سياست او روانې چارې
طالبانو نن په کابل کې زوروره حمله کړیده
میرویس
24.05.2013
دفورم قدرمنو، لیکوالو او لوستونکو، اسلام علیکم ورحمت الله برکاته.
ډیر د بدبختۍ خای دئ چې نن طالبانو په کابل کې حمله کړېده. دې حملې د کابل په ښار کې د طالبانو د نورو حملو په شان په خلکو کې ویره او ترهه خپره کړېده، خو د مرګ ژوبلې په باب دقیق معلومات نشته دي.
دې حملې دا پوښتنه یو ځل بیا د خلکو په اذهانو کې را ژوندۍ کړه چې رښتیا طالبان صلحې ته متعهددي؟ رښتیا طالبان دعام ولس خیر ښیګڼه غواړي، او رښتیا طالبان پخپل جهاد کې د حرام او حلال، د خارجي او خپل وطن د سړي او ملکې او غیر ملکي هدفونو ترمنځ فرق کوي او پدې ارتباط د الهي د احکامو رعایت ته متعهد دي او که، ځان او ولس دوکه کوي او اسلامي ارشاداتړ ته یې شا اړولې ده؟
پدې باب دا لاندې خبر تاند خپور کړیدئ:
========
په کابل ښار کې چاودنې او وسله واله نښته
| جمعه, 24.05.2013, 06:09 PM | (139 لیدل شوی)
تاند- د کابل ښار په مرکزي برخه کې لږترلږه څلور چاودنې وشوې او ورپسې د ډزو ږغونه واورېدل شول. لومړني راپورونه وايي چې چاودنې په نوي ښار کې د کورنیو چارو وزارت او د قوای مرکز روغتون ته څېرمه شوي او یو شمېر وسله وال کسان، چې ځانمرګي دي، یوې ودانۍ ته ننوتلي دي.
د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد ویلي چې د دوی کسانو په نوي ښار کې پر هغې ودانۍ برید کړی چې سي آی اې ترې کار اخیست.
مجاهد همداراز ویلي چې د دغه مرکز په دروازه کې له ځانمرګي برید وروسته د دوی کسان ودانۍ ته ننوتل. ده همداراز ویلي چې د کورنیو چارو وزارت اړوند د عامه محافظت پر دفتر یې هم برید کړی دی.
ذبیح الله مجاهد ویلي:«د مجاهدینو یوې بلې ډلې، چې په درنو او سپکو وسلو سمبال ده، ودانۍ ته ترننوتلو وروسته هلته مورچې ونیولې او د هغې سیمې په شمول چې بهرني جاسوسان پکې مېشت دي، پر ګڼو خواوو ډزې کوي.»
یوه دوکاندار جاوید کاظم وویل:«په دوکان کې ناست وم، چې ډېره زوروره چاودنه وشوه، دومره زوروره وه چې زه یې له چوکۍ لېري وغورځولم. څو دقیقې وروسته بله چاودنه وشوه.»
د کابل پولیسو ویندوی حشمت الله ستانکزي وویل، لومړنۍ چاودنه په څلور بجې د نوي ښار د برج شهر نو یوې څلور لارې ته نژدې د یوه موټر بم په وسیله وشوه.
دوهمه چاودنه دېرش دقیقې وروسته وشوه او ورسره ډزې پیل شوې.
ستانکزی وايي چاودنه د ملي امنیت د ریاست روغتون ته نژدې وشوه.
خو راپورونه وايي چې حمله د هند د سفارت په یو نیم سل مترۍ کې شوې او وسله وال حمله کوونکي، له اشغال کړې ودانۍ څخه د دغه سفارت په لور ډزې کوي.
هندي رسنۍ وايي چې د کابل د نننیو حملو هدف د دغه هیواد سفارت دی.
دا بریدونه وروسته له دې وشول چې د افغانستان ولسمشر له هندي چارواکو سره د امنیتي او پوځي همکاریو موافقې وکړې.
خو د طالبانو ویندوی ادعا کوي چې دوی پر هغې ودانۍ برید کړی چې د افغان امنیتي ځواکونو شپېته تنه امریکايي روزونکي پکې مېشت دي. د ذبیح الله مجاهد په ادعا وروسته له دې چې د دې ودانۍ مخته موټربمي چاودنې امریکايي او افغان ساتونکي ووژل او یو شمېر ځانمرګي ودانۍ ته ننوتل د شپېتو امریکايانو په وژلو یې شروع وکړه. له حملې د څو ساعتونو له تېرېدو سره سره لا هم ډزې روانې دي.
سالنګي وايي، طالبانو یو شخصي کور نیولی
د کابل د پولیسو قومندان بصیر سالنګي وايي، د حمله کوونکو شمېر پنځه کسه دی. یو یې وژل شوی او څلور نور د یوناما د دفتر تر څنګ یوه شخصي کور ته ننوتلي دي.
څرګنده نه ده چې په کور کې به د ماشومانو او ښځو وضعیت څرنګه وي.
خو ذبیح الله مجاهد ادعا لري چې د دوی کسان د سي آی اې د غړیو یوه استراحت ځای ته ننوتلي دي. مجاهد د خپلو کسانو د شمېر په اړه څه ونه ویل.
ده په یوه برېښنا لیک کې په عین حال کې ویلي چې په ودانۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو امریکايي روزونکي مېشت دي.
د کابل پولیس: طالبانو د م.م. پر یوه دفتر برید کړی
د وروستي راپور له مخې پولیس وايي، طالبانو د ملګروملتو د مهاجرت پر دفتر برید کړی دی.
د کابل د پولیسو ویندوی حشمت الله ستانکزي وویل، لومړنۍ موټربمي چاودنه د عامه نظم د معینیت مخته وشوه، چې د ملګروملتو د دفتر ترڅنګ دی.
ده همداراز وویل: یاغیانو، چې ځانمرګي هم ورسره دي، د ملګروملتو پر دفتر حمله وکړه.
ستانکزي وویل، د ملګرو ملتو د آی او یم د دفتر په خوله کې د دغه دفتر لږ ترلږه څلور نیپالي ساتونکي ټپیان شول، چې د درو حال یې نازک دی.
ستانکزی وايي، دوو ځانمرګو ځانونه الوزولي. د ده په وینا د دې بریدونو په نتیجه کې تراوسه پوري د ملکیانو یا افغان پوځیانو د مرګ ژوبلې هیڅ راز راپور نه لري.
ده ده په باور د چاودنو په علت به د تلفاتو شمېر لږ وي ځکه چې نن د جمعې ورځ ده. او په دې ورځ دغه دفتر مراجعین نه لري.