د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

دکابل ځانمرګې برید او د حزب اسلامي

Hashmat Kahn
17.05.2013

ګرانو لوستونکو!
یو ځل بیا پرون په کابل کې حزب اسلامي خپل ضعیف النفسه او غیر انساني کړني د ملکی وګړو په وړاندي وښود او د ځانمرګی برید پړه یې په هسکه غاړه ومنله. ددو وحشیانه ځانمرګي برید له کبله یو شمیر عام او بي ګناه وګړي چې ښځي، نارینه، اوهغه ماشومان چې ښونځیوته روان وه شهیدان او ټپیان شول. دا یوازي په دي فورم کې دهغو کسانو لپاره یوه يادآونه ده چې وایې حزب اسلامي او طالبان په افغانستان کې جهاد کوي. آیا همدا لار حزب اسلامي او طالبانو د جهاد لپاره ټاکلې ده؟
په درنښت
حشمت
دامریکا د متحده ایالاتودعمومي قوماندانی دبریښنایې خبرواترو تیم
www.centcom.mil


tandar
17.05.2013

مونږ چه اوريدلي زيات اشغالګر هم مردار شوي
د cia او isi لاسونه دافغان په وينو سره دي


Re: دکابل ځانمرګې برید او د حزب اسلامي

pattang
17.05.2013

رزيله ته هم لاخبرې کوې دا وګوره چې ستا بادارانو
څه کړي دي ! ايا زمونږ وېرېږي !!

http://www.youtube.com/watch?v=TWPDZhgISdw

[quote:2ce868e40a="Hashmat Kahn"]ګرانو لوستونکو!
یو ځل بیا پرون په کابل کې حزب اسلامي خپل ضعیف النفسه او غیر انساني کړني د ملکی وګړو په وړاندي وښود او د ځانمرګی برید پړه یې په هسکه غاړه ومنله. ددو وحشیانه ځانمرګي برید له کبله یو شمیر عام او بي ګناه وګړي چې ښځي، نارینه، اوهغه ماشومان چې ښونځیوته روان وه شهیدان او ټپیان شول. دا یوازي په دي فورم کې دهغو کسانو لپاره یوه يادآونه ده چې وایې حزب اسلامي او طالبان په افغانستان کې جهاد کوي. آیا همدا لار حزب اسلامي او طالبانو د جهاد لپاره ټاکلې ده؟
په درنښت
حشمت
دامریکا د متحده ایالاتودعمومي قوماندانی دبریښنایې خبرواترو تیم
www.centcom.mil[/quote:2ce868e40a]


Samsor Afghan
19.05.2013

پتنګه الله د انصاف درکړی

په د پیښه کی ډیر افغانان ووژل شول او سخت په بی غیرتی سره که حزب اسلامی یا طالبان غیرت لری هیچا یی مخه نه ده نیولی ور د شی د امریکایانو کمپ ته او ټول د له یوی خوا مردار کړی چی زمونژ هم زړه پری یخ شی.
او اصلا قیصه ډیره غټه ده دا کار یی یو وړوکی مثال دی او بس.
نه غواړم بحث پری وکړم.

په درناوی


پتنګه!

Hashmat Kahn
20.05.2013

بیا هم دلته کولی شم چې هر څه درته ولیکم.خو زه ادب لرم مور او پلار لرم د کوڅې سړي نه یم. لومړی ادب زده کړه بیا لیکل کوه.

په درنښت
حشمت
دامریکا د متحده ایالاتودعمومي قوماندانی دبریښنایې خبرواتروغړي
www.centcom.mil


Re: پتنګه!

pattang
20.05.2013

مور او پلار به لرې خو ادب نلرې که اخلاق او ادب دې
لرلی نو ديوې ظالمې اشغالګرې اردو چې هدف يې
دمسلمانانو وژنه او رټنه دي ، مخبري نه کوله ته نه
شرمېږې چې زمونږ د قاطلانولپاره په ټول افغان کې
پروپاګنده کوې ! اوداهم دتعجب خبره ده چې دپاڼې
مسئولين د غړيتوب نه بندوي !!!1

[quote:77f5742f46="Hashmat Kahn"]بیا هم دلته کولی شم چې هر څه درته ولیکم.خو زه ادب لرم مور او پلار لرم د کوڅې سړي نه یم. لومړی ادب زده کړه بیا لیکل کوه.

په درنښت
حشمت
دامریکا د متحده ایالاتودعمومي قوماندانی دبریښنایې خبرواتروغړي
www.centcom.mil[/quote:77f5742f46]


Re: پتنګه!

tandar
20.05.2013

دانورهم دغواګانو په غويجل نه دي پيداشوي ټول افغاني غرور اوشخصيت لري
خو دچا غلامي نه مني خپل ملي ناموس په کلدارو تومنو ، روبلو اوډالرو نه خرڅوي
ستا لانديني اظهار په خپله د يوه جهاني تروريست usa سره دمستقيمي همکاري اعتراف دي

[color=red:8ae549a590] دامریکا د متحده ایالاتودعمومي قوماندانی دبریښنایې خبرواترو تیم
دامریکا د متحده ایالاتودعمومي قوماندانی دبریښنایې خبرواتروغړي [/color:8ae549a590]
له لوي خدايه درته دوطن دازادي اودخپل ملت سره پاکه مينه غوښتونکي يم
په ډيرعذت
د cia او isi لاسونه دافغان په وينو رنګ دي

[quote:8ae549a590="Hashmat Kahn"]بیا هم دلته کولی شم چې هر څه درته ولیکم.خو زه ادب لرم مور او پلار لرم د کوڅې سړي نه یم. لومړی ادب زده کړه بیا لیکل کوه.

په درنښت
حشمت
دامریکا د متحده ایالاتودعمومي قوماندانی دبریښنایې خبرواتروغړي
www.centcom.mil[/quote:8ae549a590]


پتوال
22.05.2013

تسلیم چې امریکا ته شي نوکر دی دشیطان
........................................ هغه نه مسلمان دی ، نه پښتون دی نه افغان

پښتو چې څوک لري او دده زړه د ایمان کور وي
............................. یو خدای ته به تسلیم وي نور به دی په هرچا زور وي

ټلواله شمالي که لوړ مامور وي ددولت
.................................. نفرین په دوی لعنت په دوی چې کړي ملي خیانت

طالب چې نه ملا شي نه ملا سیاستوال
.................................... انسان به ترې جوړ نګړې نه په قیل او نه په قال

چې پوه شي د ملت او د خپل وخت په تقاضا
............................................ په دې سره عالی او په اسلام سره اعلی !

نو هله به لایق د رهبرۍ شي طالبان
........................................... چې نه کړي انتحار نه غلامی د پاکستان !


Samsor Afghan
23.05.2013

پتوال صاحب
شعر باندی د ډیر وخت تیر کړی الله د نور هم شاعر کړه

خو زما د په شعر بعضی پیغامونه خوښ نه شوو

طالب چی بیخی له پاکستان نه لاس هم واخلی بیا هم د سیاست لایق نه دی

طالب د حکومت د پاره نه دی او نه حکومت د طالب د پاره.

په درناوی


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more