د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

د 2001 کال نه راپه ديخوا افغانستان په اتومي قدرتونو کي حسابيږي

tandar
23.05.2013

د 2001 کال نه راپه ديخوا افغانستان په اتومي قدرتونو کي حسابيږي
که افغان اتوم نه لري اشغالګر خويې لري
نن خو دد واړو شريک کور دي :oops:
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
افغانستان به ډېر ژر اټومي توغندی و ازمايي

نورالدين اخوندزاده
22.05.2013 22:06
طنزي راپور

د کندهار د ولايتي شورا مشر پوهاند ډاکټر سيدجان خاکريزوال نن په کندهار کې يوې خبري غونډې ته وويل چې دوی يو داسي توغندی جوړ کړی چې اټومي سرګلوله لېږدلای شي او ډېر ژر به يې وازمايي. دی وايي چې دا توغندی ( د دامان هوسۍ ) نومېږي او درې زره کيلومتره واټن ويشتلای او آن اسلام اباد هم په نښه کولای شي.
ډاکټر خاکرېزوال وويل چې توغندی ازموينې ته چمتو او سبا به يې د پنجوايي ولسوالۍ د بدوانو په غره کې پر يوې غوا باندې وازمايي. ډاکټر سيد جان خاکرېزوال وايي چې دی پخوا بايسکل ساز و او هماغه وخت د يورانيمو له غني کېدو سره بلد شو او په دې لاره کې د ولايتي شورا له يوه بل غړي پوهاند نعمت خان شيردلي مرسته ورسره کړې او ده ته يې ځينې اټومي فورمولونه او يوه اندازه يورانيم ورکړي چې د پاکستان په کچلاغ کې يې په خپل کور کې غني کړي وو.
ښاغلی خاکرېزوال وايي چې سواد نه لري، خو د ولسمشر د ورور (شاه ولي) کرزي يې کور ودان چې هم يې د کندهار د ولايتي شورا مشرتوب وروګاټه او هم يې د ډوکټورا افتخاري سند ورجوړ کړ. دی وايي چې له څو مياشتو راهيسې يې د کندهار ولايتي شورا په زېرخانو کې يورانيم غني کول چې دا دی اوس په خپل کار کې بريالی شو. دی وايي چې که دا توغندی يې بريالی شي نو بيا به د دامان د هوسيو هيڅ کمی نه وي.
په عين وخت کې د امريکا له دفاع وزارت څخه په يوه خپره شوې اعلاميه کې راغلي چې دا کار د دوی په حلوا کې خاوري دوړول دي. پينټاګون له ښاغلي ولسمشر کرزي څخه غوښتي چې له دې کاره لاس واخلي، خو ښاغلي کرزي د دې کار ننګه کړې او ښاغلی خاکرېزوال او پوهاند نعمت خان شيردلی يې ملي اتلان او د هيواد ستر ساينسپوهان بللي دي.
ښاغلي خاکرېزوال زياته کړه چې تېره ورځ يې د ملګرو ملتونو د (UNDP) برخي سيمه ييز مشر (کرس کارټر ) سره په دې اړه يوه غونډه درلوده او هغوی هم غوښتل چې له دې کاره دي لاس واخلي. ښاغلي خاکرېزوال وويل چې د (کرس کارټر) په لاس يې د ملګرو ملتونو سرمنشي ته يو ليک استولی او ورته ليکلي يې دي چې دی به په يوه شرط له اټومي پروګرام څخه لاس واخلي چې ملګري ملتونه او امريکا متحده ايالات د ( ۲۰۱۴ کال ) د ولسمشرۍ انتخابات وځنډوي او د ښاغلي حامد کرزي قدرت تر هغه وخته پورې وغځوي چې د هغه زوی ميرويس ځوانېږي، خو که دا کار ورته ستونزمن وي، نو د ښاغلي قيوم کرزي ملاتړ دي وکړي. ښاغلي خاکرېزوال د انتخاباتو ځنډول د ملت په خير وباله او زياته يې کړه چې ولسمشر کرزي او د هغه کورنۍ تر دې مهاله ( ۹۰) جوالونه تر خولې پورې له ډالرو ډک کړي او يوازي لس جوالونه يې تش پاته دي چې انشاالله هغه به هم ډېر ژر ډک شي، خو که نړيواله ټولنه پر دې واقعيت سترګې پټې کړي، ملي مصلحتونه له پامه وغورځوي او نوی حکومت راولي، نو نوی حکومتي ټيم به نور سل خالي جوالونه راوړي او بيا به يې له سره ډکوي. د يادونې وړ ده چې د افغانستان په ګاونډ کې پاکستان، ايران او چين اټومي ځواکونه دي چې دا دی اوس افغانستان هم اټومي ځواک شو.
هغه خلک چې ښاغلی خاکرېزوال له نژدې پېژني په دې کار خوښ نه ښکاري، هغوی وايي چې ښاغلی خاکرېزوال يو خو په خرپ چرسي او بل يې نو لاس هم ډېر دروند دی، نو که يو وار خدای مه کړه اعصاب يې واوښتل افغانستان به په بلا اخته کړي. بل خوا د کندهار د شهيدانو چوک ته څيرمه د (يخ څا) مخ ته شلومبې پلورونکي وايي چې ښاغلی خاکرېزوال هره ورځ له دوی څخه په زوره شل غړکې شلومبې اخلي او وايي چې د دطن د دفاع لپاره يې په اټومي وسلو کې کاروي خو دوی کره شواهد لري چې دغه شلومبې د کندهار ولايتي شورا ته وړي او هلته يې له پوهاند نعمت خان شيردلي سره يو ځای څښي او بيا په زېرخانه کې پړمخي پرېروځي.
دا چې په دې ورځو کې ګرمي ډېره شوې، نو ورسره د ترو شلومبو څښل او د غرمې خوبونه هم ډېر شوي دي. نظامي کارپوهان اندېښنه لري چې داسي نه وي ښاغلی خاکرېزوال په ټکنده غرمه او د تروو شلومبو په نشه کې پر پاکستان اټومي بريد وکړي او د ښاغلي حامد کرزي د بلې دورې خوبونه ګډوډ شي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more