د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

حاجي ظاهر دحاجي قدير زوي دکوم پيغمبر ځوي نه دي

tandar
20.05.2013

اجي ظاهر دحاجي قدير زوي دکوم پيغمبر ځوي نه دي
زه خپله دحاجي قدير په ليکنه دپيښور کميشنري ته او بيا دناپاکستان وزارت داخلي ته دخروجي په خاطر معرفي او په ډيره اساني بهر ته ولاړم
خويو چا چه دملت اوخاوري ته خيانت کړي وي اويا يې کوي په ډيرو شخصي ښو سره يې هم زماوجدان سترګي پري نشي پټولي
حاجي قدير به يو وخت کي له سازنده ، ډومانو، څخه ښايسته هلکان تښتول او لواطت به يې ورسره کولو په همدي علت د ايدز په مرض هم اخته و چه د تداوي لپاره به هرکال جرمني ته تللو
داټول جنګسالاران دي اووه
عطا،فهيم،خليلي،دوستم،مسعود قاچاقبر زمرد، سياف ، مردار شوي بدخشي رباني دپښتنو دښمن اوداسي نور ، نور بايد دملت ويني تويې نه کړي او دافغان ټاټوبي په خرڅون کي وانه چوي
يوه ورځ به محاکمي ته کش کيږي انشاالله
ديوه ازاد هيواد په هيله
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
نجيب الله خليل 20.05.2013 17:39
مخکې له دې چې ليکنه پيل کړم يادونه کوم چې زه دا ليکنه د خپل افغاني احساس له مخې کوم پرته له دې چې چا راته کوم امتياز راکړی وي . د رحمان بابا رح ددې بيت څخه وروسته به خپلې ليکنې ته راشم
هم په هجوه هم په مدحه ښه پوهېږم
ولې نه يم په دا کارو باندې خرسند
د ۲۰۱۲ ز کال د می په دولسمه نېټه د ماليې وزير ډاکټر عمر زاخېلوال په يوه خبرې ناسته کې وويل: په وزارت کې د کارکوونکو په ګمارولو کې له ستونزه سره مخ يم. يو زيات شمېر خلک په ګمرکاتو، مستوفيت او د عوايدو په اداراتو کې د خپلو کسانو په ګمارولو باندې پر موږ زور راوړي. خو موږ د هغوۍ غوښتنې رد کړي دي. (۱)
دا ستونزه يوازې په همدې وزارت کې نه وه بلکې ټول وزارتونه او ادارې په ورته ناروغۍ اخته وی او د وخت په تېرېدو سره خبره دومره زياته شوه چې د کورنيو چارو وزير هم په تنګ شو او په زغرده يې وويل: چې له کله څخه نوموړی وزير شوی دی نو يوازې ۱۵۲۰۰ عريضې ورته د اولسې جرګې د وکيلانو له خوا وړاندې شوي دي چې ورڅخه د مقرريو او د خپلو خلکو د ګمارلو د غوښتلو سربېره د ټکسي امرونه د خلکو د خوشې کولو امرونه هم شامل دی او هيڅ په هيڅ ۳۱ ځلې اولسې جرګې ته غوښتل شوی دی. (۲)
د مالیې وزارت د یو چارواکي له خولې ویل شوي چې په تېر یو نیم کال کې ۱۴۹ وکیلانو د مالیې وزارت ته ۱۷۴۸ عریضې راوړي چې تر ۸۰۰ زیاتې یې د ۳۰ وکیلانو دي. په دغو عریضو کې یوازې ۲۸یې د پراختیایي پروژو د غوښتلو له پاره دي او د ۱۰۰۰ څخه زیاتې یې په ګمرکونو او نورو ځایو کې د مقرریو له پاره دي.(۳)
هو ماليې وزارت هم لکه د کورنيو چارو د وزارت د ستونزو سره مخ وو نو ډاکټر عمر زاخېلوال هم په ورته ډول وويل: د پارلمان يو شمېر وکيلانو په پر ما فشار راوړی دی چې د هغوی خلک په په ګمرکونو کې وګمارل شي. کله چې موږ د قاچاق موټر د پولو په اوږدو کې ونيسو، لومړني خلک چې ما ته زنګ وهي او د دغه موټرو د خلاصون غوښتنه کوي د اولسي جرګې غړي دي. (۴)
خبره د شف،شف څخه ووتله او شفتالو شوه. نو د اولسې جرګې د هغه شمېر وکېلانو د غبرګونو سره مخ شوه چې په سپيڅلتيا ګروهمن نه وو او غوښتل يې چې دواړه وزيران راشي او اولسي جرګې پر وړاندې د هغه وکيلانو نومونه واخلي چې په فساد کې ښکېل دي، تر څو اولس پوه شي چې دوی څوک ټاکلی دی او دوی څوک دي.
د دغه ډول ټکرونو د مخه هم په اولسي جرګه کې دننه پر فساد د اولسې جرګې تر مينځ ناندرۍ روانې وې. عبدالودود پيمان خبريالانو ته وويل چې دوی د اولسې جرګې د هغه استازو نوملړ تيار کړی دی چې په فساد او زورواکۍ کې لاس لري. موږ يو شمېر پېژندلی دي او په اړه يې کره لاسوندونه هم لرو. موږ هغوۍ ته وړانديز کوو چې نور د دغه ډول کړنو څخه لاس واخلي. که زموږ خبره نه اوري نو به يې نومونه اعلان کړو. (۵)
دغه حالت د اولسي جرګې ځيني غړي پکو کړی وو. نورمحمد اکبري په ښکاره ټکو وايي: د اولسې جرګې ارزښت د خلکو پر وړاندې له مينځه تللی دی. که نن موږ چوپ کېږو نو دا ددې مانا لري چې پارلمان نور د خلکو استازولی نه کوو.
د وکيلانو په فساد کې ښکېلتيا ددې لامل شوې چې وکيلان يې هم نور ستړی کړي دي او ددې غوښتونکي دي چې پارلمان لغوه شوه ځکه پارلمان اوس يوازې د پيسو پيدا کولو په يو اداره بدل شوی دی. عبدالرحيم ايوبي وايي: زه له وکيلانو څخه هيله لرم چې نور بس کړي. دا ظلم نور ودروي. موږ ته پرته له دې نور هيڅ هم پاتې نه دي چې د دغه پارلمان دروازه وتړو او نور د ملت له نوم څخه ناوړه ګټه وانخلو. راځئ چې هغه کسان مهار کړو چې د ملت له نوم څخه ناوړه ګټه اخلي او هغوۍ رسوا کړو. (۶)
نور نو پارلمان هغه کور دی چې د پيسو د پيدا کولو په کور بدل شوې ده . يو شمېر زورواکو اولسي جرګه ګرو کړې ده. (۷)
دا چې د اولس استازي څوک دی او د ديموکراسئ اصل څه دی.؟ دا هاغه پوښتنې دي چې زموږ په ټولنه کې يو کلتور پالې زورواکۍ سربېره پکې ټوپکي او کپيتاليستي زورواکي هم ريښي غځولی دی. تر اوسه بې ځوابه پاتې دي.
د ديموکراسۍ د اصل له مخې د اولس استازی هغه څوک چې تر ټولو يې زياتې رايي وړي وي يانې ۵۱٪ يې پوره کړي اوسي. خو زموږ په هېواد کې د اولسمشر قذافي خبره ريښتيا خيژي: داسې خلک چې نه يې څوک پېژني او نه پرې څوک ايمان او باور لري يو ناڅاپه د يوې خوا راپيدا شي او ټاکنو ته ځان کانديد کړي او د رايو ورکونکو په سلو کې ٪۵۱ رايې خپلې کړي خو په پايله کې د يموکراسۍ په يو درواغجن لباس کې په يوه ديکتاتوري حکومت تماميږي. ځکه چې په سلو کې ٪۴۹ رايه ورکونکي له نا چارۍ نه د هغه حکومتي عواملو د فرمان لاندې راځي چې دوۍ ورته رايه نده ورکړې.(۸)
دلته خبره له دې هم پورته ده. زه د پارسي په استلا مشت نمونه خروار رااخلم او د هغه شپږ وکيلانوله ډلې چې داکتر عمر زاخېلوال يې نومونه يې اخيستي دي يوازې حاجي ظاهر قدير اولسي استازولي څېړو.
د ننګرهار نفوس په متوسط ډول د بېلا بېلو سرچېنو له مخې ۱۴۳۶۹۵۰٫۸ تنه دی. (۹، ۱۰، ۱۱، ۱۲، ۱۳) چې په پارلماني ټاکنو کې يوازې ۲۹۱۴۹۹ تنو خپله رايه (۱۴) ۱۶۰ کاندېدانو ته ورکړې ده. (۱۵) چې پدې کې د ټولو برياليو شوو کانديدانو رايي ۱۰۰۴۱۰ رايې وړي دي چې پدې رايو کې حاجي ظاهر قدير يوازې ۱۰۲۶۸ رايي وړي دي چې د ننګرهار د نفوس په نظر کې نيولو سره يې د ټول نفوس ٪ ۰،۷۴ رايي اخيستي دي يانې نوموړی په اولسي جرګه کې د څه کم يو کس استازولی کوي چې د خپل ځان يې هم په اولسې جرګې کې ډېر دي. (۱۶)
اوس دې اولس پرېکړه وکړي چې ښاغلی حاجي ظاهر قدير ته د ديموکراسۍ د اصولو په نظر کې نيولو سره د اولس استازی ويلای شو؟
دا چې ډاکټر عمر زاخېلوال يو داسې جهاد پيل کړ چې هم د د اسلام اصل دی او هم د ديموکراسۍ غوښتنه ده. بده نه وي که ووايو چې عمر زاخېلوال د دغې مبارزي مخکښ او سالار شو. دا هم په اسلام کې اوهم په ديموکراسۍ کې ستر جهاد دی چې د ظالم د مخ څخه پرده پورته کړې.
ځکه د اسلام اصل دی چې اتل او مجاهد هاغه څوک دی چې د ظالم پر وړاندې ظالم ته ظالم ووايي. داکټر عمر زاخېلوال هغه څه وکړل چې د ټول اولس هېله وه چې يو څوک پيدا شي او په زغرده غل ته غل ووايي. نن ډاکټر عمر زاخېلوال يو داسې ظالم ته چې کلونه ، کلونه يې د ننګرهاريانو په مرۍ خوله ښخه کړې وه ظالم وويلې.
يو شمېر خلک اوس هم شته چې په ډاکترعمر زاخېلوال باندې نيوکی کوي . خو دوی بېچاره ګان پدې نه پوهيږي چې ډاکټر زاخېلوال څه وکړل دا يو ستره کارنامه وه.
که چېرته حاجي طاهر قدير خبرو ته غوږ ونيول شي نو پرته له دې چې په ښکنځلو او سپکو ولاړې دي نور څه نه دي. په اولسي جرګه کې يې هيلۍ ارشاد هم وګواښله. له دې سربېره يې ټول وکيلان چې پارلمان ته راغلی دي پدې تورن کړل چې دوی پارلمان ته د پيسو د پيدا کولو لپاره راغلی دي. او بله ښه خبره دا وشوه چې نوموړي په خپله خوله اقرار وکړ چې ۳۶۵ ميليونه ډالر پانګه لري او هره مياشت د ۳۰۰۰۰۰ څخه تر ۴۰۰۰۰۰ زرو ډالرو پورې لګښت لري .
پوښتنه دا ده چې نوموړی دا روپۍ د کومه کړې؟ ايا په ريښتيا هم نوموړی د جبارخېلو خان دي؟
زه په پېښور کې په ۲۰۰۵ ز کال کې د جبارخېلو د قومي مشر ظاهر جبارخېل مېلمه وم په خبرو خبرو کې مو د حاجي قدير د کورنۍ پورې خبره ياده شوه نو نوموړي د يو سوړ اسويلي وروسته يو تاريخي پېښې ته اشاره وکړه چې انګريز او افغان جنګ پر مهال پېښه شوه او د ظاهر قدير نيکه چې ارسلا نوميده او په حصارک کې د لاټي په نوم مشهور وو انګريز لښکرو سره مرسته کړې وه چې په لته کې د مجاهدينو د کمين څخه بچ شي. چې بيا د جبارخېلو قوم د ارسلا پسې راپورته شول او د هغه مينه او کلا يې وسوځوله او ارسلا ته انګريزانو په سرخرود کې زمکه ورکړه او له هماغه وخته تر ننه پورې په سرخرود کې اوسي. (۱۷)
کله چې د پارلمان لپاره ټاکنې وشوې او په ټاکنو کې په پراخه کچه درغلۍ وشوې نو کرزي نه غوښتل چې د پارلمان پرانيسته وکړي. خو نوموړي ظاهر قدير هر څه په خپل واک کې واخيستل تر هغي چې کرزي يې اړ کړ چې پارلمان پرانيزي. ظاهر قدير دا هر څه د ايران د سفارت په سپارښتنه او د داکټر عبدالله عبدالله په ملاتړ کول ان تردې چې خپل ۱۵۰ لنډغر يې د پارلمان ګردچاپېره واچول او پارلمان ېې محاصره کړ. (۱۸)
نو نوموړي هغه تاريخي ګوډاکيتوب وکړ چې خپل اصليت يې څرګند کړ او هغه پارلمان يې په زور په کرزي پرانيسته چې په درغليو او مرداريو ورته زياتره وکيلان راغلي وو. د دغه پرانيستنې زور پښتنو ته ورغی او پښتون پکې مظلوم اقليت شو. نو هغه کسان چې ظاهر ته د پښتون ټکی کاروي لږ بايد د تاريخي شواهدو او لاسوندونو څخه هم ځان خبر کړي.
بيا نوموړی په ښکاره ټکو د لوي څارنوالۍ له خوا د مخدره موادو په قاچاق تورن شو چې کرزي په هماغه پير کې لويه تېروتنه د پښتون په نوم وکړه او د حاجي دين محمد په مينځګړيتوب يې د ظاهر قدير دوسيه وتړله. (۱۹)
خبره پر دي ځای ونه درېدله او ظاهر قدير د پيسو د لاسته راوړلو لپاره په شېطانت لاس پورې کړ او د پارلمان رازونه يې د پيسو په مقابل کې بېرون ويستل چې ښه بېلګه يې دا ده، مخکې له دې چې وزيران استېحضاح شي، مخکې له مخکې اړونده وزيرانو ته د ټيلفون له لارې د هغه وکيلانو نومونه ورکړل شوي چې د استېحضاح غوښتنه يې کوله. (۲۰)
دا خو يې د افغانستان په پارلمان کې هغه کړنې وې چې تاريخ به يې په تور ليک وليکي. اوس به راشو هغه بېلګو چې نوموړي په ننګرهار کې څه کړي.
زه يې د نورې کورنۍ د ژوند او حال څخه تېريږم، په هغې ټول ننګرهار خبر دی چې څوک څوک دي او څه يې وکړل؟
ظاهر قدير ېو ورور جمال قدير نوميږي او دا مهال په ننګرهار کې د ولايتي شورا غړی دی. جمال قدير په پکستان کې د غلو يو ډله درلوده چې مشري يې دده پر غاړه وه. نوموړې ډلې په بورډ، حيات اباد او ناصرباغ کې وژني، غلاوي او هر ډول سپک کارونه تر سره کړي دي. که څوک پرې شک ګڼي نو په بورډ بازار کې د جمال قدير پوښتنه وکړي چې خلک يې په اړه څه وايي.
جمال د ننګرهار ولايتي شورا ته د بريالی کېدو د لومړۍ ورځې راپرديخوا د ننګرهار حال ورځ تر بلې خرابيږي . وسلوالی ډلی په ښار کې پيدا شوې، ښار بېرته چټل شو. زورواکي په کې اوج ته رسېدلی ده او د غلو يو ډله لري چي ټولو پانګوال يې ترهولي دي او د جلال اباد په ښار کې په زياتره جنايي جرمونو کې لاس لري. که کوم شرکت د دوی له امر يا باج څخه سرغړاوی وکړي نو بيا يې سزا د ټوپک په ژبه ده. د جمال د نيولو حکمو څو ځلې وشو خو دا چې وسله او زورلري نو لا تراوسه ازاد ګرځي او د جمال د دغه بې سريو په اړه اولسي جرګه هم خبره ده. (۲۱، ۲۲)
حاجي ظاهر قدير دننه په پارلمان کې بدمعاشي او ورور يې جمال د پارلمان څخه دباندي بدمعاشي کوي او خلک ځوروي چې موده مخکې يې د پوليس د وهلو ويډيو ټولو خلکو وليده. (۲۳) جمال قدير او ظاهر قدير په ګډه د ننګرهار د خلکو په زرګونو جريبه زمکې غصب کړي دي چې دا زمکې د سرخرود د باولۍ په دښته کې دی چې اوس پرې د قدير ښارګوټي په نوم ښارګوټي جوړوي. دوی د باولۍ له دښتې سربېره د خلکو املاک شوی او کرنيزه زمکې هم په زور سره لاندې کړي دي چې د مشرانو د جرګي غړي ډاکټر زابلي هم د دغه شکايتونو د اورېدلو لپاره ننګرهار ته راغلی وو مګر درک يې ونه لګېده. (۲۴) چې د ننګرهار مظلومو خلکو د دغه دوو زورواکانو پر خلاف لاريون هم وکړ (۲۵، ۲۶) لاريون کوونکو په زغرده د ظاهر قدير، جمال قدير، عبدالقادر قدير او د دوي د دلال ابرارالله مراد نومونه اخيستل. خونه دا چې دې مظلومانو ته حق ورنکړل شو بلکې هغه خلک چې پدې لاريون کې يې ګډون کړی وو د مرګې تر کچې وګواښل شو او بې عزته شول.
نو دا چې داکتر عمر زاخېلوال يوازې د خپل مسؤليت له مخې نوموړی د اوړو په قاچاق تورن کړ . خو زموږ د اولس خداي اوريدلي وو چې ظاهر قدير خدای دومره وشرماوه چې په خپل ځان يې دا ګواهي ورکړه چې نوموړی ۳۶۵ ميليونه ډالر لري. خو دا يې ونه ويل چې نوموړی دا پيسې د کوم ځای څخه پيدا کړي دي. زما د ټولو هېوادوالو څخه هيله ده چې هيڅکله د هغه کس ملاتړ پدې نامه مه کوئ چې پښتون دی. تاسې وګورۍ چې نوموړي پښتون د بل هر چا څخه زیات د ننګرهاريانو په مرۍ غاښونه خښ کړی دي.

۱: زاخيلوال: در استخدام کارمندان با فشار مواجه هستم
http://www.pajhwok.com/
۲: د کورنیو چارو وزارت کې لاسوهنه د اندېښنې وړ ده
http://www.bbc.co.uk/pashto/afghanistan/2013/04/130422_hh-parliament-corruption.shtml
۳: د مالیې وزیر او د ولسي جرګې د ځینو غړو ترمنځ څه خبره ده؟
http://www.taand.com
۴: عمر زاخیلوال :برخی اعضای ولسی جرگه در قاچاق مواد مخدر و نوشیدنی های الکولی دست دارند

http://www.yadgarafghan.com/da/news/politics/2013-05-08-03-59-08.html
۵: هشتاد فیصد وکلای ولسی جرگه آغشته به فساد اند
http://www.dailyafghanistan.com/national_detail.php?post_id=127430
۶: وكلا: ولسي جرگه به مركز فساد و معاملات مبدل شده است
http://da.azadiradio.org/content/article/24951318.html
۷: استعفای دسته جمعی نمایندگان؛ طرح "لایحه تضاد منافع" برای برخورد با فساد در ولسی جرگه
http://www.afghanirca.com/newsIn.php?id=13858
۸: القذافي معمر شين کتاب لومړې فصل د ديموکراسۍ د مشکل حل ۴ ام مخ، دار الکتب الوطنيه بنغازي ۱۳۷۰
د دعوت خپرونې د مسول ښاغلي طارق بزګر نه مننه چې دا کتاب يې راته ډالۍ کړی دی.
۹: د ننګرهار نفوس ۱۳۳۴۰۰۰ تنه ښودل شوی دی.
http://en.wikipedia.org/wiki/Nangarhar_Province
۱۰: ننګرهار نفوس ۱۵۲۰۱۰۰ تنه ښودل شوی دی. http://afghanistanelectiondata.org/election/2009/province/6?order=population&sort=asc د
۱۱: د ننګرهار نفوس ۱۴۸۸۱۴۰ تنه ښودل شوی دی.
http://www.transparent.com/pashto/the-province-of-nangarhar/
۱۲: د ننګرهار نفوس ۱۳۴۲۵۱۴ تنه ښودل شوی دی.
http://foodsecurityatlas.org/afg/country/provincial-Profile/Nangarhar
۱۳: د ننګرهار نفوس ۱۵۰۰۰۰۰ تنه ښودل شوی دی.
http://www.facebook.com/group.php?gid=55117932108
۱۴: د ټاکنو خپلواک کميسون
http://www.iec.org.af/results_10/pdf/nangarhar.pdf
۱۵:د ټاکنو خپلواک کميسون
http://www.iec.org.af/pdf/final/english/nangerhar.pdf
۱۶:د ټاکنو خپلواک کميسون
http://www.iec.org.af/results_10/pdf/nangarhar.pdf
۱۷: زه د ظاهر جبارخېل کره په ۲۰۰۵ کال د اګست په مېلمه وم. چې د نوموړي د خبرو وروسته راته دا درک هم ولګېده چې دا ټوله پېښه په طلا درمس کتاب کې هم راغلی ده.
۱۸: د ظاهر قدير ۱۵۰ کسانو پارلمان محاصره کړی دی
http://kabulpress.org/my/spip.php?article71240
۱۹: از اتهام بر خانواده‌ی رئیس جمهوری تا اتهام بر "ظاهر قدیر"
http://jawedan.com/index.php/1389-03-26-19-12-2/4021-charge-of-the-presidents-family-to-appear-on-charges-of-mighty
۲۰: ظاهر قدیر مانع استیضاح مقامات امنیتی حکومت شده است
http://da.azadiradio.org/content/article/24656134.html
۲۱: تلاش های لوی سارنوالی و وزارت داخله برای دستگیری جمال قدیر عضو شورای ولایتی ننگرهار
http://bokhdinews.af
۲۲: نگرانی شماری از نمایندگان ولسی جرگه از وضعیت جمال قدیر
http://bokhdinews.af
۲۳: ظاهر قدیر در پارلمان زور می گوید برادرش در بیرون!
http://www.afghanpaper.com/nbody.php?id=44365
۲۴: زابلی: در مورد غصب زمین از سوی ظاهر قدیر تحقیق می کنیم
http://www.afgjawanan.ca/
۲۵: حاجي ظاهر قدیر او ورور يې زموږ د ځمکو ستونزه نه راحلوي"
http://pa.azadiradio.org/content/article/24959046.html


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more