د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

کرزی د چا زوی دی مونږ يې منو!

larghonay laraway
13.05.2013

سلامونه!
کرزی وايي ډيورنډ لين نه منم خو په افغانستان کې مېشت امريکايان وايي مونږ يې په رسميت منو !
که په يو ازاد او خپلواک هېواد کې يو بهرنی داسې خبر وکړي نو د هېواد ولسمشر بايد ورسره څه وکړي؟


Samsor Afghan
14.05.2013

لرغونی ورور
داسی ریس جمهور د کلکه مبارزه وکړی د خلکو د اتحاد کوشش د وکړی لکه چی کړی یی ده او بل دا چی ډیورند کرزی نه ورسره منی دا خبره یی څو ځلی کړی ده خو زما په آند که ډیورند رسمی کرښه له پاکستان سره هم نه شی خو یوه بله معامله شاید وشی هغه دا چی دا پاکستان هم د نیکی غوا خوسي نه ده چی ټولی خبری به د پاکستان په ګټه کیژی زه فکر کوم لکه څرنګه چی امریکا او د جهان نور قوی هیوادونه داسی خبرو ته ډیر لیوال دی چی لوی هیوادونه واړه شی او په دیموکراسی یی سمبال کړی نو پاکستان هم داسی غټ نه پریژدی شاید بلوچستان او پښتونخوا خپلی آزادی واخلی او پنجاب او سیند یوازی پاتی شی.

که داسی وشی بیا امکان لری چی زمونژ حکومت هم دا سرحد ورسره ومنی ځکه بیا امکان لری چی د پښتونخوا پښتانه هم یوازی توب خوښ کړی.

دا زما خپل شخصی یو فکر دی خو شاید داسی ونه شی.

خو زه بیا هم دا خبره کوم چی په هیڅ صورت د افغانستان هیڅ حکومت باید دا کرښه ونه منی.
او کرزی د خیر یوسی خپل غژ خو یی جیګ کړی دی.

په درناوی


larghonay laraway
15.05.2013

زما په نظر خو کرزی دومره کفايت نه لري چې د ډيورنډ لين په اړه د افغانستان په ګټه فکر وکړي!
ځکه د کرزي په حکومت کې په طلوع ټلويزيون کې يو شمېر کسان بې علمه، بې دليله او بې منطقه په ډاګه چيغې وهي چې (افغانستان تر ډيورنډ لين يوه لويشت هاخوا هم حق نه لري)
که د کرزي نيت صاف وي نو طلوع ولې د هېواد او ځمکنۍ بشپړتيا په ضد کړنو نه محاکمه کوي؟
خو کرزی دروغ وايي او ټر په پر پټوي!


Samsor Afghan
19.05.2013

سلامونه او نیکی هیلی

لرغونی ورور

د کرزی کفایت هر څوک نه شی معلوم کولی او زه دا باور لرم څوک چی واقعا ځآن افغان بولی او ځان ته افغان وایی هغه به د افغانستان په اړه غلط فکر ونه لری.

په درناوی


larghonay laraway
20.05.2013

کرزی خو افغان نه دی!
هغه چې په امريکا کې ژوند کاوه او تابعيت يې درلود نو په کوم امريکايي اخبار کې وليکل شوه چې کرزي بېرته تابعيت تسليم کړ؟
بله دا چې په خبرو اوجامو خو څوک نه افغان کېږي.
کرزی له پاکستان نه پيسې اخلي او د افغانستان د ننه دښمنانو لنډه غرانو او قاچاقبرانو ته يې ورکوي چې نور هم تکړه شي ايا افغان داسې وي؟


Samsor Afghan
29.05.2013

کرزی افغان نه ده؟

عجیبه خبره ده هر څه مو چی زړه وی منی یی !!!!!!!!!!!!!!!!!

مونژ افغانانو همدی نظر وژلی یو د یو چا په اړه همیشه وخت منفی نظر لرو او هغه اصلی اهداف را نه پاتی وی فقط په همدی خبرو مو وخت تیر کړی دی.

په درناوی


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more