د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

زاخېلوال اوشپږ غله!

larghonay laraway
18.05.2013

زاخېلوال ښه کار وکړ که بد چې شپږ غله يې رسوا کړل؟
په لوی څارنوال دا باور لرئ چې د شپږو غلو دوسيې به سمې وڅېړي؟
د شورا شپږ متهم غله به بريالي شي که زاخېلوال؟
د شورا يو شمېر غړي، يو شمېر راډيوګانې او نور مبصرين ولې د شپږو غلو پلوي کوي؟


Re: زاخېلوال اوشپږ غله!

pattang
18.05.2013

[quote:07c71900b6="larghonay laraway"]زاخېلوال ښه کار وکړ که بد چې شپږ غله يې رسوا کړل؟
په لوی څارنوال دا باور لرئ چې د شپږو غلو دوسيې به سمې وڅېړي؟
د شورا شپږ متهم غله به بريالي شي که زاخېلوال؟
د شورا يو شمېر غړي، يو شمېر راډيوګانې او نور مبصرين ولې د شپږو غلو پلوي کوي؟[/quote:07c71900b6]

څکه چې ټولي ې غله دي !


Samsor Afghan
19.05.2013

زاخیلوال داخبری له خپلی ګیډی نه دی کړی

د ده پسی ټول ریاست جمهوری ولاړه وه او ده دا کرزی د حکومت د نوی ستراتیژی یوه برخه ده چی اصلاحات به په هره برخه کی راولی.

دا پارلمان هیڅ وکیل نشی کولی چی له ټول حکومت سره وجنګیژی په هماغه ورځ چی وزیر صاحب خبری کولی ددوی څیری افغان ولس وپیژندلی او دوی سخت وشرمیدل.

داهسی قیصی دی اوس دا غله غواړی چی ټر په پر پټ کړی تر څو حد اقل خلکو ته د کتو لاره پیدا کړی که دا ونه کړی ولا که یی له کوره هم بیا را وباسی نو ځکه اوس هسی چیغی وهی او ځان پاک پاک کوی.

زه ډير خوشحال یم چی داسی اصلاحات نور هم راشی دا ځل خو یی ۶ نفره رسوا کړل خو بل ځل چی هر وزیر ور غوښتل کیژی هیله لرم چی ټول رسوا کړی.

د پارلمان حیثیت په د دوره کی د بی شخصیتو غلو سخت د پښو لاندی کړی له الله پاک نه ټولو هغو وکیلانو ته رسوایی غواړم چی په پیسو پارلمان ته راغلی او خپل سوداګری مخ کی بیایی.

په درناوی


larghonay laraway
20.05.2013

که رښتيا هم دا د حکومت ستراتيژي وي نو د پارلمان رسوا شوي غله ولې نه محاکمه کوي؟
دا خو څه اوسني غله نه دي.
حاجي ظاهر قدير له هيرويينو سره نيول شوی ؤ خو کرزي خوشې کړ ځکه چې ورسره شريک دی.
دا خبره په خپله لوی څارنوال الکو وکړه. او هغه وخت يې وکړه چې کرزي غوښتل له پارلمان نه يو شمېر ناقانونه غړي اوباسي خو ظاهر قدير يې مخالفت کې ولاړ ؤ نو لوی څارنوال وويل چې ظاهر قدير په څارنوالۍ کې قضيه لري.
که کرزی په هره غلا کې ونډه نه لري نو ولې يې نه محاکموي؟

خو ښه يې ويلي چې:
ښه ياري د غلو وه چې په وېش راغله تالاشوه


حمید هڅــاند
20.05.2013

[color=darkblue:c2276af573]
سلامونه

یو انځور مې ولید چې ظاهر قدیر د مالیې وزیر ته پګړۍ پرسره کوله. انځور پخوانی ؤ خو کیسه یې راته نوې وه!. زما سره پوښتنه پیدا شوه چې د ماليې وزیر خو پخوا هم د دوئ فساد نه هرو-مرو خبر ؤ، ولي یې پخوا نه رسوال کول؟

بله خبره داده چې هغه ورځ کوم کس رادیو کې غږېدی، کارپوه ؤ که شناند، ټینګار یې کاوی چې د زاخیلوال کار د اولس او دولت ترمینځ د اعتماد فضا له منیځه وړي، ځکه خو منطقي نه ؤ او دلیل یې دا ورکړ چې دا خلک بې له هغې نه شي محاکمه کېدای. نو یاره دا اعتماد په بلا ووهه چې په شتون کې به یې زموږ د اولس وینې د غلو له خوا زبېښل کېږي. عجیب خلک دي!.
[/color:c2276af573]

درنښت


tandar
20.05.2013

دننګرهار دقولي اردوټانکونه څه شول ؟
چاکباړ کړل اوپه چايې خرڅ کړل ؟
سترګي په غلو اوملي خيانت مه پټوي دحساب ورځ راتلونکي ده خو يو واقعي مردمي دولت ته اړتيا ده او انشاالله راتلونکي دي
يووخت کي جلال اباد نوم تړون ښار شوي و
نو داکرزي لالا او دا دعبدالحق ٤ لاري اوايراني نومونه ، دجنګسالارانو خيزکي راته موقت داوبو په سر ځګ ښکاري
ديو ازاد هيواد په هيله


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more