نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
دګوشتي جګړه دیرغلګرودسیسه:
هجران
15.05.2013
http://shahamat.info/index.php/comments/31816-%D8%AF%DA%AB%D9%88%D8%B4%D8%AA%D9%8A-%D8%AC%DA%AB%DA%93%D9%87-%D8%AF-%D9%8A%D8%B1%D8%BA%D9%84%DA%AB%D8%B1%D9%88-%D9%86%D9%88%DB%90-%D8%AF%D8%B3%DB%8C%D8%B3%D9%87
د امریکا, بریتانیا او ناټو په شمول د افغانستان په ربړه کې ټول ښکیل هیوادونه د خپلو ناکامیو او ماتي د پټولو هڅي کوي، د افغانستان دښمنانو په پوځي ډګر کي سخته ماته خوړلي، په نوې ټیکنالوژۍ او موډرنو وسلو سمبال پوځ نړيوال شهرت ته زیان رسیدلی، د امریکا امپراطوري دزوال په لوري درومي، د ناټو د توسعه طلبۍ خوبونه دخاورو سره خاوري شول، دمقدس جهاد لارویان دخالد بن الولید رضي الله عنه تر بیرغ لاندې په لوړ مورال او قوي روحیاتو پر دښمن ځپونکې حملې کوي ځکه نو مکار دښمن دګوشتي دشخړې په نامه یوه نوې شیطاني دسیسه رامنځته کړه، تر څو افغان ولس په یوه بله نا مطلوبه جګړه کي راښکیل کړي او د خپل مورال بایللي پوځ لپاره دتیښتي لار یا د دوی (په وینا) د سالم وتلو لاره پیدا کړي.
یرغګرو دلومړۍ ورځې نه تر نن تاریخ پورې بار بار کوښښ کړیدی چې افغانان په خپلو کې او له ګاونډيو هیوادو سره په شخړو کې راګیر کړي، اول وار یې دا ډول وغږاوه چې طالبان او دینداره طبقه دافغانستان دښمنان دي، دترقۍ او تمدن مخالف دي، بیا یې د قومونو او مذاهبو داختلاف سورڼی وغږاوه، بیا یې مقدس جهاد یوازي پښتون قوم او جنوبي افغانستان ته منسوب کړ، دا او داسې نور ډیر چلونه او مکرونه یې په لاره واچول تر څو پر خپل ناروا یرغل او بربنډ وحشت پرده واچوي، او د ښامار په څیر افغانستان تر ستوني تیر کړي.
مګر افغان ولس د دوی تبلیغات له یوه سره له خاورو سره خاورې کړل، د وروڼو په شان دیرغل په ضد یو موټی ودرېدل، دبدخشان له غرونو، د فاریاب او جوزجان له دښتو، د بادغیس او هرات له کليو، بلكې دګران هیواد له هر کونج او کنار څخه دالله اکبر نارو د دښمن د غوږو پردې وکړنګولې.
د تعجب خبره داده چې ګوډاګیان دغه یوولس کلن یرغل ته یرغل نه وايي چې هېواد یې عملا اشغال کړی، د هېواد ځمکه او هوا یې په واک کې اخیستې ده، شپه او ورځ بې وزله ولس وژني، زندانونو ته یې اچوي، کلي ، کورونه، جوماتونه او مدرسې یې بمباروي، په دیني مقدساتو او ملي نوامیسو یې ملنډې وهي! دوی اوس هسې د ولس د تېر ایستلو لپاره طالبان راننګوي، هغه د پښتو متل دی چې وايي: توره دې لالا وهي مړۍ دې خیټوشا وهي! دا خو ټولې نړۍ او ګران ولس ته تر لمر روښانه ده چې دیرغل په وړاندې لومړی غږ اسلامي امارت پورته کړی! او تاسو لا اوس هم دیرغلګرو په لمن کې پراته یاست! ستاسو هغه دوه سوه پنځوس زره پوځ چیرته ورک دی او هغه یرغلګر دوستان مو چیرته پټ دي؟!! افغان ولس ته تر هر څه وړاندي خپل دین، ناموس او خاوره ارزښت لري، نو که هغوی په دې وخت کې مرسته نکوي نو بیا کله ... په کار ده چې د کابل ادارې منسوبین د خپل هېواد د ساتنې او د افغانستان د یوموټي ساتلو لپاره د نورو افغانانو په څیر د هر یرغلګر او متجاوز په وړاندې له اسلامي امارت سره یو ځای شي.
پاکستانی لوری هم باید ددغه ناولې دسیسې ښکار نه شي، له تعقل او تدبر نه کار واخلي، د پردیو په لمسون د ګاونډيتوب حقوق تر پښو لاندې نه کړي، د افغان ولس پرخاوره له تجاوز نه لاس واخلي.
دافغانستان د ارضي تمامیت او خپلواکۍ په اړه داسلامي امارت دریځ هر چا ته روښانه دی، موږ دخپل تېر واك پر مهال دافغانستان دټولو سرحداتو کلکه څارنه کړې، په میړانه مو د خپلې خاورې ساتنه کړې او دفاع مو ځینې کړیده، په آینده کې هم موږ دې کار ته ژمن یو، هیچا ته به اجازه ورنکړو چې زموږ د خاوري یوه لویشت مځکه لاندي کړي یا په سپک نظر ورته وګوري، موږ به تر هغه قرار نه کښېنو تر څو چې دافغانستان ټول جغرافیایي او نظریاتي سرحدات مو دالله جل جلاله په حکم محفوظ کړي نه وي. سیهزم الجمع ویولون الدبر.