نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
دګوشتې په اړه دطالبانواعلامیه
pattang
14.05.2013
دګوشتې په اړه دطالبانواعلامیه
نوراجان 14.05.2013 10:54
دافغانستان اسلامي امارت د ایراني پوله ساتوعسکروله خواد لسهاووبې دفاع مظلوموهیوادوالومرګ ژوبله په سختوټکوغندي ،اودبشر اوګاونډيتوب له حقونویې څرګنده سرغړونه ګڼي .داسمه ده چي افغانان به په ناقانونه توګه دایران په پوله اوښتي وي ،خودوژلواوسخت چلندپرته نوري ډیري لاري شته چي په پوله دبې ویزې کسانوداوښتومخه پرې ونیول شي .
موږپه دغه پیښه کي دزیانمنوشووهیوادوالوکورنیوته صبر،زخمیانوته عاجله شفاء اوبالخصوص شهیدانوته لوړي در جي او جنتونه غواړو.
دغه رازپه دې وروستيوکي چې دپاکستان دحکومت اوکرزي ادارې ترمنځ دننګرهاردګوشتې په سیمه کي کومه وسله واله نښته رامنځته شوه ،زموږ په نظر وروسته تر تحقيقاتو جوته شوې ده چې داد ډیورنډدمعضلې په شان دنوي استعماریوه پلان شوې دسیسه ده چي موخه یې دپاکستان اوافغانستان ترمنځ دیوې نوې لانجې رامنځته کول،اودمجاهدینو له لوري دخالد بن ولید رضی الله عنه په نامه دپیل شویوعملیاتو له پرمختګ ، دهيواد له اشغال او دمزدور رژیم له کمزو ریو نه توجه بل لو ري ته اړول دي .
موږپرخپل هیواداوولس دهرچااوهرلوري که ګاونډیان وي اویانړیوال یرغل غندواودخپلوملي منافعو،خپلواکۍ اوارضي تمامیت ننګه اودفاع کوو،لکه څنګه چي اسلامي امارت دخپل پوره حاکمیت په وخت کي دافغانستان یوه لوېشت خاوره هم چاته پرېنښوده اوس هم ژمن یوچي دخپل هیواداوولس پرضدبه په هیڅ وجه اوبیه له هیڅ لوري سره معامله ونه کړواودتېرپه څېربه دګران هیوادافغانستان اوهیوادوالوڅخه دفاع ته لومړیتوب ورکوو.
اسلامي امارت له ټولوګاونډیانوپه تېره دپاکستان اوایران څخه غواړي چي دافغانستان اوافغانانوسره اسلامي ،انساني اودهمسایه توب حقوق کاملامراعات کړي اودهمدې ارزښتونوپربنسټ داسي ستراتیژي جوړه کړي چي ښه ګاونډیتوب اوسوله ییز ژوندانه ته لاره هواره شي ،دا سمه ده چي او س په کابل کې دیوه خواخوږی واکمن او خپلواک حکومت دنشته والي له امله په افغانانو دداډول ناخوالو دروازي را خلا صي شوي دي خو ګاونډیانو ته نه ښا یې چي دکابل دکمزوري، غلام او پردي پال رژیم په مو جو دیت کې دافغانانو له مجبوریت نه ناوړه استفاده وکړي . والسلام
دافغانستان اسلامي امارت
۱۴۳۴/۷/۳ هـ ق
۱۳۹۲/۲/۲۳هـ ش ــ