نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
ناکام جنګ
میرویس
22.05.2013
ډیرو محترمو خویندو وروڼو، اسلام علیکم
خبریال ډات کام وایي، دوې ورځې کیږي چې د هلمند د سنګین د ولسوالۍ په دیارلسو ساحو کې پرحکومتي پوستو باندې د اته سوه داخلې طالبانو او خارجي جګړه مارانو حملات او جګړې رواني دي. پدې حملو کې تر اوسه ۴۷ تنه طالبان وژل شوي او اتلس ټپي دي. پدې روانه جګړه کې پنځه تنه عسکر وژل شوي او نهه تنه ټپي دي.
که طالبان د افغانستان د هرې ولسوالۍ د نیولو دپاره اته سوه جنګي پرسونل په کار اچوي، ددې انساني، مالي او رواني تاوانونه او نورجانبي عوارض به څومره وي؟ آیا ددې جنګ ګټه او تاوان دوی سنجولئ دئ؟ آیا ددې جنګ ګټه خاصه او تاوان یې عام ندئ؟ آیا اسلام نه وايي چې داسې عمل په اسلام کې نا روا دئ چې له ګټې نه یې تاوان زیات وي؟ که طالبان دا جنګ وګټي او که یې ونه ګټي، په دواړو حالاتو کې یو نا کام جنګ دئ.
پدې ګوریلایي، یا ارغینجکي جنګ کې ددواړو خواوو نه افغان مري. تفرقه یعني د یوه ملت تباهي.
=======
د هلمند په سنګين کې د جګړي مرګ ژوبله ٧٩تنو ته ورسيده
22 May 2013, 3:11
په هلمند كې د دريو طالب قوماندانانو په ګډون ۴۷ تنه وسله وال طالبان وژل سوي دي.
د هلمند والي وايي چې ياد سوي كسان د هغه جګړې په ترڅ كې تردې مهاله وژل سوي کومه چې د دوشنبې په ورځ د سنګين ولسوالى په څاروان كلا سيمه كې رامنځته سوه.
د هلمند ولايت د سنګين ولسوالۍ په پيروزو سيمه کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ د سختو دوه ورځنيو نښتو په اړه د هلمند والي محمد نعيم نن په يوه خبري ناسته كې وويل چې تردې مهاله په دې جګړه كې ۴۷ تنه د دولت وسله وال مخالفين، پنځه تنه دولتي سرتيري وژل سوي او ۱۸ تنه وسله وال طالبان او نهه تنه دولتي سرتيري ټپيان سوي دي.
د نوموړي په وينا چې وسله والو طالبانو په ۱۳ سيمو كې وسله وال بريدونه پيل كړي وو چې په دوو سيمو كې د سيمه ايزو پوليسو درى پوستې شاته راغلې او جګړه اوس هم د نوموړې ولسوالى په ځينو سيمو كې دوام لري.
تورن جنرال محمد نعيم وايې چې د هلمند او كندهار له ځينو ولسواليو څخه شاوخوا اته سوه وسله وال طالبان راټول سوي او له دې جګړې څخه يې موخه داده چې له سنګين ولسوالى څخه تر كجكي ولسوالى پورې د غځيدلي سړك چارې او د كجكي د بريښنا د دريم توربين د نصب پروژه له خنډونو سره مخ كړي.
((په سنګين ولسوالۍ کې يولس سيمي دي چې وسله والو طالبانو پر افغان ځواکونو بريدونه تر سره کړل دا د وسله والو طالبانو يو لوى اکثريت دى هغوى د کندهار د ځينو ولسواليو څخه هم راغلي او دا حمله يې په ډېر قوت سره کړي ده موږ ورته چمتوالى نيولى وو زياته مرګ ژوبله هم ورته واوښته دا مهال هم ځيني سيمي سته دي چې پکښې ډزي کيږي)).
باور
د هلمند د والي په وينا چې دا جګړه تردې مهاله يوازې د كورنيو ځواكونو له خوا پرمخ وړل سوې او ډاډه دى چې نوموړې ولسوالي به په بشپړه ډول د وسله والو طالبانو له شتون څخه خلاصه كړي.
((زموږ مخکي باور نه وو خو اوس مو باور په خپلو افغان ځواکونو زيات سوى دى هغوى کولاى سي چې د وسله والو طالبانو مخه ونيسي وسله وال طالبان دومره پياوړي نه دي هغوى نه سي کولاى چې د افغان ځواکونو په وړاندي خنډ پاتي سي.))
خو وسله وال طالبان بيا دولتي لوري ته د ورته مرګ ژوبلې د اړولو ادعا كوي او د خپل لوري د سر زيانونه د ګوتو په شمير ښيي.
طالب وياند قاري يوسف احمدي په لومړۍ ورځ ويلي ول چې سيمي ته يې خپل زيات ملګري داخل کړي دي او ګڼي سيمي يې له کورنيو ځواکونو څخه نيولي دي.
خپرونکی: عبدالمنان ارغند@ددغه متن ټول حقوق دخبریال ډاټ کام دي ،دخبریال ویبپاڼې دبشپړ نوم دیادولو پرته څوک حق نه لري چې زموږ مواد کاپي کړي 22/05/13.
pattang
22.05.2013
ازادي خو قرباني غواړي !
میرویس
24.05.2013
پتنګ ورور، اسلام علیکم
هو، د آزادۍ او استقلال ګټل قریاني غواړي، مګر نه داسې قرباني، چې د خولۍ په ګټلو باندې سر و بایلل شي.
نه داسې جنګ چې د ګټلو اوبایللو دواړو نتیجه یې دنیوي او اُخروي ناکامي او شرمساري وي، او د ملت د تباهۍ او پردیو ته د ملت د حلقه بکوش غلامۍ سبب شي.
خدای پامان پتنګ صاحب.
السلام عليکم .
هجران
24.05.2013
السلام عليکم .
ميرویس وروره ! داخبره دی خبل خدائ کرزی ته کوه ! هغه چي په ننګ اوناموس سره سوداوکړه ،په دین وطن سره یې سوداوکړه اودکفاروغلامی ځان ته غوره کړله ترڅوخپل ځان به نامه باچاجوړکړی.
میرویس وروره !
تاسوچي دا ۴۲هیواده داړه ماران وګران هيوادته راوستل داستقلال اودازادئ لپاره داچي تاسو په وار وار خپلي ښځي په بې عزت کړي داټول دڅه لپاره؟؟؟؟
داچي ستاسو دخدایانوناټواوامریکابه بې رحمانه بمباری کی بې حسابه بې ګناه مسلمانان شهيدانيږي ، ګران هيوادته سپکاوي په رسيږي دقرآن پاک سوځول په کورکښي راته تر سره کيږي.
دسيدنانبي کريم صلي الله تعالی عليه وسلم سپکاوی يې تاته مخامخ وکړ ، اي بې غیرته اودسبینی مانی زامنو!
تاسوته څه حیاودرېده چي هغوی ته څه پیشنهادوکړی.
دادبې ګناه شهیدانوپه وینوسره داړه ماران خوهم جګړه کوی ایاهغه جګړه کامیاب ده !
نه هيڅکله نه ، داسلام دمقدس دين لارويا ن به تل کاميابه وي .
تاسو خودقرآني اياتوله مخي مرتد ياست ، تاسي به خپل ارتداد کی شک وینی ، دکافرسره یوځای اودمسلمان سره جنګ په اتفاق دامت مسلمه دعلماوو کفر دئ اوله نواقضوداسلام څخه دئ. والله تعالی .
ایاتاسی په کوم منطق سره داخبره کوئ چي دطالبانوجنګ ناکامه دئ ،الاان حزب الله هم الغالبون.
بېشکه دالله تعالی ډله همهغوي غالب دي يعني پرکافرانواومنافقانوباندی.
طالبان په جنګ کي له لوئ الله جل جلاله څخه کومک اومرسته غواړي، اوتاسي په جګړه کی له لوی شیطان امریکاڅخه کومک غواړي .
خير ! همداستاسوجنګ ناکامه دئ. دالله جل جلاله په حضور کښي به موږ اوتاسي سره سپينوو . اي دسپينی ماڼي زامنو!
ای دلوئ شیطان زامنو!
تاسی ته دی معلومه وی چي له تاسو څخه به هم په دنيا کښي انتقام اخلو ، اوهم به په آخرت يوم الاخيرکښي .
اي خدايه !!! ته ارحم الراحمين ذات يې پر موږرحم اوخپله پټه مهرباني وکړې ، اوستاددین پردښمنانواودهغوئ پرغلامانو اوزامنوباندی کومک رانصيب کړې.موږستابندګان يو اويوازي له تاڅخه کومک اونصرت طلب کوو. آمين آمين آمين.
میرویس
28.05.2013
هجرانه وروره، اسلام علیکم و رحمت الله وبرکاته
بیله شکه تاسې ډیر ښه او سنجول شوئ، سنسیشلیزم ، یا احساس پارونکې منسوبه وړا ندې کړیده. خو دا ټکئ مو هير کړيدئ، چې دغه نا خوالې چې تاسې ګوته ورته نیولې ده، علت او معلول یې د آسمان نه راو ولویدل، او که طالبانو صاحبانو د القاعدې دعربي ترهګرو له لارې په افغان ملت ور وتپلې دي؟ تاسې دا ۴۲ ټول ملکونه چې د ملګرو ملتونو پوده تنسته جوړوي، لیونیان او سر بادئ بولئ چې زمو ملک ته راغلي دي، او که دوي د هغو ترورستانو پسې راغلي دي، چې زموږ د محترمو طالباو د تروریزم د سرپرستې په برکت یې زموږدخاورې نه په استفاده په پهرنۍ نړي کې جنایتونه وکړل او زموږ ملک یې پرې اشغال کړ. متل دئ چې بد ګرزي، بد به پرزي. طالبانو چې پخپل لستوڼي کې منګري مار ته ځای ورکړ، تر ټولو نه یې اول دوی وچیچل. دغو ترورستو عربو ملا عمراو ټول افغان ملت دوکه، کړل. د ملا محمد عمر آخند د اطلاع نه پرته یې د ۹/۱۱ حملې وکړې، د افغانستان نوم یې بد کړ، د تروریزم ټاپه یې پرې ولګوله او د طالبانو ګټلې پاچاهي یې خاورې ایرې کړه.
د طالبانو جنګ ځکه ناکام دئ، چې دوی د الله جل جلاله د نصرت او تعاون له لارې عدول وکړ، د تروریزم لمن یې ونیوله، د الله جل جلاله دساتیرو ته یې شا واړوله بې ګناه مسلمانان یې قتل کړل، معصوم ماشومان یې دوکه کړل، جنت ته د تګ دروغي وعدې یې ورکړې او داسې ناروا عمل ته یې مجبور کړل چې په اسلام کې د بخشش وړ ندئ. دوی یې خود کشان کړل او ځان یې په دنیا او آخرت الله ته ماخوذه کړ.
طالبان چې د الله د فرامینو سره یې دښمني وکړه، ځان یې د دخپل ملک په خارجي دښمنانو خرڅ کړ، د الله د نصرت او حمایې نه مایوس شول، نویې په تعویذونو باندې د ساده، نالوستو او چندې مسلمانو پښتنو غولول ته ملا وتړله. دروغ یې ورته وویل چې ددوی تعوذونه به ددې سبب شي چې د ښمن یې ونه ویني او په لوی لاس یې د مرګ کومي ته ورواستول چې خپلې ناولې منافع پرې خوندي کړي. آیا تاسې دیته جهاد وایاست او د طتالبانو جنګ کامیاب ګڼئ.
آیا دغه اعمال ددې سزاوار دې چې الله جل جلاله د طالبانو سره مرسته وکړي؟
ورورجانه، لږ خوخپل سر په ګریوان کړئ، او وګورئ چې ستاسې د خولې نه ځه ډول کنځلې چې دیوه چندې مسلمان خاصه نده وزي، او بیا په نورو انتقادونه کوي؟
الله دې موږ ټول په نیکه لاره هدایت کړي.
هجران
04.06.2013
ددطالبانوجنګ خودادئ په سترګووينوچي کامياب دئ ، دادئ و۴۲ ترسپږمو سنبال کفری هیوادونوته يې داسي ماتي ورکړه چي په ټوله نړئ کښي به داسلام دحقوالي دليل وي ،اوپه تاريخ کښي به ديوځلاندستوري په شان وي.
اوددې دريم امپراطورد رانسکورېدووياړاوافتخاربه ومومن اولس ته دالله جل جلاله په فضل اوکرم سره ورنصيب کړي.
میرویس
07.06.2013
ّهجران ورور، اسلام علیم، ورحمت الله و برکاته
هجران وروره، لږ خو سترګې وغړوه، ستاسې پر سترګو د حقایقو ددرک د انکار پردې پرتې دي، وروره، د هاتي [پیل] په غوږ کې بیده یې.
دغسې انتحاري حملې چې طالبان یې کوي، کرۍ ورځ په عراق کې جاري دي.
آیا، طالبانو او د هغوي القاعدې شریکباڼو تر اوسه په کوم ملک کې حکومت نیولئ؟
نه دا چې دوی کوم حکومت نیولئ ندئ، کمزورئ کړئ یې هم ندئ، بلکه برخلاف د هغو ملکونو حکومتونه لا پیاوړي، هوښیار او بیدار شویدي چې د القاعدې پښه ورغلې ده.
په هر ملک کې چې افراطیت سر راپورته کړئ، ملک تباه شوئ، روزمره ژوند، وران شوئ. د افغانستان او پاکستان طالبانو او دغه راز د نورو ملکونو افراطیانو په ټول تاریخ کې دین او دنیا ته د خدمت په عوض غمیزي او انسان وژنې په ارمغان وړې دي.
ښه فکر ورته وکړه چې، خارجي قواوې خو پر ځای پریږده، آیا طالبان د افغان قواوو سره د مخامخ جګړي جوګه دي؟ آیا دوی په دنیا افغان ولس او په آخرت کې د الله دربار ته ملامت ندئ؟
ورورجانه، طالبان نه دنیوي محاذ ګټلئ شي او نه هم اُخروي، ځکه چې دوی د الله د رستګارۍ نه، د خپلو اعالو پر بنا نا راضه شول، او ځان وژني، قتل قتال او عبث وسایلو ته یې پناه یوړه. الله داسې ډلې ته هیڅوخت نصرت نه ور په برخه کوي، چې د الله جل جلاله ددساتیر پر خلاف قد علم وکړي.
الله دې د طالبانو سره موږ ټولو ته عفو وکړي.
په درناوي.
هجران
07.06.2013
نه ستا خبره پرڅه ده ، که خبره دشريعت سي په شريعت کي دکفارسره هرراز دوستي حرامه ده ، اوکه خبره داقتصاداودامن سي نوپه افغانستان کي چي څومره قتل دملکي وګړو يوازي ستاسي له همکارانوثابت سوئ دئ له بل چانه دئ ثابت .
اواقتصادمودننګ اوناموس اووطن په قيمت جوړيږي.
له پاکستانه هيواد ژغوري په صلیب يې پلوری .
همداوطن به دغربیانواودهغه غلامانوګورستان اومقبره وي.
اتل
10.07.2013
هجران وروره، اسلام علیکم
هجران وروره، سترګې د جار شم، دین دې صاف دئ. زه ګمان کوم چې میرویس خان هم همدغه خبره کوي چې په څومره غټه بیه. وروره څوک د خپل ملک اقصاد چې د نوک د لاندې خیري ته ورته دئ،او دا خیرئ ځي او راځي، دننګ، ناموس او وطن په قیمت نه جوړوي.
همدغسې هم لدې سره موافق نه یو چې، د خولۍ په ګټلو پسې سر بایلو، او یا د قدرت پر سرپه جنک کې خپل ملک دومره ټوټه ټوته او ړنګ کړو چې تر ابده یې بیا د اشغالګرانو نه آزاد نګړئ شو، او حتی نور موزیان هم زموږ د نا خیر اندیشۍ او نا لایقۍله امله زموږ په حریم باندې تیري ته سترګې سرې کړي. .
موږ نن سبا د اسلام اوجهاد په پلمه قدرت غواړو اواسلام د یوې ناروا حربې په توګه د ولس پر خلاف استعمالوو، خو له بله پلوه د اسلامي ارشاداتو پر خلاف عمل کوو.
اسلام وايي، داسی اعمال ناروا او حرام دي چې ترګټې یې تاوان زیات وی، اویا ګټه یې خاصه او ضرر یې عام وي. اصلاً موږ د خپل طالباني تحریک له لارې خپلو دښمنانو ته چوپړ کوو، او په بدل کې افغان ولس او ملک ته خیانت کوو.
موږ ته دې الله هدایت وکړي، چې ددې ناکام جنګ مخه ونیسو، او د الله جل جلاله د دساتیرو او خپل ملت سره پر پخلاینه بریالي شو.
آلله مو مل وروره.
قادر خان
18.07.2013
برادران محترم سلام،
هیچ مسلمانی در مقابل اوامر خداوند متعال کوچکترین حرفی نمیتواند که بزند، یعنی ما حق نداریم که برخلاف شریعت چیز بگویم. جهاد در راه خدا بالای هر فرد مسلمان فرض است، با منافقان دوستی و نزدیکی منع است، از دین و کشور دفاع کردن فرض عین است.
اما زیر نام دفاع از دین و مردم، کشتار مردم بیگناه و یران ساختن خانه ها و اماکن عام المنفعه بلکل بر خلاف اوامر و ارشادات الهی و احادیث مبارک پیغمبر اسلام میباشد، و هر کس که از اینگونه اعمال میکند، آنها از اسلام نه، بلکه از شیطان پیروی میکنند.
pattang
19.07.2013
خبرې ښې کوې خو کنې يې کږې کوې !
قادر خانه شرائط فرق کوي او اسلام دوګما ندی !
چې هېواد مې اشغال او په هر کلي کوڅه کې يې صليبيان او
لاسپوڅې وجود لري نو مونږ ته دا امکان نشته چې خپلې ګولۍ
او انفجاري مواد مو الکتروني رهنمايې کړو په هر جنګ کې ملکي
تلفات وي ! خو تاسو دصليانو له خوا زمونږ دملت وژنه نه وينۍ
او په سترګو مو دالر پراته دي !!!!
[quote:8fcb616bc0="قادر خان"]برادران محترم سلام،
هیچ مسلمانی در مقابل اوامر خداوند متعال کوچکترین حرفی نمیتواند که بزند، یعنی ما حق نداریم که برخلاف شریعت چیز بگویم. جهاد در راه خدا بالای هر فرد مسلمان فرض است، با منافقان دوستی و نزدیکی منع است، از دین و کشور دفاع کردن فرض عین است.
اما زیر نام دفاع از دین و مردم، کشتار مردم بیگناه و یران ساختن خانه ها و اماکن عام المنفعه بلکل بر خلاف اوامر و ارشادات الهی و احادیث مبارک پیغمبر اسلام میباشد، و هر کس که از اینگونه اعمال میکند، آنها از اسلام نه، بلکه از شیطان پیروی میکنند.[/quote:8fcb616bc0]
میرویس
24.07.2013
اسلام علیکم، پتنګه وروره ستړئ مشې
د زړګي سره، قادرخان روغه خبره درته کړیده. څوک چې د الله جل جلاله د ارشاداتو او آنحضرت محمد صلی الله علیه وصلم د لارې خلاف او خپل اکثریت ولس د رضا مندۍ نه پرته د جهاد او اسلام تر نامه لاندې قدرت ته د رسیدو په لاره کې د قتلونو مرتکب کیږي، د یتیمانو او یسیرانو نه د هغوی د رضا خلاف د ځان مرګو په توګه استفاده کوي، بې ګناه مسلمانان په عامه معبرونو کې په بمونو کې الوزوي، د خلکو نه په زور او جبر پیسې اخلي، د مسلمانانو په خدمت کې عام المنفعه بنیادي اساسات ورانوي جګړه ماری یې عبث او ناکامه ده.
په اسلام کې چیرې هم داسې ندي ذکر شوی چې که دې دښمن قوی وی، نو ته خود کشي وکړه.
الله دې مل شه.
میرویس
24.07.2013
قادر خانه، اسلام علیکم
ستاسې خبرې د کنځ د منځ خبرې دي، پتنګ صاحب ته مو ښه نصیحت کړیدئ. د طالبانو د جنګ بنسټ کوږ دئ. پر کاږه بنسټ جوړه شوې ودانۍ دوام نه کوي.
الله مو مل شه.