د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

طالبانو خارجي جګړه ماران هم ورسره راوستي دي

میرویس
14.05.2013

دفورم محترمو اندیوالانو، اسلام علیکم
رپوټونه وايي چې طالبانو د لوګر دولایت ګڼ شمیر علاقو ته پاکستاني او نور جګړه ماران ورسره راوستي او د ځیني خلکو اندېښنې یې زیاتې کړیدي.
طالبان چې په ملک کې په قدرت باندې د قبضې د لګولو دپاره جګړه کوي، څه ناڅه د خپلو خلکو په نظم، پت او عزت او عنعنه پوهیږي، خو دغه خارجي جګړه ماران چې نه زموږ په ښه او بد پوهیږي او نه هم کومه علاقه ورسره لري، او د طالبانو برخلاف په افغانستان کې د جګړه مارۍ مقصد یې هم د افغانستان خلاف د هدفونو پوره کول دي، ولې یې طالبان راولي او دځپلو وطندارانو ننګ او ناموس سپکاوئ ورباندې وکړي؟ داسې ښکاری چې طالبانو داځلې د القاعدې نه هم ټیټه کچه اېښې او داځلې یې خان په ډیرو را لویدلو او افغانستان په سرسخته دښمنو ترورستانو چې د افغانستان ددایمي اشغال خوبونه ویني خرڅ کړیدئ.

دغه جګړه مار ترورستان غواړي چې افغانستان کاملاً اشغال کړي، د هغوی دایمې پناه ګاه شي او لدې ځایه بیا نور ملکونه تهدید کړي.
دا لاندې رپوټ خبریال چاپ ګړیدي:
========
د وسله والو طالبانو سره پاکستانۍ مليشه هم راغلي:
چارواکي
14 May 2013, 1:58
ددي سره سم چې په افغانستان کې د وسله والو طالبانو له لوري د خالد بن وليد په نوم عمليات پيل سوي دي او پر مهال يې امنيتي پېښي هم د تر مخکي زياتي سوي دي ور سره هم مهاله د لوګر ولايت ځايي چارواکي وايي، چې دې ولايت ته سلګونه پاكستاني او نور وسله وال راغلي دي.
دا چې وسله وال طالبان د هېواد ګڼ ولايتونو ته د فعاليتونو په موخه تللي دي د لوګر چارواکي هم وايې چې دغه وسله وال د لوګر په برکي برك، ازره، خروار، څرخ ولسواليو او يو شمېر يې د مرکز پل علم په اړوندو سيمو کې فعاليت کوي.
د نورو ولايتونو د چارواکو سره يو ځاى د لوګر ځايي چارواكي زياتوي، كه د دغو وسله والو د راتګ او فعاليت مخه ونه نيول سي، نو په سيمه کې به امنيتي ستونزې نورې هم زياتې سي.
ددي سره په يوه وخت کې د برکي برك امنيه قوماندان سمونيار محمد قاسم خدمتګار ته ويلي، د لومړنيو معلوماتو له مخې يوازې بركي برك ولسوالۍ ته ۷۵ بهرني وسله وال راغلي، چې نيمايي يې پاكستانۍ ملېشه او وسله وال دي او پاتې نور د نورو هېوادونو اتباع دي.
نوموړی وايي، دغه وسله وال له حقاني شبکې سره ډېر تړاو لري او تر ډېره بريده پاکستاني وسله وال د ځانمرګو بريدونو او د ماينونو د جوړولو تخنيکي چارې پرمخ وړي.
دی وايي، که چيرې د دې وسله والو پر وړاندې پراخ او جدي اقدام ونه سي، له يوې خوا به امنيتي ستونزې زياتې کړي او له بلې خوا به افغان ځواکونه کمزوري کړي.
که څه هم ددي وسله والو په اړه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي خو هغوى تل ويلي چې له دوى سره پاکستاني او يا نور کوم بهرني وسله وال نه وي بلکي يوازي افغاني وسله وال طالبان دي چې په سيمو کې فعاليتونه تر سره کوي.
افغان چارواکي وايې چې يو شمېر پاکستانۍ مليشه هم د وسله والو طالبانو په ليکو کې سته دي او دا کسان په ډېرو مهمو برخو کې کار کوي.دا ډول خبري وسله والو طالبانو په بيا بيا رد کړي دي.


pattang
14.05.2013

نالت دې خدای دې وي په فاسد رژيم او دهغوی په خلقي او
ستمي پروپاګنده ! طالبان په لوګر کې ډېر قوي دي او وو،
لوګر دطالبانو مرکز دی او کله چېcia اوعليشاه احمدزي
فاسق شرابخور په محمداغه ، ګومران کې اربکيان جوړکړل
او همدارنګه کله چې فضل الله مجددي چې اوس دلغمان والي
دی په برکي راجان کې اربکيان جوړکړل او پښتانه يې
وټکول اود برکي راجان په بازار کې به يې پښتانه وهل او
کنځلې به يې پښتنو ته کولې حتا " زن افغان ... لونګي والا
وريشداررا .... ) او کله يې چې دشير محمد ستانکزي چې
دعباس له کلي څخه دی اوپه برکي راجان کې يېدوکانداري
کوله اربکيانو په وهلو او ټکولو مړکه نو دشمزار سپينن
ږيري د ديګانانومشرانو ته ورغلل اوورته يې واضح کړه
چې له قومي تعصبه لاس واخلي ، هغوی معذرت وغوښت
اواربکيزم يې دفاسد دولت او cia پروژه وبلله هم هغه وو
چې طالبانو د اربکيزم په ضد کلک فعاليت شروع که او
اربکيزم اوس يواځې دبرکي راجان په بازار کې شراب
خوري !
اوس به راشم دځينو فاسدوعناصرو پروپاګندې ته !
- په پاکستان کې افغاني طالبان کم دي ? چې اوس ملېشه
افغانستان ته راځي !
- داچې په افغانستان کې په زرګونو صليبي عسکر يو
لاسپوڅی بېکاره اجنټ دولت اداره کوي ، پيسې ورته
ورکوي ، ګډ عمليات ورسره کوي اوحتا په ناموس او
عنعناتو يې هم تېری کوي ?
نو ولې مسلمانان دهرځايه څخه چې وي داسلامي امارت
له طالبان سره مرسته ونکړي !!
اوکه ځينې کړۍ له پاکستان سره حساسيت لري خو په
صليبيانو خپل ناموس خرڅوي !!


میرویس
14.06.2013

پتنګ صاحبه، زما سلامونه او احترامونه ومنئ

وروره، هرځلې چې د طالبانونارواوې په ګوته کړئ شي، تاسې د موضوع د بدلولو دپاره پر بل چا لاس پاکوئ، او دم درحاله د کنځلو او بد رد ویلو طوفان را خوشئ کړئ. تاسې فکر کوئ چې ستاسې څرکندونې به حقایق پټ کړي او یا به عامه اذهان اغفال او مغشوش کړي؟
نه ورورجانه، ستاسې دپل د غلطولو تبصرې نه دا چې څوک غولولئ نشي، بلکه ستاسې د مکررو، عبث او زړو بابولالو مطلب هر چا ته جوت شوئ او څوک باور نه ورباندې کوي.

ستاسې د بر بنډو غولونکو څرګندونو سره سره یو ځل بیا په مطبوعاتو کې چاپ شوي رپوټونه درته ذکر کوم، چې غزني وردګو، کنړ او نورستان ته په ګڼ شمیر کې پاکستاني طالبان او د مدرسو طالب ګوټي تللي چې زموږ بې ګناه خلک ووژني.

تر اوسه پورې په کراتو مراتو په لسګونو القاعده، پاکستاني طالبان، ازبک او نور ترورستان په افغانستان کې وژل شوي او نیول شویدي.
وروره خفه کیږه مه،لمر په دوو ګوتو نه پټیږي.
په مولا دې سپارم


tandar
14.06.2013

ډيريې ښه کړيدي
اشغالګرو دڅو مملکتو قاتلان په ښکاره له ځانه سره راوستي دي ؟
دcia او isi لاسونه دافغان په وينو سره دي


اتل
18.06.2013

تندر صاحب، اسلام علکم ورحمت الله وبرکاته
تندروروره، بهتره به دا وي چې پتنګ ورور، نیکې لارې، د اسلامي ارشاداتو پیروۍ او نبوي کړن لارې ته و هڅوئ، نه دا چې کنځلو ته چې د اسلامي اخلاقو سره نقاضت لري توش کړئ.
خدای ناخواسته تاسې به هم د هغه په ګناه کې شریک شئ.

داد ئ دا هم بل ثبوت چې طالبان د خپل مسلمان ملک او بالخصوص پښتنو د خویندو میندو، ماشومانو او وطندارانو د سبکاوي او قتال دپاره خارجي ترورستان او خودکشان راولي.
پتنګه وروره، لمر په دوو ګوتو نه پتپږي.
===========
د جندالله ډلي دوه کسان په افغانستان کي نيول سوي
آغا شېر منار - لراوبر
Larawbar.com 2013-06-18

د ازبکستان د اسلامي غورځنګ یا جندالله ډلي مربوط دوه کسان چي غوښتل یي ځان وژونکي حملي وکي له دریو نور کسانو سره نیول شویدي.ي.
دي کسانو غوښتل په کندز کي ځان وژونکي حملي وکي چي د ملي امنیت ریاست د موظفینو لخوا له ځان وژونکي صدريو سره یو ځای و نیول سول.
سرچینه زیاتوي، نیول سوو کسانو پلان درلودى چي لومړۍ یوه ځان وژونکي حمله تر سره کي او وروسته بیا د پيښي په ځای کي د خلکو تر راټولیدو وروسته دوهمه حمله هم وکي.


pattang
18.06.2013

[quote:be25237979]داد ئ دا هم بل ثبوت چې طالبان د خپل مسلمان ملک او بالخصوص پښتنو د خویندو میندو، ماشومانو او وطندارانو
د سبکاوي او قتال دپاره خارجي ترورستان او خودکشان راولي.
پتنګه وروره، لمر په دوو ګوتو نه پتپږي.[/quote:be25237979]

زه خو دا نه وا يم چې د طالبانو په حملو کې ملکی خلک نه وژل کېږي!
خو هغه دطالبانو اراده نده او طالبان ډېر پرې ژاړي خو راځم تاته
ته نو ته ولې دصليبيانو تيرور نه غند ې چې قصدي زمونږ بې ګناه
خلک وژني !!
داچې ټول صليبيان راغونډ او په يوو اسلامي ملک يې حمله کړې
نو ولې مسلمانان سره راغنډ نشي !!
داسې يو پلوی بوی ناکه خبرې کوې لکه د cia د فلوريدا دکلب
اتل خو په پټه جامه کې !!


صبور
18.06.2013

پتنگ خان سلام،
خارجی ها کارهای دیگر نیز میکنند مانند خوردن خوک، شراب، زنأ، قمار، و دیگر اعمال ضد اسلامی و انسانی، پس طالبان نیز باید شروع کنند به آن کارها؟
این حرف بسیار طفلانه و نادرست است، که خارجی ها مردم بیگناه مارا میکشند، از آن خاطر طالبان صاحبان نیز مردم مسلمان و بیگناه مارا اجازه دارند که بکشند. این امر و یا جواز را کی به طالبان داده؟ خودت (پتنگ، تندر، میرویس، و....) کی؟

بیاید که خداوند (ج) را شاهد و ناظر بدانیم، و حق را حق و باطل را باطل بگویم.
قرآن کریم میفرماید: هر انسانیکه یک انسان دیگر را بدون گناهی بکشد، گویا که همهء انسانهای روی زمین را کشته باشد.
جواب این گناه کبیره را که کشتن یک انسان بیگناه میباشد، کی میتواند بدهد، هیچکس.
پس بیاید که از خدا و روز آخرت بترسیم، از جنگ و برادرکشی دست برداریم، بس است، تا چه وقت؟


pattang
18.06.2013

صبورجانه ! دوښمن ډېر قوي دی او ټول صليبيان راټول شوي
دي نو دجنګ موازنه دمځکې او اسمان فرق لري طالبان چې په هره
جنګي وسيله او ضر به سره چې وي صليبيان له خپله ملکه شړي
او دادې دې لپاره چې مسلمان اولس له غلا ، زنا، شرابو، او نورو
غربي فحشاؤ څخه وساتي !
ته غلط پوهېږې !!!
نن په کابل کې بچه بازي ، زنکه بازي ، شراب خوړل اوپه زور
سره لواطت کول عادي خبره ده چې حاميان يې صليبيان دي !!!


larghonay laraway
19.06.2013

ګورئ!
حل لاره دا نه ده چې کرزي اته څلوېښت هېوادونه راوستي نو ملاعمر دې پنځوس راولي!
بلکې حل لاره دا ده چې ولس بايد عقلاني فکر وکړي او په دې پوه شي چې کرزی او ملاعمر د شاشجاع زامن دي او دواړو د دې وطن او د پښتنود بېخ بنياد په ورکولو پسې راخيستې ده.
دا هم بايد ومنو چې وحشي او ځناور وزيرستانيان تر امريکايي لنډه غرو کوبايانو کم نه دي. نو په خدای چې ولس په دواړو پسې راپورته نه شي چې سوټي خو په کونه ور ومنډي!


صبور
19.06.2013

پتنگ صاحب به نظر من این هم درست و معقول نیست که هر کس از صلح و امنیت در وطن حرف بزند، ما آنرا تاپه این طرف و آنطرف را بزنیم.
حرف حق، حق است، اگر از دهن هر کسی بیرون آید، ما منحیث یک مسلمان باید از آن حرف حق و شایسته پشتیبانی نمایم.
قرآن کریم نیز در بارهء صلح و قطع جنگ حتی همرای کفار فرموده است. در سورهء شریفهء (سُوۡرَةُ الاٴنفَال)

۞ وَإِن جَنَحُواْ لِلسَّلۡمِ فَٱجۡنَحۡ لَهَا وَتَوَكَّلۡ عَلَى ٱللَّهِ‌ۚ إِنَّهُ ۥ هُوَ ٱلسَّمِيعُ ٱلۡعَلِيمُ (٦١)

ترجمه: اگر دشمنان شما به طرف صلح روی آوردند، شما نیز بطرف صلح روی آورید، و توکل به الله (ج) نماید، که خداوند متعال شنونده و دانسته است.

بااحترام،


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more