د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

وسلوال طالبان ولی زمونږ بیگناه ملکيیان وژني؟

تيمور
23.05.2013

درنو هیوادوالو سلام اعلیکم و رحمته الله،
د غزني د عامې روغتیا رﺉیس وايي چې د غزني په مقر ولسوالۍ کې په پرونۍ انتحاري حمله کې دولس تنه ملکي مسلمانان شهیدان شوي او شل تنه نور بیگناه خلک سخته ټپيان شوي دي.
دغه انتحاري حمله په مقر ولسوالۍ کې د طالبان پر ضد د پاڅون کوونکو په یوه مشر حبیب الله وشوه چې دی هم پکې ووژل شوي دي.
وسلوالو طالبانو د پیښې مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.
وسلوال طالبان ولی زمونږ بیگناه ملکيیان وژني؟


Re: وسلوال طالبان ولی زمونږ بیگناه ملکيیان وژني؟

pattang
23.05.2013

طالبان قصدي خپل اولس نه وژني خو ته داسې سوالونه د صليبي
اشغالګرو په عملياتو کې ولې پټوې !!
دالر خواږه ، مفتخواره ډېر دې !
کرزۍ لا لا هم خپله تقاعدي له سي ای اې څخه غواړي !!

[quote:c7698cac9d="تيمور"]درنو هیوادوالو سلام اعلیکم و رحمته الله،
د غزني د عامې روغتیا رﺉیس وايي چې د غزني په مقر ولسوالۍ کې په پرونۍ انتحاري حمله کې دولس تنه ملکي مسلمانان شهیدان شوي او شل تنه نور بیگناه خلک سخته ټپيان شوي دي.
دغه انتحاري حمله په مقر ولسوالۍ کې د طالبان پر ضد د پاڅون کوونکو په یوه مشر حبیب الله وشوه چې دی هم پکې ووژل شوي دي.
وسلوالو طالبانو د پیښې مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.
وسلوال طالبان ولی زمونږ بیگناه ملکيیان وژني؟[/quote:c7698cac9d]


Samsor Afghan
24.05.2013

پتنګ ورور
ستاسو د لیکنی هدف څه دی؟

هلته سوال سوی چی طالبان ولی زمونژ بیګناه هیواد وال وژنی او تاسو د کرزی د تقاعد خبره کړی.

نن د لیکنی په سور نه دی.

په درنښت


بسمه تعالی:

هجران
25.05.2013

اول داپوښتنه له کرزی لالاوکه چی ده ولی طالبان دې ته اړباسل چی ملکی کسان شهيدان کړي.ولی یې دومره خارجی داړه ماران ګران هيواد ته راداخل کړل،ايادادلانجې دحل کومه لاره کېدای سی ؟
خووروره ته په دې راز رپورو په خپلودغرب پالیسټوپسي اقتدامکوه،ولی له هغونه اسلامی مفکوره بالکل وتلی ده هيڅ کله دبریدحقيقت نه بیانوی دوژل سویوکسانوپه باب صحیح راپورونه نه ورکوی، که لس امریکایان مردار سی رسنی وایی یوولس ملکی کسان شهيدان سویدی . هغوی دسپینی په بادار باندی کلمه ویلی ده ،دهغوی دین امریکایی قانون دئ ، هغوئ په اسلامي ارشاداتوملنډي وي ، داسلام مقدس دین يې تحریف اوددیمکراسی په عنوان کښي نوی دین جوړکړپه کوم کی چی زناشراب لواطت اوهر راز ګناوی جوازلری.
دهغوئ دوه باداران دی (العياذبالله تعالی ) بوش،اوباما،خودادواړه باداران به په قيامت کښي له دوئ څخه بیزاره کیږی اودوئ به له خپلوبادارانو بیزاره کیږي.
افغانستان يوکلک اوپه اسلامي عقيد ه روزلي هيواد دئ ، داوچ تبلیغات کله دافغانانوجهادي روحیه نشی پرزولئ.
نوته پردې څه دليل لري چي ملکیان طآلبان قصدايابې قصده شهيدانوی ،قلم ددښمن په لاس کي دي.دښمن هيڅ کله دمقابل طرف کیفیت په منصفانه ډول نه يادوي.
اوبل مبارکی درته وايم کرزی لالا خودی دخدائ ددين دښمنانوته دنهه دایمی اډودورکړی هوډهم کړئ دئ ...
خونه دا افغانستان دکرزی نه دی نه دکرزی به دستخطولاسلیکوباندی خارجیان دلته کښېنستلاي سی .
ولی دګران هیوادهربچي دغيرت بچي دئ دالله پاک ددين سره ډېره مينه لري ، دخپل دين دښمنان په خپل کوراوکلي اوطن کښي نه سي زغملئ
.داامت داستشهادامت دئ کله به له جهادنه لاس پورته نکړي چي ترڅويې ګران هيوادله هره قسمه اشغاله نه وي ساتلئ ؟
دکرزی لالا خواوس داهم په وس نه ده پوره چي له ګوشتی پاکستانی یرغلګروشړی.
کرزی لالایوعجیب ازادانه طبیعت لری هرڅوک یې خوښ دئ که هندووی که سک وی که عیسایی اوکه نصرانی وی .که دده په دین ملنډي وهي اوکه په قرآن ملنډي وهی اوکه دده په مظلوم اولس ملنډي وهي.
خوچی دده دکوم اقتصادی ګټوپه فایده تمامیدی بس دکرزی لالا دسترګوتوراودورور ځوئ يې دئ .
هی نورزه څه وليکم ګټه به يې څه وي .....دافغان په غم غمجن ستاسي ددعاوو امیدوار عاجزهجران.


حمید هڅــاند
25.05.2013

[color=darkblue:d800ea0ab6]
هلکانو چټیات بند دی!
زه د مقر ولسوالۍ اوسېدونکی یم. هلته یې لسګونه بې ګناه کسان شهیدان او ژوبل کړل. مرګ پر همداسي طالبانو او ای ایس ای مزدوره کسانو. ځانمرګی یې هم تنکی کس ؤ، هغه بې چاره یې هم تېرویستلی ؤ. الله دې یا هدایت ورته وکړي او یا دي یې سر پرځمکې له لبه لولپه کړي.

[/color:d800ea0ab6]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more