نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د پاکستان د خلکو ارادې، پر ګواښونو غلبه وکړه.
میرویس
13.05.2013
ګرانو وطنوالو، اسلام علیکم
د پاکستان ولس د انتخاباتو دموکراتیک پروسس بریالئ سرته ورساوه. دا دملک د خلکو او عصر یو مبرم ضرورت ؤ. د ملکونو د ښیرا زۍ دپاره جهاني کیدل،
د معلوماتو د تبادلې آزادي او د ملکونو په سرنوشت کې د عام ولس ګډون ددموکراتیک جریان د کامیابۍ تضمین کوي. په بین المللي ټولنه کې یوازې هغه ملکونه د عزت، برم او اعتبار خاوندان دي او د نړیوالې ټولنې اعتماد پرې راتلئ شي، چې حکومتونه یې د خلکو د ارادې ممثل وي. په ننۍ دنیا کې د ملکونو ښیرازي، د غربت نه را وتل، د انزوا نه را بهر کیدل او پرځان باندې اتکا او آزادي هغه مملکونه حاصلولئ شي چې خلک حکومتونه وټاکې او حکومتونه د خلکو د ارادې مطابق عمل وکړي
برخلاف هغه ملکونه چې استبدادې رژیمونه لري نه دا چې دا ذکر شوي امتیازړنه نښی تر لاسه کولی، بلکه د انزوا، غربت، ظلم او استبداد، بې علمۍ، جهل او وروسته پاتې کیدو سره لاس او ګریوان وي، د خپلو مذهبي زده کړو نه هم محروم وي. يوه بیسواده ټولنه تل د حاکمې طبقې د غلام حیثیت لري. دا هغه ټولنه ده چې نن سبا یې پاکستاني طالبان غوښتونکي دي. دوی انخابات چې په اسلام کې جائز دې ناروا بولي، د ښونځیو سره مخالف دي، ځکه چې طالبان په لوستو خلکو خپه اراده نشي تحمیل کولای.طالبان د اسلامي ارشاداتو نه د ځان د ګټې د پاره د حربې په توګه کار اخلي
ددې ډول بد بختیو نه د خلاصون یوازنۍ لاره تعلیم دئ او بس، داسې تعلیم چې د اسلامي او نورو متداولو علومو تر منځ یو منطقي او اسلامي انډول برابر وی، ومن الله توفیق