د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

.دشرابو قاچاقبر افشا خو دپوډرو ؟

tandar
13.05.2013

.دشرابو قاچاقبر افشا خو دپوډرو ؟
اشنا دغه مسائيل خداي ميراثي راته پريښي دي د بابايې ساختګي اوحتي دشهيد داودخان په وخت کي هم مروج وه چه عاملين زه خپله له نژدي پيژنم
زاخيلوال بايد وطن فروشان يعني ناموس فروشان معرفي کړي وي
زاخيلوال خپله ديوه ګوډاګي رژيم مزدور دي
اولين خدمت نن دخاوري ازادي ده اوبس
د cia او isi لاسونه دافغان په وينو سره دي
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
خالد افغان زوی
13.05.2013 17:37
نن دوشنبه د ۲۰۱۳ میلادي د می دیارلسمه په پارلمان کې خورا نادره پېښه وشوه ، دماليې دوزیر عمر زاخېلوال او پارلمانیانو ترمنځ واقع شوی شر بالاخره په خیر منتج شو ، او داسې پایله ترې راووته چې دا ډیره موده فساد ځپلي هیوادوال ورته سترګې په لار وو .
دمالیې وزیر چې دقاچاقبرو وکیلانو غوښتنو یې حوصله تنګه کړې وه څو ورځې وړاندې یې وویل چې دپارلمان یو شمیر غړي چې ظاهرا د ولس داستازو پوست ورباندې ویړ دی ، په حقیقت کې دشرابو قاچاقبران او په هره مردارۍ کې لویدلي مجرمان دي .
د زاخیلوال همدا خبره پارلمانیانو ځان ته سپکاوی وباله ، او دنوموړي داستیضاح غوښتنه یې وکړه ، خو دنوموړي استیضاح ځکه وځنډیده ، چې په فساد کې ککړو پارلمانیانو هریوه یې په وړاندې خنډ ایجاداوو ځکه دوی ویریدل چې که وزیر پارلمان ته راشي هسې نه په دوی پسې څراغ ولګوي ، همدا ویره وه چې څو ورځې داستیضاح لپاره له سلګونو وکیلانو څخه یوازې ۵۰ لاسلیکونه نه پوره کیدل ، او کومو وکیلانو چې په ناخبرۍ کې لاسلیکونه کړي وو ، هم بیرته یې واخیستل ، چې دا دپارلمان په تاریخ کې یوه بله نادوده وه .
پارلمان چې لومړی یې دوزیر داستیضاح ګواښونه کول ، په اخر کې زیاتره وکیلانو داهڅه کوله چې څرنګه وزیر جرګې ته له راتګ څخه منع کړي ، او داستیضاح بحث باطله دانۍ ته واچوي ، جرګه په همدې کش او ګیر کې وه چې د دوشنبې په ورځ وزیر زاخیلوال پارلمان ته ورغی ، او د وکیلانو په لوڅولو یې برید ښخ کړ .
وکیلان که دشرابو تجاران
حضرت عمر زاخیلوال د ولسي جرګې په استيضاحيه غونډه کې وویل د کندهار وکیل حميدزي لالي چې دشرابو او موټرو په قاچاق کې لاس لري له ده څخه يې د ١٩٧٠ د ښي لاس اشترنګ لرونکو موټرو د نمبر پلېټ د ورکولو ناقانونه غوښتنه کړې ، په داسې حال کې چې د ښي لاس موټرو ته د وزيرانو د شورا د پرېکړې له مخې نمبر پلېټ نه ورکول کېږي.
زاخیلوال يوه پاڼه، چې د لالي له خوا ليکل شوې ولوسته، چې له مخې يې د ماليې له وزير څخه غوښتنه شوې وه، چې د ده د موټرو په اړه د وزيرانو شورا پرېکړه له پامه وغورځوي.
زاخیلوال همداراز زياته کړه، چې نوموړي وکيل د ملي شورا له پاسپورټ څخه په ګټه اخيستو د کابل د هوايي ډګر له لارې څو وارې له بهره افغانستان ته شراب راوړي دي او دپلټنو په مهال یې دهوایي ډګر کارکوونکي ګواښلي دي .
دغه راز زاخېلوال په ولسي جرګه کې دننګرهار وکیل حاجي ظاهر قدير داوړو قاچاقبر وباله .
د زاخېلوال د څرګندونو له مخې، له دوو کلونو په يوڅه ډېره موده کې، ٤٣٨٥ ټېلره اوړه د ماليې له ورکولو پرته له پاکستان څخه د درېيو شرکتونو (جبار قدير، قهار قدير) له خوا افغانستان ته راوړل شوي دي چې په دې قاچاق کې ظاهر ۲۶۹ ملیون ډالره ناجائزه ګټه کړې .
وزير د بېلګې په ډول وويل، چې ماليې وزارت يوه نيمه مياشت وړاندې په ننګرهار کې پر اوړو بار موټر چې په قاچاقي ډول يې اوړه لېږدول، ونيول، خو د ولسي جرګې غړي ظاهر قدير د ټيلېفون له لارې له ده څخه د موټرو د پرېښودو غوښتنه وکړه .
زاخیلوال همداراز په ولسي جرګه کې د فراه وکیل سميع الله صميم هم قاچاقبر وباله ، چې د فراه له لارې يې پنځه ټانکره تېل په قاچاقي ډول له ايران څخه افغانستان ته راوړي وو.
وزير وايي، وروسته له هغه چې دغه ټانکر ونيول شول، صميم له جرمني څخه د ټيلېفون له لارې د دغو ټانکرو د خلاصون غوښتنه وکړه.
د ماليې وزير همداراز پر صميم تور پورې کړ چې له مسکو څخه يې ٥٠ بوتله شراب د کابل د هوايي ډګر له لارې افغانستان ته راوړي دي.
د ماليې وزير همداراز وويل، چې يوه نيمه مياشت وړاندې يې د پکتيا او پکتيکا د ګمرکونو مديران د قاچاق په تور له دندې ګوښه کړل، چې په دې کې يو د ولسي جرګې د غړي محمود خان سليمان خېل زوى و.
دى وايي، چې سليمانخېل له ده څخه د خپل زوى د بيا ګومارلو غوښتنه وکړه او ان د دغه وزارت د بشري منابعو څانګې ته يې پيسې هم استولې وې.
وزير همداراز د بغلان پر استازي محمدعظيم محسني هم تور ولګاوه، چې له ده څخه يې په غيرقانوني ډول د پلخمري په نساجيو کې د کورونو غوښتنه کړې وه.
ده همداراز وويل، چې د غزني وکيل محمدعارف رحماني تېر کال هغه مهال چې ولسي جرګې د ده د استيضاح پرېکړه کړې وه، له ده څخه غوښتي وو چې که د سوپريم په نوم له يوې بهرنۍ کمپنۍ څخه ورته قرارداد وانه خلي، نو په استیضاح کې به غچ ترې واخلي ، ده وویل عارف رحماني ترې د یونیم میلیون نغدو افغانیو ناجائزه غوښتنه هم کړې ده .
د مالیې دوزیر زاخیلوال په خبرو کې چې اکثره یې مستندې وې او له همدې امله یوازې څلور دعدم قناعت رایې ورکړل شوې ، ترټولو نوې موضوع دوکیلانو لخوا دقاچاق موضوع وه ، زاخیلوال دوه وکیلان حمیدزی لالی او سمیع الله صمیم دشرابو قاچاقبر وبلل ، چې د ولسي جرګې له کارت څخه په استفاده له بهر څخه افغانستان ته شراب راوړي ، خو نوموړي دا ونه ویل چې آیا ددوی ګناه دشرابو واردول دي او که په (قاچاقي ) ډول دشرابو واردول یې ګناه ده ، ځکه تراوسه دا نه ده معلومه چې دکرزي په حکومت کې افغانستان ته دشرابو راوړل جرم دی او کنه ؟
که چیرې جرم وي نو بیا خو یې باید خرڅلاو هم جرم وبلل شي ، په داسې حال کې چې دکابل په ټولو غربي ټېپ راستورانونو کې شراب په ښکاره خرڅیږي ، له همدې څخه معلومیږي ، چې زاخیلوال حمیدزي لالي او صمیم ته له دې امله په غوسه دی ، چې ولې شراب په قانوني لارو افغانستان ته نه راوړي ، چې له ګمرګ پرته یې په قاچاق راوړي .
خیر ، که دکرزي صاحب په حکومت کې دشرابو موضوع متنازع فیها ده ، نو دپوډرو په موضوع کې خو هیڅ نزاع نشته ، بلکې دهمدې پوډرو او نورو مخدراتو دمخنیوي لپاره یې ځانګړی وزارت جوړ کړی دی او په څلور مذهبه حرام بلل کیږي ، اوس چې زاخیلوال صاحب هسې هم افشاګري پیل کړې ده ، باید چې دشرابو غوندې یې دپوډرو قاچاقبر هم په ډاګه کړي وای ، چې ښایي ترما دوی ته ښه معلوم وي .
د پوډرو د ټولو قاچاقبرو افشاء کول خو دانسان له وسه وتلې خبره ده ، خو څرنګه چې انسان په خپل وس مکلف دی ، زه به زاخیلوال صاحب ته یوازې یو قاچاقبر ورپه زړه کړم ، چې نه یوازې دپوډر کاروبار او قاچاقبري کوي بلکې نورې یې هم ډیرې ډنډې لړلي او په ډیرو پټو معاملو او فساداتو کې لاس لري .
دپوډرو قاچاقبر
د شرابو دقاچاقبر لالي حمیدزي یو انډیوال دی په کندهار کې چې جنرال رازق نومیږي او فی الحال دکندهار امنیه قومندان او دسرحدي ځواکونو مشري په غاړه لري ، دکندهار په بولدک کې ویش باډر که له یوې خوا دافغانانو لپاره د روا تجارت او ګټې وټې یو ښه بازار دی ، له بله اړخه دافغانستان دجنوب په سطحه دناروا معاملو ، قاچاق او تورې سوداګرۍ اصلي منبع هم بلل کیږي ، په همدې باډر / وېش ، دبولدک په نورو ساحو ، معروف او دښوراوک په دښتي سیمو کې له کلونو راهیسې دپوډرو ، چرسو او نورو مخدراتو په لسهاوو لویې او وړې فابریکې فعالیت لري ، چې په ټنونو مخدره مواد تولیدوي او افغانستان او نورې نړۍ ته یې عرضه کوي ، د ۲۰۱۲ م کال په منځنیو میاشتو کې امریکایي ځواکونو ددې شبکو دله منځه وړلو لپاره په یادو سیمو خصوصا په وېش باډر کې ځانګړي عملیات وکړل ، چې په نتیجه کې یې دمخدره توکو ډیر کاروباریان ونیول شول او ځیني فابریکې له منځه یووړل شوې ، خو کله چې امریکایي عملیات پای ته ورسیدل ، دکندهار دامنیه قومندان جنرال رازق مافیا په لومړي ځل متوجه شوه ، چې د ګټې څومره لوی فرصت یې په مخکې پروت دی ، له هغه وروسته جنرال رازق دخپلو ځانګړو دلالانو په واسطه د بولدک ، معروف او ښوراوک د مخدره موادو کاروباریان او قاچاقبر له سره تنظیم کړل ، او دنیم په نیمه ګټې په بدل کې یې دفعالیت پټ رسمي جواز ورکړ ، چې له هغه وروسته په دې سیمو کې دمخدرو موادو کاروبار او فابریکې له سره فعالې او کاروبار یې سخت رونق واخیست ، چې دجنرال رازق په سیوري کې څوک چپ هم ورته نه شي کتلای .
اوس چې خبره دپوډرو دقاچاقبر جنرال رازق شوه ، راځئ یوه شیبه نور هم ددې سړي پټو معاملو ته سرورښکاره کړو چې ددې کرښو لیکوال یې دنوموړي دیوه نږدې شناخته دمعلوماتو په استناد درته لیکي .
ـــ جنرال رازق په کندهار کې دقاچاق او ناروا سوداګرۍ او مالیې اخیستلو ځانګړې شبکه لري ،چې خپل ځانګړي استازي ورته لري چې دده سره په ګټه شریک دی ، پنځه کسان چې دجنرال رازق دقاچاقي او شخصي ګمرکي شبکې پیژندل شوي کسان دي ، په ویش باډر کې یې محلي خلک او ډریوران د تادین ، شنکي ، زاوک ، هزارګي او شاخان ادوزي په نومونو پیژني .
ـــ د بورې یا کود هر لارۍ موټر او دتیلو هر ټانکر چې د پاکستان لخوا فغانستان ته اوړي ، جنرال رازق دخپلو دلالانو په لاس یولک کلدارې ترې وصولوي ، چې داپیسې ګمرګ ته نه بلکې دجنرال رازق دشخصي شبکې جیب ته ځي ، دغه راز دکیمیاوي کود کوم موټر چې په عامه دروازه نه بلکې په ګریزي لارو افغانستان ته اوړي نو دا هم درازق دشبکې په اجازه اوړي چې په هر موټر کود شل زره روپۍ اخلي ، خو که چیرې امونیم نایتریت کود وي چې طالبان یې په بمونو کې استعمالوي ، نو بیا یوڅه زیاتې پیسې ترې اخلي ، دویش په پوله د کود همدې قاچاقي کاروبار طالبانو ته دامونیم نایتریت په موندلو کې ډیره هوسایي رامنځته کړې .
ـــ اوس چې خارجي ځواکونه له افغانستانه وزي ، نو د روسانود دور غوندې خورا ډیر کباړ ترشا پریږدي ، همدې کباړ دمجاهدینو د دوران غوندې یوځل بیا د پاکستان د فیکټریو توجه افغانستان ته ګرځولې او درګرده دسکریپ / اوسپنې په سوداګرۍ پسې افغانستان ته راځي ، خو څرنګه چې اوس په افغانستان کې هم د اوسپنې د ‌‌‌ذووب کارخانې شته نو له افغانستانه ددې تیارو اوسپنو قاچاق دافغانستان دملي ګټو په وړاندې ستره جفا بلل کیږي ، خو جنرال رازق په دې برخه کې هم شخصي ګټې ترملي ګټو مقدمې بللې دي ، جنرال رازق که له یوې خپل یوه دلال شنکی دکندهار په میدان کې امریکایانو ته دکباړ دټیکدار په حیث معرفي کړی چې له ده پرته بل څوک له میدان څخه کباړ نه شي ایستلی ، له بلې خوا یې دکندهار ښار او بولدک ترمابین په تورکوتل کې ددې سوداګرۍ دکنترول لپاره ځانګړې پوسته جوړه کړې ، چې دسکریپ یا کباړ له هرموټر څخه دوه لکه پاکستانۍ کلدارې اخلي ، او په مقابل کې یې داوسپنې دایستلو جواز ورکوي ، په دې توګه دافغانستان په جنوب کې دپاکستاني ټیکدارانو او جنرال رازق ترمنځ داوسپنې ناروا تجارت سخت زور نیولی .
ـــ پاکستان ته چې په قاچاق چای ، غوړي یا نور تجارتي اموال اوړي ، دجنرال رازق دلالان د دوه نیم لکو کلدارو په مقابل کې لوی موټر ته اجازه ورکوي چې واوړي ، دغه راز دچارتراشو په موټر پنځه لکه کلدارې په خالي کانتینر دری نیم زره افغانۍ او په بې پلیټه کانتینري موټرو باندې له لس زره تر شل زره روپۍ اخلي .
دهرات لخوا چې دکندهار ښار ته تجارتي موټر را داخلیږي دباغ پل په ساحه کې دجنرال رازق شخصي ګمرک ترې في موټر اوه نیم زره روپۍ اخلي ، چې دا ټولې پیسې له دولتي رسمي ګمرګ څخه جلا دي او یوازې دجنرال رازق شخصي جیب ته ځي .
لوړ معلومات په ډاګه کوي ، چې دا یوازې دولسي جرګې وکیلان نه دي چې په ناروا سوداګریو او قاچاق کې ترغوږونو ډوب دي ، بلکې محلي چارواکي ، قومندانان ، والیان او ولسوالان هم بدوکي نه دي بلکې له وکیل صاحبانو که یو څه مخکې نه وي وروسته خو بیخي نه دي .
له زاخیلوال صاحب نه درخواست دی چې که داځل په کومه استیضاح وربرابر شو ، نویوازې دې وکیلان دشخصي نزاع له امله نه بربنډوي بلکې دملي ګټو لپاره دې نور مفسدین او قاچاقچیان هم لوڅ کړي ، ترڅو ولس ته څرګنده شي چې څوک ، څوک دي


larghonay laraway
14.05.2013

السلام عليکم!
زاخېلوال توره وکړه خو د شمالي ټلوالې د دوو لنډه غرانو په کونه سم ټنګار دی!
دوی اوس هم چيغې وهي چې زاخېلوال پخوا ولې دا خبرې نه کولې چې اوس يې کوي!
دوی ځکه ډارېږي چې د کورنيو چارو وزير په ورپسې قطار کې ولاړ دی او د دوی لمنې به هم ورپورته کړي!


daud
14.05.2013

سلامونه او احترامونه
وايي : هغه شر پيښ كړي ،چې خير په كى حاصل شي . دكابل په فاسده او مزدوره اداره كې سم سړى ځاى نه لري . زاخيلوال هم په پوست پاك نه دى،حتمي يى دامريكايي چټلى نه څكه كړې ده او خپل استعداد او وفاداري يې امريكايانو ته په ثبوت رسولى ده ، چې دې مقام ته يې ځان رسولى دى .
خو سوال دا پيدا كيږي ،چې دا يو دبل لوڅول او رسوا كول په دى وخت كې په كومه انګيزه او دكوم هدف دپاره سرته. رسيږي ؟
زه د افشا شويو عناصرو  په فساد او درغلى كې كوم شك نه لرم ، خو دفساد كچه يې دشمال دتلوالې د لندغرو دجنايت ،چور او خيانت سره دمقايسې وړ نه ده ،دهغوى نومونه او كړنې نه رسوا كيږي .
داسى خو به نه وي ،چې دغلا په ويش كې شمالواله دجنوب تر والاوو دوزير سره منصفانه برخورد كړى وي او دغلا په تقسيولو كې ښه تجربه ولري ؟
په هر حال الله تعالى(ج) يې د چاړه او غوښه كړي ،چې ملت ترې خلاص شي .

مننه

دازاد او خپلواك افغانستان په هيله


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more