د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

د ډیورنډ د کرښي په اړه فیصله د چا حق دی ؟

pattang
14.05.2013

د ډیورنډ د کرښي په اړه فیصله د چا حق دی ؟
په دې ورځو کي د ډیورنډ پر کرښه باندي چی د افغانستان کورنۍ معضله ده ، له هره پلوه خبري اتري رواني دي . پاکستان خو د ډیورنډ د کرښي نوم سره داسي حساسیت پیدا کړی دی چي په اورېدو یي رواني ناروغي سره مخ سي . امریکا بیا هم له واشنګټن نه اواز پورته کوي او وایي چي موږ د ډیورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان په دایمي پوله پېژنو او په خپل نظر کي موتغیر نه شو راوستلای . هغه متل دي چي وایي » واده د الاداد پکښي غورځي مولاداد« .

دافغانستان ولسمشر حامد کرزي د هیواد تیرو واکدارانو په شان خپل نظر څرګند کړ او په قاطع توګه یې اعلان وکړ چي افغانستان به هیڅ وخت د ډیورنډ کرښه په رسمیت ونه مني .

ددې لپاره چي نړۍ ته جوته شي او امریکا هم خپل حد وپېژني ، باید د ډیورنډ د کرښي منځ ته راتګ روښانه شي چي دا څنګه منځ ته راغلې ده او ولي یې افغانستان خپله کورنۍ موضوع بولي ؟

پیاد یې لرو چي د امیر عبدالرحمن خان په واکداري کي ، کوم وخت چي د افغان پښتنو او بریتیش انډیا تر منځ کړکیچونه زیات شول او انګرېزانو هندوستان د افغانانو له پلوه په خطر کي لیده ،انګرېزانوپریکړه وکړه چي ظاهراًد افغانستان او هندوستان تر منځ یوه ناپېیلې منطقه منځ ته راولي تر څو د افغان پښتنو له شره و ساتل شي . د بریتیش انډیا بهرنیو چارو وزیر »هینري مورټایمر دیورنډ« و ګومارل شو چي په دې اړه یو پلان طرحه کړي . په لږ وخت کي »مورټایمر دیورنډ« د انګریز متسعمریي حکوکت ته په هندوستان کي د ډیورنډد کرښي پلان طرحه و سپارل . انګریزانو هغه د افغانستان باچاامیر عبدالرحمن خان ته وړاندي کړه . امیر عبدالرحمن خان ددې پلان هر اړخیزه پلټنه و نه کړه او بیله له دې چي لویه جرګه را وبولي ، د انګریزانو سره یې ومنل . کوم وخت چي امیر عبدالرحمن خان د افغانستان واک په لاس کي واخیست ، انګریزانو هغه ته د کاله ۱،۲ ملیونه ( ۱۲ لکه) هندي روپۍ تخوا ورکوله ،کوم وخت چي هغه دډیورنډ د کرښي معاهده امضا کړه ، انګریزانو د هغه کلنۍ تنخوا ۱،۸۵ میلیونه ته پورته کړه ، یاني د امیر عبدالرحمن خان کلني معاش دډیورنډ د کرښي د منلو له برکته ارتقا وکړه .

د ديورنډ د کرښي معاهده په کال ۱۸۹۳ کي د سلو کالو لپاره منځ ته راغله . له کال ۱۸۹۴ نه تر کال ۱۸۹۶ پوري د ډیورنډ کرښه داسي تکمیله شوه چي د کرښي کمیسیون د کرښي نښي په هر ۸۰ کیلومتري کي د هوایي لیکي په شکل تثبیت کړې . ددې لیکو په کشولو سره د پښتنو کلي او بانډونه پرې کړل شوه . زیات کلي او کورونه نیم دې خواته او نیم ها خواته پاته شول . کوم وخت چي پښتنود نه منلو په شکل احتجاج کاوه ، هغوی به د انګریز د حکومت له پلوه نسکوره کیدل . امیر عبدالرحمن خان د انګریز حکومت ته ولیکل چي پښین ، اپریدي او خرم اباد په انګرېزانو پوري اړه لري . انګریزانو ددي لیکني په اساس کوئیټه هم تر خپل تسلط لاندي راوستل .

کوموخت چي په کال ۱۹۴۷ کي پاکستان منځ ته راغی او افغانستان د ډیورنډ معاهده په دې منظور فسخ اعلان کړه چي معاهده د بریتیش انډیا سره منځ ته راغلې وه نه د پاکستان سره ، ملګرو ملتونو د ډیورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان د رسمي پولي په توګه اعلان کړه . په دې ترتیب عبدالرحمن خان د افغان ولس سره خیانت وکړ او د افغان پښتنو ځمکي یې د پیسو په بدل کي انګریز ته پرېښودلې .

په هر صورت د ډیورنډ د کرښي کیسه اوږده ده ، خو اوس راځو دې ځای ته چي که امیر عبدالرحمن خان دا معاهده په هره موخه امضاُ کړې وي ،د یوې معیني مودي لپاره وه . له ۱۸۹۳ نه تر ۱۹۹۳ پوري . اوس له ۱۹۹۳ نه کابو شل کاله تیر شوی دي .

د نړي په هر قانون د دیورنډ کرښه غیر قانوني بلل کیږي او د دې کرښي ها خوا د افغان ولس ځمکه ده او افغانستان حق لري دا ځمکه په هره وسیله چي وي بیرته یې تر لاسه یې کړي .

که پورته تاریخي بهیر ته نظر واچوو ، څرګنده خبره ده چي دډیورنډ د کرښي په اړه فیصله فقط او فقط په افغان ولس پوري اړه لري . امریکا ته دافغانستان تاریخ او دډیورنډ د کرښي نا قانونه منځ ته راتګ جوته دی . خو بیا هم هغوی په ډیره بېشرمانه توګه د افغانستان په کورنیو چارو کي لاس وهنه کوي او وایي چي د ډيورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان رسمي پوله ده . افغانستان د تاریخ په هر پړاو کي مهمي پریکړي خپلي لویي دودیزه جرګې ته سپاري .

د ډیورنډ کرښه بیله دودیزه جرګي نه منځ ته راغلي ده ، چي په دي ترتیب نا قانونه بلل کیږي . که اوس بیا هم ددودیزه جرګې نه پرته ددې کرښي په اړه کومه فیصله منځ ته راشي ، بیا به هم په راتلونکي کي نا قانونه وبلل شي . په افغانستان کي هیڅ یو کس نه شي کولای په ځانګړی توګه ددي منحوسي کرښي په اړه فیصله وکړي . نه د افغانستان ولسمشر، نه د شمال ټلوالي مشران ،نه کوم قومي مشران او نه کوم وزیر او یا بل څوک حق لري چي دا کرښه دي په رسمیت وپېژني او یا دی کوم بل تصمیم ونیسي .

ددي کرښي په اړه په ځانګړي توګه د افغانستان دودیزه جرګه (لویه جرګه) څه ویلای شي . امریکا که اوس د خپلو ګټو په نظر کي نیولو سره د ډیورند ناقانونه کرښه په قانوني کرښه بدلول غواړي ، خو وخت به راشي چي همدا امریکا به داکرښه پخپله ناقانونه اعلان کړي .

احمدالله رحماني


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more