د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

په کاپيسا کې د بې پيلوټه الوتکې بريد شوی دی

هجران
25.05.2013

محترمو ! هغه کسان چي کله رسنی غلط راپورونه خپاره کړي اووايي چي طآلبانو (دالله جل جلاله ددين زمريانو)لس اوشل ملکی وګړی شهیدان کړی ، نودوۍ پوچ شعارونه اوناروا انتقادات کوی.
اووايي چي دوی احتیاط نه کوي.
خوکله چي دیرغلګروبه بریدکی بی ګناشهیدان کيږي بیاهغه لاس پوڅي اودغرب پالیسټی چوپ ناست وی ، دادیرغلګرو احتیاط دئ.
په کاپيسا کې د بې پيلوټه الوتکې بريد شوی دی
لودين

د کاپيسا ولايت په تګاب ولسوالۍ کې، د بهرنيو ځواکونو د يوې بي پيلوټه الوتکې په بريد کې، وسله والو طالبانو او ولسي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته.

د پېښې له سيمې څخه يوه عيني شاهد بينوا ته وويل، چې تېر ماسپښين (د غوايي ٣٠مه) شاوخوا يوه بجه د امريکايي ځواکونو بې پيلوټه الوتکې په " بدرآو" کلي کې د استوګنې پر يوه کور بريد وکړ او دغه کور يې ويجاړ کړ.

سرچينې زياته کړه، چې دغه کور د مولوي وحدت په نوم د وسله والو طالبانو د يوه قوماندان و، چې خپله نوموړی هم پکې ټپي شوی دی.

د دغه عيني شاهد په وينا، په بريد کې شاوخوا کورونه هم زيانمن شوي او يو شمېر ولسي وګړو ته مرګ ژوبله پکې اوښتې ده.

د يوه بل خبر له مخې، تېره شپه بهرنيو ځواکونو د همدغې ولسوالۍ په موب خېلو کلي کې شپني عمليات کړي دي، چې په پايله کې يې د يوه انجينر په ګډون يو شمېر ولسي وګړي وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي دي.

تر اوسه امنيتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

© http://www.benawa.com/details.php?id=55199#ixzz2OaWnd0IY


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more