سياست او روانې چارې
حرام، حلا کڼل، او بیا عمل پرې کول، د جا کار دئ؟
اتل
14.05.2013
ډیرو قدرمنو لوستونکو، اسلام علیکم
د هلمند دګرم سیر په بازار کې چې میله پکې روانه وه، نه خارجیان پکې وو او نه هم عسکر، او په ریموټ کنټرول بم پکې وچول شو، بې ګناه ولسي ماشومان او لویان پکې مړه او ژوبل شول، ولې او دا دچا کار ؤ؟
آیا دا کار د الله جل جلاله د احکامو او اسلامي ارشاداتو په مقابل کې بغاوت او جګړه نه بولئ؟
که طالبان او یا بل څوک ددغو اعمالو د مؤجه کولو کوم حجت او برهان لري، وړاندې دې یې کړي. طالبان ځکه یادوم چې هغوی د الله د احکامو او خپل مشر ملامحمد عمر آخند د حکم خلاف اعمال تر سره کړیدي او بیا فخر هم ورباندې کوي چې دا کار دوی کړیدئ.
الله مو مل شه.
دا خبر بي بي سي خپور کړیدئ:
=======
هلمند کې چاودنو اووه افغانان وژلي
مامون درانی
سیمه ییز خبریال
د خپريدو وخت: 06:09 گرینویچ - سه شنبه 14 می 2013 - 24 غویی 1392
په چاودنو کې ټول وژل شوي ولسي وګړي دي.
د هلمند ګرمسېر بازار په مېله کې د ریموټ کنټرول په مټ چاودنه شوې، چې لږترلږه درې ولسي وګړي یې وژلي او د څلورو ماشومانو په ګډون اووه نور ټپیان دي.
د هلمند امنیه قومندانۍ ویاند شمیم نورزي رسنیو ته ویلي، د ګرمسېر بازار مېله کې یو موټرسایکل درول شوی و، چې چاودېدونکي توکي په کې ځای پرځای شوي وو
حمید هڅــاند
15.05.2013
حرام ته حلال ویل مطلب نه یواځي کفر بلکې شرک!
له خبر سره دې زما کار نشته!
درنښت
larghonay laraway
16.05.2013
بای ذنب قتلت؟
اتل
16.05.2013
حمید هڅاندوروره، اسلام علیکم
طالبان، ځان مرګي حملې حلالې بولی او کوی یې. طالبان په عام محضر کې د بمونو په چولو کې ولسي خلک وژني او حلا یې ګڼي. که داس نه وای نو بیا يې دغسې کارونه ولې کول؟
او یا دوی هم پوهږي چې دغسې اعمال حرام دي، خو د الله، رسول او امت په مقابل کې بغاوت کوي.
ّ
حمید هڅــاند
18.05.2013
طالبان خو څه خپلواک خلک نه دي چې ته ترې ګیله کوې. هغوئ د بل په اشاره هر څه کوي. او هغه (بل) داسې څوک دی چې ګیله نه ده ترې په کار. ترڅو خپل برخلیک په خپل لاس کې وانه خلو، په ګیلو مانو هیڅ هم نه کېږي.
درنښت
اتل
21.05.2013
لرغونئ لاروئ صاحب، اسلام علیکم
تاسې خو د الله جل جلاله ارشادات په ګوته کړیدي چې[ولي څوک باید ووژل شي]؟
خو هغه خلک چې نه د الله جل جلاله اوامر پرځای کوي، نه پښتونولۍ ته ګوري او نه هم هیڅ نوع بشریت او انسانست ته څه قائل دي، هغوی پوه شه او کار یې او آخرت یې.
نن سبا نه یوازې طالبانو ته پدې ارتباط ګوته نیول کیږ، بلکه د افغان کشالې د بعد ډیر نور اړخونه هم شته چې پدې ارتباط د انتقاد ګوته ورته نیوکیږي.
آلله دې موږ ټولو ته نیک هدایت وکړي.
اتل
21.05.2013
حمید هڅاند صاحب، اسلام علیکم
زه هم فکر نه کوم چې طالبان به د خپل مسلمان افغان سره دومره ظلم وکړي، لکه نن سبا چې دوی پر افغنانانو روا کړیدئ. خامخا به څوک وي چې طالبان یې په قید کې دي او مظالم یې پر دوی او افغا ملت جارې ساتلي دي.
خو د طالبانو دغه اختطافچیان خو، بیا د طالبانو په قبرونو کې نه څملي.
دغه خلک به نه د عامه افکارو په محکمه کې، نه د افغان ولس لخواپه حقیقي محکمه کې، او نه به هم چې الله تعلی قاظي وی، هلته دطالبانو د اعمالو دفاع وکړي. طالبان به د خپلو اعمالو مسؤل وي او ځواب یې وایي.
الله دې پر دوی او ټول افغانستان ولس او بښتون قام رحم وکړي.