د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

مريکايي پوځي د قندهار په پنجوايي کې ١٧ ملکیان وژلي

هجران
18.05.2013

http://www.payam-aftab.com/pa/news/4838/%D8%A7%D9%85%D8%B1%D9%8A%DA%A9%D8%A7%D9%8A%D9%8A-%D9%BE%D9%88%DA%81%D9%8A-%D8%AF-%D9%82%D9%86%D8%AF%D9%87%D8%A7%D8%B1-%D9%BE%D9%87-%D9%BE%D9%86%D8%AC%D9%88%D8%A7%D9%8A%D9%8A-%DA%A9%DB%90-%D9%A1%D9%A7-%D9%85%D9%84%DA%A9%DB%8C%D8%A7%D9%86-%D9%88%DA%98%D9%84%D9%8A

امريکايي پوځي د قندهار په پنجوايي کې ١٧ ملکیان وژلي

د پژواک خبري آژانس د راپور له مخې د افغانستان د جنوب کندهار د ولايتي شورا يو غړى وايي چې په پنجوايي کې د امريکايي پوځي په ډزو کې ١٧ بې ګناه ملکیان وژل شوي پنځه نور ټپيان د ي.
کد خبر: ۴۸۳۸
تاریخ انتشار: ۱۳۹۰/۱۲/۲۱ - ۱۵:۱۲
تعداد بازدید: ۷۸۷

د پژواک خبري آژانس د راپور له مخې د افغانستان د جنوب کندهار د ولايتي شورا يو غړى وايي چې په پنجوايي کې د امريکايي پوځي په ډزو کې ١٧ بې ګناه ملکیان وژل شوي پنځه نور ټپيان د ي.
دغه پېښه نن سهار وخته د پنجوايي ولسوالۍ د زنګاباد سيمې د بلندي پول په سيمه کې رامنځته شوې ده.
د قندهار د ولايتي شورا غړي او د پنجوايي ولسوالۍ اوسېدونکي او قومي مشر حاجي اغا لالي وويل چې د سيمې اوسېدونکو ورته خبر ورکړى، چې په دې پېښه کې ١٧ ملکیان او پنځه نور ټپيان د ي.
اغالالى وايي امريکايي پوځي پر څلورو بېلا بېلو کورونو ډزې کړې چې د څلور کيلو مترو په واټن کې پراته ؤ، او دا کار ديوه امريکايي پوځي لخوا نه ده شوې او کېداى شي يوه لويه ډله په دې کې برخه اخيستې وه.
له دې مخکې د کندهار والي توريالي ويسا پژواک اژانس ته وويل، چې دا پېښه نن سهار په پنجوايي ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې د ايساف يو امريکايى پوځي له خپل مرکز څخه راوتلى او پر عامو وګړو يې ډزې کړې او مرګ ژوبله يې ورته اړولې ده.
توريالي ويسا په دې پېښه کې د وژل شوو کسانو کره شمېره و نه ښوده، خو زياته يې کړه چې سيمې ته يې د پلټنو لپاره يو پلاوى لېږلى دى.
بلخوا په کابل کې دايساف مطبوعاتي دفتر وايي ، هغه امريکايى عسکر يې نيولى، چې په کندهار ولايت کې يې پر يو شمېر ملکي افغانانو ډزې کړې او هغو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.


pattang
18.05.2013

اوس نه پوهيږم چې ،اتل ، ميرويس ، مسافر او نوريې په
دي کې څه وايې ، خو پټه خوله به يې ملي خيانت او جنايت
وې !


پتوال
18.05.2013

د شهیدانو دې روح ښاد او نوم دې ژوندی وي!
د اینکیانو له جملې څخه داسې توظیف شوي لیونیان وخت ناوخت وخت په خپل وار راوځي او په بیګناه ملکي خلکو، سپینسرو اوسپینږیرو وګړو، تنکیو ځوانانو او وړو ماشومانو ، زوړ او ځوان ټولو ډزې کوي او دخپل شتون د غځولو له پاره پرې زمینه او پلمې برابروي!
افغانان باید ټول سره لاسونه ورکړي، په طالب او غیرطالب ونه ویشل شي ټول سره یو موټي شي او د خپل هیواد د آزادۍ او ملي خپلواکۍ
په دوښمنانو اشغالګرو له هر لوري راتوي شي ورځ پرې شپه او شپه پرې دوزخ کړي. د افغانانو د هیواد د آزادۍ جهاد زمونږ ملی او اسلامی انقلاب دی او د الله سبحانه و تعالی په مرسته بری د سر لوړو افغانانو او ماتې د سپین مخو او تورمخو پنجابیانو په برخه ده .


هجران
18.05.2013

السلام علیکم پتوال صاحب دیرحیران سوم ستاپه لیکنه کښي دبنجابیان په نوم څه یادیږی داڅوک اوڅه وايي ؟په مینه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more