د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

امريکا ډيورنډ ته د رسمي پولې په سترګه ګوري

pattang
13.05.2013

انډيوالانوڅه قضاوت کوۍ !
داڅوورځې پروپاګندې احساسات او...او د ګوشتې په قضيه
اوپه تېره بيا دډېورند دکرښې په هکله داجنټ دولت پروپاګنده
او دروغ :
- کرزی وايې " له ما څخه پاکستان څو ځله غوښتي دي چې
دډېورند کرښه ورته لاسليک کړم "
- اکسريت غيرې پښتانه او ځينې خلقيان هم غواړي چې
دافغانستان دولت دغه معاهده لاسليک کړي خو په عوض کې
يې ازاده تجارتي لاره بحر او هندته په پاکستان ومني!

** پاکستان وايې:" ډېره مننه ، زمونږ لپاره د ډېورند مسئله
حل ده.. " يانې ضرورت ورته نلرو !!
** دکرزي او دشمال دقاتلانو مګري صليبي اشغالګر هم داسې
وايې لکه پاکستانيان !

"ويليم برنز: امريکا ډيورنډ ته د رسمي پولې په سترګه ګوري
دامريکې د بهرنيو چارو وزارت مرستيال (ويليم برنز) پرون
د امريکې په سفارت کې خبريالانو ته وويل چې د ډيورنډ په
اړه د امريکې دريځ پخوانی دی او دوی دغې کرښې ته د
افغانستان او پاکستان تر منځ د رسمي پولې په سترګه
ګوري. د ده په وينا دی د افغانستان او پاکستان لپاره د
امريکې د پخواني ځانګړي استازي (مارک ګروسمن) وينا
تائيدوي. مارک ګروسمن او د امريکې پخواني سفير په
افغانستان کې هم ورته نظريات څرګند کړي وو."

نو اوس ګورۍ چې لاسپوڅی او اجنټ دولت يوه موضع
ګرموي چې داولس سترګې او فکرله خپل کړي جنايت او
خيانت څخه بلې خواته وګرزوي او دخلکو احساسات بلې
خواته متوجه کړي ....!
دااحمقان پردې نه پو هيږي چې دوه خرڅ شوي وروڼه
به فزيکي جداوي خو معنوي او حقوقي چې ګډ پلرنی
ميرا ث ( پښتو، پښتنولي ... ) سره لري اويوه وينه
لري هيڅوک اوهيڅ بشري قانون نشي بېلولی!

(که دخيبر تلوېزيون ته ګورم هلته خلک وايې مونږه پښتانه
يو.... زمونږ عادات/هويت پښتو او پښتنولي دي....)

[img:ecfa7ebb05]https://fbcdn-sphotos-a-a.akamaihd.net/hphotos-ak-ash4/408610_354051948011088_248971901_n.jpg[/img:ecfa7ebb05]

[size=24:ecfa7ebb05]په ټولنه کې يو ژوندی ساری[/size:ecfa7ebb05] :

که دوه وروڼه دظلم اويا د بې کفايتي په اساس خپل
موراوپلاريې دadoption (خپل اولاد پردويو ته وربخښل،
ورکول... ) لپاره خوشې کړي اودوه مختلفې کورنۍيې
ځانته واخلي نودغه دوه وروڼه وروسته له ډېره وخته يوبل
بېرته د خپلې غريزې په اساس سره پيدا کوي اويو ځای
کېږي خو شرائط پکشې مهم رول لري !

** تاجک ، اوزبک ،هزاره اوځيني خلقيان د ډېورند دکرښې
په رسميت پېژندل غواړي تر څو چې دپاکستان مداخله په
افغانستان کې ورکه شي ! خوپاکستان او متحدين يې وايې:
"چې دوی دېته ضرورت نلري د ډېورند مسئله حل او
رسسمي سر حد دی.. "
دغه حراميان لوچک مردم ټول د پښتنو دوښمنان دي او
دا بېکاره کور مغزه رشوتخواره پردې هم ندي خبر چې
پاکستان ته خپلې ماېنې او نيمايې افغانستان هم ورکړي بيا
به هم پاکستان خپلې ګټې غواړي او مداخلې به کوي !
دپاکستان غاښونه هلته ماتيږي اولاس يې بنديږي چې
افغانستان له غلو قاچاقبرو ، رشوتخورو، بېکارو او بې
مسلکو خلکو څخه پاک يو ملي دولت او يو ملي هويت ولري!!
خو دغه غله د خپلو اشغالګرو په مرسته هم مادي غلاوې
کوي اوهم معنوي اواوس دا مسئله منځ ته اچولې ده!
ددې رزيلانودورکېدو په زيري ! او لانت پردوی!!


Samsor Afghan
14.05.2013

د ډيورند په اړه هره فیصله به افغان ولس کوی نه بل څوک.

بل هیڅ هیواد دا حق نه لری چی د ډیورند په اړه تصمیم ونسی او یا یی فیصله کړی.

پتنګه ورور بیغمه اوسه هره قیصه چی کیژی د د کرغیړنی کرښی په اړه هغه به افغان ولس او پښتونخوا کوی نه بل څوک.

په درناوی


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more