د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

ته مې وزې وهه، زه به دې روژې وهم

میرویس
14.05.2013

ګرانو وطنولو، اسلام علیکم
د افغانستان اسلامی امارت د القاعدې او نورو ملکونو د ترورستانو په مرسته، د زابل د ولایت حکومت د پاڼ او پړانګ تر منځ را ګیر کړیدئ. حکومت د خپل رعیت د سر او مال د خوندې ساتنې اسلامي وجیبه لري. کله چې په عام محضر کې خودکشه حملې وشي او یا بمی چاودنې وشي، نو خلک حکومت ته ګوته نیسي او ملامت کوي يې، چې ددوی دسر او مال ساتنه نشي کولاي. پداسې حال کې چې اکثراً ترورستان پخپلو فعالیتونو کې د موټرسایکلونو نه کاراخلي، د زابل ولایتي حکومت د موټر سایکلونو استعمال بند کړدئ، طالبانو یې په بدل کې ښونځي ګواښلي او اوس ددوی د ویرې معلمان او شاکردان شونځیو ته نه ځی. یوازې د شاجوی په ولسوالۍ کې د لسو زرو نه زیات شاګردان د تعلیم نه محروم دي.
آیا دا جهاد دئ که د افغان ولس سره دښمني؟
ګران افغانستان پدې باب دا رپوټ خپور کړیدي:
======
په زابل کې طالبانو ښوونځي تړلي دي

سید شاه سقیم
13.05.2013

کلات - د زابل اوسېدونکي وايي، د دغه ولايت په ځينو سيمو کې طالب وسله والو وروسته له هغه د مکتبونو دروازې وتړلې چې دولت د موټر‌سايکلو په تګ راتګ بنديز ولګاوه، دوی وايي، دا مهال يوازې په شاه جوی ولسوالۍ کې تر لسو زرو زيات ماشومان له زده کړو بې برخې دي

د زابل د شاه جوی ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، په ولسوالۍ کې يې طالب وسله والو ټول ښوونځي تړلي دي، چې له دې سره د ټولې ولسوالۍ ماشومان له زده کړو بې برخې شوي دي

دوی وايي، طالبانو وروسته له هغه د ښوونځيو دروازو ته قلفونه واچول، چې د زابل امنيتي چارواکيو په دغه ولايت کې د موټر‌سايکلو په تګ راتګ بنديز ولګاوه.

د زابل امنيتي چارواکي وايي، په موټر‌سايکلو به وسله وال طالبان سپرېدل او پر دولتي چارواکو به يې بريدونه کول، ځکه يې نو په ټول ولايت کې د موټر‌سايکلو په تګ را تګ بنديز لګولی دی

د چارواکيو په خبره، په موټر‌سايکلو تر بنديز وروسته په زابل کې، د نا‌امنيو پېښې تر نور کله ډېر کمې شوې دي، خو د دغه ولايت اوسېدونکي وايي، د دولت د بنديز په غبرګون کې، د طالبانو له خوا د ښوونځيو له تړلو سره يې د ماشومانو ژوند بربادېږي

د شاه جوی ولسوالۍ دوه تنه اوسېدونکي روح الله او عبدالرشيد وايي، د ولسوالۍ ښوونځي يې د حمل د مياشتې په شپږمه نېټه تړل شوي او بيا تر اوسه پورې نه دي خلاص شوي.

دوی وايي، دا مهال نه د دغې ولسوالۍ په مرکز کې کوم ښوونځی خلاص پاتې دی، نه هم په لېرې پرتو سيمو کې.

"د حمل څلور پنځه ورځې خلاص وو، بيا چې دا موټر‌سايکلان بند شول، مکتبونه هم ورسره بند شول چې بيا تر اوسه نه دي خلاص شوي."

"کوم وخت چې حکومت اعلان وکړ، چې موټر‌سايکلان دې بند شي، له هغه وخته وروسته طالبانو مکتبونه بندل کړل، د بابا هوتک لېسه بنده، د بابا هوتک نمبر دوه لېسه بنده او دغسې پنځه شپږ لېسې ټولې بندې دي. "

د عبدالحق په نامه د شاه جوی يو بل اوسېدونکی وايي، څه موده وړاندې دولتي چارواکيو سيمه ييزو پوليسو ته ويلي وو، چې په زور دې ښوونځي خلاص کړي. خو وايي، د وسله والو له ډاره نه ښوونکي ښوونځيو ته ولاړل او نه هم زده کوونکي.

"خود په بازار کې د بابا هوتک لېسه بنده ده، په نورو کليو به يې نو څه حال وي، محلي پوليسو ته حکومت ويلي وو، چې په زور دې مکتبونه خلاص کړي، خو په زور هيڅوک هم نه تلل، نه معلمان ولاړل او نه هم شاګردان. اوس دا دی د شاه جوی دوولس زره شاګردان دغسې پاتې دي "

خو د زابل د پوهنې رييس رحيم الله لودين بيا دا نه مني چې د تعليمي کال له پيل راهيسې دې، په شاه جوی کې ټول ښوونځي تړل شوي وي.

دی وايي، شاو خوا لس ورځې مخکې طالبانو د شاه جوی په ځينو سيمو کې ښوونځيو ته اخطارونه ورکړي، چې ورسره يوازې ښوونځيو ته د تلونکيو زده‌کوونکيو شمېر يو څه را ټيټ شوی دی.

د ده په خبره، په دوه درې ورځې کې به د شاه جوی ټول ښوونځي بېرته خلاص کړي.

"تقريبآ د لسو ورځو په شاو خوا کې کېږي چې اخطار يې ورته ورکړی دی، شاګردان يو څه کم شوي دي، خو يو مخيزه په ټپه ښوونځي نه بند شوي، اوس ليږ حالات سم شوي دي. هلته چې زموږ د پوهنې کوم نماينده دی له هغه او استادانو سره مو خبرې وکړې او انشاالله په دوه درې ورځې کې به ټول ښوونځي بېرته خلاص شي. "

وسله والو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

څه موده وړاندې په زابل کې طالب وسله والو د دولت له لوري د موټر سايکلو په تګ راتګ د بنديز په غبرګون کې د دغه ولايت په ځينو ولسواليو کې د موټرو په تګ را تګ هم بنديز ولګاوو، خو دولت يې بيا هم له خپلې خبرې وا نه ړاوو.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more