د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د پاکستاني او افغان طالبانو لارې دوې دي

میرویس
20.05.2013

قدر منو لوستونکو، اسلام علیکم
دپاکستاني طالبانو دا تشې ادعاګاني چې ګواکي دوی د ملا محمد عمر آخند پیروان دي، هسې اوتې بوتې دي. په خوله یوه او په زړه کې بله، نن سبا د طالبانو مشخصه ګرزیدلې ده.
که واقعاً پاکستاني طالبان ځان د ملا محمد عمر پیروان بولي، نو بیا یې ولې په عمل کې نه ثابتوي.خو حقیقت دادئ چې هغوی د خپلې ادعا تضاد په عمل کې ثابت کړي دي.
د افغانستان طالبانو وړمه هفته اعلان وکړ چې دوی به نه یوازې د پولیو د واکسین ملاتړ وکړي، بلکه دواکسیناسیون د عملي کیدو په چار کې به د واکسیناتورانو سره مرسته هم وکړي. خو د پاکستان طالبان بیا د پولیو په وکسیناتورانو ډزې کوي او وژني یې. دوی په کراتو مراتو دا کار کړي دئ او دا یې وروستۍ بیلګه ده.
دا لاندې مضمون روهي خپور کړیدئ:

=======
باجوړ کې د واکسيناسيون پر کمپاين بريد شوی

وسله والو د پښتونخوا په باجوړ کې، د ماشومانو لپاره د واکسيناسيون د کمپاين د پيل پر لومړۍ ورځ، وسلوال بريد کړی.
په دغه بريد کې یو پوليس وژل شوی خو ډاکټرانو او نورو روغتياپالو ته زيان نه دی رسيدلی. دا څرګنده نه ده، چې تر دغه بريد وروسته به د واکسين د ورکړې پروسه ودرول شي او که به ادامه ورکړل شي.
دا لومړی ځل نه دی، چې په پښتونخوا او پاکستان کې د واکسين د تطبيق پر پروژه باندې بريدونه تر سره کيږي.
پاکستاني طالبان او ځینې نورې اسلامپالې ډلې وايي، چې د واکسين د ورکړې د پروسې په پلمه، په سيمه کې د امريکا او نورو بهرنيانو لخوا د جاسوسۍ چارې تر سره کيږي.

سپينتمان


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more