغوی داسې خلک يوازې يوه
بې سواده پروپاګنده بولي !
کله چې طالبان په قدرت راغله نو پاړسيبانانو به ليکل چۍ امريکايانو
حفيظ الله امين ساتلی وو او اوس يې په قدرت راوست !
افغانان فکري محکموالی په علمي بنياد نلري خوشې کيفي خبرې کوي!

پرون شپه اميرزی سنګين په تلوېزيون کې ووېل که څو ک په
افغانستان کې داداري فساد د له منځه وړلو په اړه دکمپوټر د يوو
‍پروګرام کوم چې دده وزارت اخيستی دی يو لاره پيدا کړي نو له
له ۲۰۰۰ څخه نيولې تر ۸۰۰۰۰ دالرو پورې بخششي جائزه ورکول
کېږي !
که ته ماته او يا داميرزي له خولې ماته پوهېدونکۍ من‍طقي جواب
راکړۍ نو زه به ۱۰۰۰ اېرو تاته درولېږم چې د قنبر د څلورې لارې
په غر‍يبانو يې ووېشې !
طوبه طوبه دا څرنګه انسانان دي خو زه يې ابتدايې انسانان بولم !


larghonay laraway
28.05.2013

ّسلامونه!
پتنګ صيب ما قضاوت نه دی کړی فقط د هغه نفر د خولې خبر مې ليکلی دی!
پاتې شوه اميرزی سنګین، دلته يو شمېر نور وزيران که غلا کوي او کار نه کوي نو سرکوزي او شرمنده هم ښکاري خو اميرزی سنګین هغه انسان دی چې حتی په شرم پوهېږي هم نه او په هر مطبوعاتي کنفرانس کې يې خوله داسې په خندا شکولې وي چې سړی ورته حيران پاتې شي.
د کرزي هم همداسې غله په کار دي چې ونډه ورکړي.
اميرزي حتی د افغانستان هغه پخوانی انلوګ ټليفون هم فعال نه شوکړای. خو د شخصي کمپينو په کارونو باټې وهي. په داسې حال کې چې شخصي کمپنۍ تر ټولو ډېر فساد کوي او تر ټولې نړۍ دلته ټليفون قيمته دی خو سنګین اميرزی ايله بيله ورته خاندي!


Samsor Afghan
29.05.2013

ګوری بحث په طالبانو ده نه په حکومت

ویاندویان خیر هر چیری چی وی خو خپله غلامی به کوی او ددی ملت د وینو زیری به خپلو پاکستانیو بادارانو ته ورکوی دا چی قتل کوی او عام ولس وژنی چی ته انجینر یی ته ډاکټر یی او ته څه یی او ته څه یی دا مهمه خبره ده.

طالبان څوک دی او وسلی څوک ورکوی؟
آیا ددوی مرام به په ریښتیا هم تنها امریکایان وی او که خپل مسلمان وروڼه چی په ملی اردو کی کار کوی؟
زه باور لرم چی که ټول امریکایان ووزی بیا به هم دوی خپل تروریستی عملیات مخکی بیایی ځکه چی ددو هدف امریکا نه ده.
ددوی هدف یوازی او یوازی یو ځل بیا ملا راوستل دی او یو ځل بیا ټلویزیون ماتول دی او د ټکنالوژی او علم له منځه وړل دی او بس.

نو زما له نظره دا هدف ډير وژد کار غواړی نو دوی به اوژد مهاله ددی ملت په مقابل کی غول خوری او مرداریژی به.

خو په ډاډ دا خبره کولی شم چی دا ارمان د بیرته ورسره پاکستان پنجاب ته یوسی او هلته دی یوه ښه درنه جنازه وکړی او خاوری د پر ور واړوی.

او بله خبره

طالب د حکومت سړی نه ده.
او ولی واک په لاس کی واخلی؟
او لیاقت یی هم نه لری او که یی واخلی شرم هم دی چی چړی د پادشاهی په چوکی کیښنی او د هیواد تکړه ځوانان چی ټول عمر یی سیاست لوستی وی هغه په کور کښینی.
عجیبه خبره ده وروڼو
خو ځینی کمزوری پښتانه ددی په خاطر چی طالب که راشی پښتانه به قوی شی نو دوی طالبان خوښوی خو دا چی سل کاله د ورسته اچوی دی ته یی پام نه وی او بل دا چی که هر پښتون ځوان پښتو غواړی همدا اوس د پښتو او پښتون قوم ته خدمت وکړی .

له املایی غلطی نه مافی غواړم

په درناوی


larghonay laraway
29.05.2013

سمسور خانه نورې خبرې دې پر خپل ځای خو دا دوه دې ډېرې عجيبه دي!
لومړۍ: تاسو لي:لي چې شرم دی چې طالب په څوکۍ کېني
نو که چېرته يو هوټلي ريس جمهور کيدلی شي ولې طالب تر هوټلي هم ټيټ دی؟
دويم:
تاسو ليکلي چې که طالب راشي نو ټلويزيون به مات شي!

زه وايم که داسې وي نو په توره شپه دې راشي. ځکه چې په ټلويزيون کې ټوله ورځ پښتنو ته کنځلې کېږي. که يو پښتون ژورناليست د کرزي په حکومت کې لږ تېز مېز وچلوي نو دکرزي د مافيايي ډلې د شمالي لنډغران به يې په ډېرو ګواښونو تر پوزې راولي او د وهلو او تښتولو خطر يې هم شته
خو که متعصب ستميان ټوله ورځ پښتنو ته بد او رد وايي نو هيڅ خبره هم نه ده.
زه وايم: دا تولسي او الينا دې کرزي ته ورمبارک وي. ټول ټلويزيونونه دې په شا کړي او خپل هوټل ته دې يې يوسي خو چې اوس دی ورک شي!
تو لعنت په داسې ولسمشر چې فهيم او خليلي ته يې داسې سترګې زيړې دي لکه لکه لکه


Samsor Afghan
29.05.2013

لرغونی ورور

ته بیا هم اخته یی او کرزی ته هوټلی وایی او ډیرو وړکیو مسایلو ته اشاره کوی نه پوهیژم ولی؟

او بل دا چی طالب په ریښتیا هم د څوکی لیاقت نه لری. که یی لری ته یی راته وه وایه چی زه یی هم درسره ومنم.

په درناوی


larghonay laraway
30.05.2013

سمسور صيب باور وکړه که زه د کرزي يا ملاعمر سره کومه شخصي دښمني لرم خو دواړه د حکومت کولو وړ نه دی. بلکې د زندان وړ دي بايد ورواچول شي!


pattang
30.05.2013

لرغونی صيب ملاعمر کوم وخت دحکومت او چوکۍ دعوه کړې هغه
او ملګرې طالبان يې دغه فاسد رژيم له منڅه وړي …. !
دملا عمر برابرول له يوو بېکاره ،غله ،جاسوس ،ازري شويه،
رشوتخور، فاسد انسان چې پښتانه او دهغوی ژبه ني ، مدني او
معنوي حقوق يې ټول په تاجکو او هزارګانو خرڅ کړل او پښتانه
يې د سياست له ميدانه وئېستل ، برابره ول خو انصاف ندی !
کرزی بايد داسې وځړول شي لکه نجيب !

[quote:6135f5b827="larghonay laraway"]سمسور صيب باور وکړه که زه د کرزي يا ملاعمر سره کومه شخصي دښمني لرم خو دواړه د حکومت کولو وړ نه دی. بلکې د زندان وړ دي بايد ورواچول شي![/quote:6135f5b827]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more