د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

په زابل کې ۴۰ مکتبونه تړل شوي دي!

تيمور
15.05.2013

سلامونه او نېکې هیلې،
درنو هېوادوالو، د زابل په شاه جوی ولسوالۍ کې څلویښت بابه ښونځي د طالبانو لخوا تړل شوي دي، د سیمې ځایي اوسیدونکي وایی دغه ښوونځي د طالبانو له لوري ښوونکو ته د پرله پسی ګواښونو له امله تړل شوي دي، او د دغه ستونزې په خاطرماشومان مظلومان ټول په خپلو کورنو کې ناست دي.

سُوۡرَةُ العَلق
بِسۡمِ ٱللهِ ٱلرَّحۡمَـٰنِ ٱلرَّحِيمِ

ٱقۡرَأۡ بِٱسۡمِ رَبِّكَ ٱلَّذِى خَلَقَ (١) خَلَقَ ٱلۡإِنسَـٰنَ مِنۡ عَلَقٍ (٢) ٱقۡرَأۡ وَرَبُّكَ ٱلۡأَكۡرَمُ (٣) ٱلَّذِى عَلَّمَ بِٱلۡقَلَمِ (٤) عَلَّمَ ٱلۡإِنسَـٰنَ مَا لَمۡ يَعۡلَمۡ (٥)

ترجمه: ولوله (ای محمده) په برکت د نامه د رب خپل هغه رب پالونکی چې پیدا کړی ئي دي ټول مخلوقات.

دا پنځه آیتونه د قرآن مجید له ټولو آیتونو او سورتونو څخه په مخ کې نازل شوي دي، دا په دې معنی چې مونږ انسانان یوازی د علم او د زدهکړی له برکته خپل پروردګار او خالق او مالک پېږندلی شو، او همداسې د دغه علم او زده کړو په واسطه مونږ کولای شو چې خپل قام، هېواد، او نورو مسلمانانو ته خدمت او مرسته وکړو.

ګرانو هېوادوالو، آیا دا عمل د یو مسلمان کار دي او یا د یو جاهل، مزدور او منافق کار دي؟
والسلام،


pattang
15.05.2013

طالبان هروخت وايې او وېيلي يې هم دي چې دوی مکتبونه
نه تړي ، خو که په مکتب کې اربکيان شرابخوري او بچه
بازي پکښې کوي او ددرس په ځای فحشا وي نو بيا يې
طالبان تړي !!


larghonay laraway
16.05.2013

دجاهلو خلکو پرېکړې هم جاهلانه وي!


اتل
17.05.2013

پتنګ صاحب، اسلام علیکم
تاسې بیا تورونه لګوئ، غلطې خبرې کوئ، تاسې ښه پوهیږئ چې طالبانو ولې ښونځي تړلې دي. په لوی لاس د حقیقت مسخ کول، د لویه ګناه ده.

که څوک تله د انصاف په لاس کې درکړي = خپل ټټو اود بل آس به برابر کړې
تو لعنت دې پدا هسې منصفۍ شه = چې په هیله هیله لوی غر د مچ وزر کړې

پتنګ صاحب، کله چې د زابل ولایتي حکومت د ترور د مخنیوي د پاره د موټرسیکلونو ګرزیدل ماقوف کړل، طالبانو یې په مقابل کې شونځیو ته قفلونه واچول او شاکردان او معلمان یې و ګواښل.
لږ خو دې دا خپل سر پر ګریوان کړه.


Samsor Afghan
19.05.2013

د کارونه طالبانو ته ډير اهمیت لری
ځکه دوی له پاکستان نه پيسی اخلی او په مقابل کی زمونژ د خوار ولس ښونځی تړی.
دا چی پاکستان ولی دا کار غواړی دلیل یی دا ده چی

ولی ملایان چړیان ونه روزی چی د دوی افکار مخکی بوزی
که مکتب کی څوک درس وه وایی هغه بیا خپل هیواد ته کار کوی هغه په ساینس پوهیژی هغه په ریښتونی ډول په اسلام پوهیژی او په نتیجه کی جهل له منځه وړی خو پاکستان دا نه غواړی او بس.
که نه ددوی د علما وو د شورا ریس خپله شراب خوری ټول پاکستان کی شراب یو عادی کار ده
خو دلته مونژ ته پتنګ صاحب وایی
چی که مکتبونو کی اربکیان شراب خوری بیا یی طالبان تړی خو که دا شراب اربکیان د سرک په سر وخوری طالب به څه ورته وه وایی؟
اول خو اربکیان دا کار نه کوی ځکه هغوی هم افغانان دی او شرابو نه د افغانانو سخته کرکه کیژی او بیا خصوصا په اطرافو کی.

پتنګ وروره الله د انصاف درکړی.


پتنګه!

Hashmat Kahn
22.05.2013

زده کړه د ژوند رڼا ده. زده کړه دانسان قوت او زور، د ملي یوالې اقتداراو دعام وګړو با خبره کول دي. زده کړه په ژوند کې یعنی مثبت تغیر راوړل او ژوند ته وده او معنا ورکول دي. یوازینۍ دلیل چې طالبانو ښونځې په شاه جوي کې تړلې دي دادي چې طالبانو پورتنۍ ارزښتونو ته ارزښت نه ورکوي. دولت د موټرسکیلونو په ګرځیدا بندیزونه په دي خاطر لګولي چې طالبان او نور ترهګر ګروپونه د موترسایکلونوڅخه یوازي او يوازي په ځانمرګې بریدونو، د سړک د غاړي په چاودونو او داسي نور جرمونو کې استعمالوي. له هغه وخت نه چې دغه بندیزونه لګیدلې د ترهګرو د بریدونو کچه هم ټیټه شوي ده. زده کړه د افغان وګرومُسلم حق دي او د افغانانو لپاره دا ضروره ده چې په ډله ییز توګه له دغه حق نه د طالبانو په وړاندي دفاع وکړي.
په درنښت
حشمت
دامریکا د متحده ایالاتودعمومي قوماندانی دبریښنایې خبرواتروتیم
www.centcom.mil


Re: پتنګه!

pattang
22.05.2013

مونږ د اشغالګروصليبيانو مکتبونه نه غواړو هغوی زمونږ اسلامي
اوپښتني اخلاق فاسد ه وي! دمکتبونو سڅول cia کوي !
قران موسوځي واړه اوښځې مووژني ! نالت په امريکا !

http://www.tolonews.com/en/programmes?start=7

[quote:77fdbf154c="Hashmat Kahn"]زده کړه د ژوند رڼا ده. زده کړه دانسان قوت او زور، د ملي یوالې اقتداراو دعام وګړو با خبره کول دي. زده کړه په ژوند کې یعنی مثبت تغیر راوړل او ژوند ته وده او معنا ورکول دي. یوازینۍ دلیل چې طالبانو ښونځې په شاه جوي کې تړلې دي دادي چې طالبانو پورتنۍ ارزښتونو ته ارزښت نه ورکوي. دولت د موټرسکیلونو په ګرځیدا بندیزونه په دي خاطر لګولي چې طالبان او نور ترهګر ګروپونه د موترسایکلونوڅخه یوازي او يوازي په ځانمرګې بریدونو، د سړک د غاړي په چاودونو او داسي نور جرمونو کې استعمالوي. له هغه وخت نه چې دغه بندیزونه لګیدلې د ترهګرو د بریدونو کچه هم ټیټه شوي ده. زده کړه د افغان وګرومُسلم حق دي او د افغانانو لپاره دا ضروره ده چې په ډله ییز توګه له دغه حق نه د طالبانو په وړاندي دفاع وکړي.
په درنښت
حشمت
دامریکا د متحده ایالاتودعمومي قوماندانی دبریښنایې خبرواتروتیم
www.centcom.mil[/quote:77fdbf154c]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more