د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

دغلامانورقابت

میرویس
16.05.2013

قدرمنو خویندو او وروڼو، اسلام علیکم
آخر خو حزب اسلامي او د افغانستان اسلامي امارت دواړه افغانان دي، افغاني غیرت، همت، غرور، پت، عزت، پښتونولي او ننګ لري. دغه دواړه ډلې چې شام مدام يې لاسونه د بې ګناه افغانانو په وینو سره دي، ولې او د چا دپاره افغانستان ورانوي او افغانان وژني؟

ړانده، کاڼه د اوسط او دهغه نه د راښکته کچې د پوهې خاوندان پدې پوهیږي چې دغه دواړه ډلې دافغان وژنې ددومره لویو منسوبو د طرحې اوعملي کولو لګښتونه د ځپلو ګډوو او یا هم ځانګړو بادارانو نه اخلي او د هغوی قاتلانه، غیراسلامي او د افغانستان د ارضي تمامیت په خطر کې اچولو او افغان وژنې اهداف پوره کوي

دغه دواړه ډلې په افغان وژنه کې رقابت کوي چې د خپلو خارجي بادارانو د سخا او ترحم توجه د ځان خواته ورواړوي. طالبان پدې کار کې د حکمتیار د حزب اسلامي نه مخکې دي، ځکه چې طالبان د کلیو نا لوستي، ساده ګان، خوش باوره، د اسلامي او متداولو علومو نه بې خبره خلک دي او د ژوند د مزو او چړچو نه هم نا خبره دي او د ژوند کولو په مفهوم هم چندان نه پوهیږي.د طالبانو مشران په ډېره آسانۍ خپل شده ګان د خپلو بادارانو په خدمت کې د یوه ابزار په توګه استعمالولئ شي
خو د حکمتیار اسلامي حزب چې پیروان یې لوستي، زرنګ، د ژوند په خوند
پوه سیاسیون دي د حکمتیار او یا د اسلامي حزب د پاره ځان نه قرباني کوي. هغوی هم حکمتیار غوندې د مالي ګټو وټو غلامان دي، په ځان مرګي حملو، او داسې کاراواییو کې برخه نه اخلي چې دوی ته د مرګ خطر پکې وي، بلکه هغه جذب شوی نوه کي استعمالوی چې نه سیاسي شعور لري او نه هم ددیني او مدني مزایاوو نه خبر دي. دغسې افراد په اسلامی حزب کې ډیر محدود دي، او همدا علت دئ چې اسلامي حزب طالبانو غوندې خپل بادار ته دومره قریب ندئ
حکمتیار فکر کوي چې که د طالبانو سره پدې خدمت کې سیالي ونکړئ شي غوږ یې د غوڅولو دئ. د په کابل کې د هوایي میدان په سرک باندې د ځان مرګي حملې نه وروسته اسلامي حزب نن د شاه شهید د ځان مرګي حملې ادعا هم وکړه
دغه دواړې ډلې په افتخار نارې وهي چې د افغانانو د فتل دغه او یا هغه حمله دوی کړیده. په ننۍ حمله کې اکثره وژل شوي افراد ماشومان دي
الله جل جلاله دې دواړو ډلو ته بصیرت ور په برخه کړي چې خپل او پردئ و پیژني.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more