اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
جبري مېلمانه!
مساپر
10.05.2013
سلام علیکم و رحمة الله و بركاة،
ګرانو هیوادوالو لکه چې خبر یاست، په دې ورستېو کې دهیواد د ځينو كليو اوسېدونكي د وسله والو طالبانو له لاسه ډېر شکایتونه کوي، دوی وایي چې طالبان یي د شپې له خوا كورونو ته غیر له کومې پوښتنې اویا اجازې کورو ته ورځي، او د ډوډۍ خوړلو او اوسېدو لپاره دوی مجبوره کوي.
دوى وايي، كورونو ته يې هره شپه د طالبانو له ورتګ څخه نور ډېر په عذاب شوي د هلمند د يو شمېر كليو اوسيدونكي نالښت كوي، چې دولت يې بايد سيمو ته پام وكړي او د ستونزې په حل كې مرسته ورسره وكړي.
د دغه ولایت یوه اوسېدونكي اسد الله خبري آژنسونو ته وويل: په هفته كې مې دوې درې شپې ضرور كور ته طالبان راځي، ډوډۍ راڅخه خوري، نور نو پوزې ته ترې رسيدلى يم.
آیا دغه راز اعمال د یو ښه او صادق مسلمان کار دي؟ هیڅ کله نه، قرآن پاک په سوره النور کې داسې فرمایلي دي:
يَـٰٓأَيُّہَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ لَا تَدۡخُلُواْ بُيُوتًا غَيۡرَ بُيُوتِڪُمۡ حَتَّىٰ تَسۡتَأۡنِسُواْ وَتُسَلِّمُواْ عَلَىٰٓ أَهۡلِهَاۚ ذَٲلِكُمۡ خَيۡرٌ۬ لَّكُمۡ لَعَلَّكُمۡ تَذَكَّرُونَ (٢٧)
ترجمه: ای هغو کسانو چې ایمان یي راوړي دي (یعنی ای مؤمنانو) مه ننوځئ تاسې (هغو) کورونو ته چې غیر وي له کورونو د تاسې تر هغه پوری چې اجازه وغواړئ، د تاسې خیر بهتر ډېر غوره دي.
تفسیر: یعنی ماسوأ د خپلی خصوصی هستوګنی له کوره د بل چا د هستوګنی په کور کې هم داسې په خپل سر او بی خبره مه ننوځئ! ولی چې آیا دوی د بل چا په ورتګ خوښېږي که خفه کېږي؟ لهذا پخوا د ننوتلو اجازت حاصل کړي او له ټولو نارو څخه بهتره سلام اچول دي.
اما ډېر د افسوس ځاي دي چې نن مسلمانان په دغو ګټورو او مبارکو ارشاداتو پسې دومره نه ګرځي، لکه چې مونږ ټول يي په خبرونو کې لولو چې طالب صاحبان څنګه ځانونوته مسلمان وایي خو اعمال یي اکثر د اسلام د مبارکو ارشاداتو سره مطابقت نه لري.
په درنښت،
کامیاب
10.05.2013
وعلیکم السلام
مساپره! داسی لوی درواغ دی ویلی دی چی هیڅوک به یی درسره قبول نکړی،
طالبان دچاڅخه په زوره ډوډی نه اخلی که چا داسی کار کړئ وی نوهغه طالب نه ، بلکه ستاغوندی بیلاری او بی سرنوشته خلګ دی، چی دغوږ دکتلو مخکی په سپی پسی ځغلی.
مساپر
10.05.2013
دروند ورور کامیاب صیب،
که د هلمند خبره نه منئ، نو د غزني څخه واوره:
د غزني د مقر ولسوالۍ پاڅونوال وايي چې د دې ولسوالۍ له ۱۵۲ كليو څخه يې وسله وال طالبان شړلي دي.
دوى زياتوي كه مرسته ور سره وشي، نو چمتو دي چې د غزني له نورو ولسواليو څخه د طالبانو په شړلو كې برخه واخلي.
د طالبان صاحبانو هغه پخوانی طلسمونه اوس مات شوي دي، انشأ الله و تعالی.
مننه،
pattang
10.05.2013
کوم نوی خبر راوړه داخو زړې خبرې دي د cia او اسدالله
هلک داربکيانوخبرې داسې دي لکه دبازار دالري خبرې ٠ !!
[quote:fdb17bc9dc="مساپر"]دروند ورور کامیاب صیب،
که د هلمند خبره نه منئ، نو د غزني څخه واوره:
د غزني د مقر ولسوالۍ پاڅونوال وايي چې د دې ولسوالۍ له ۱۵۲ كليو څخه يې وسله وال طالبان شړلي دي.
دوى زياتوي كه مرسته ور سره وشي، نو چمتو دي چې د غزني له نورو ولسواليو څخه د طالبانو په شړلو كې برخه واخلي.
د طالبان صاحبانو هغه پخوانی طلسمونه اوس مات شوي دي، انشأ الله و تعالی.
مننه،[/quote:fdb17bc9dc]
کامیاب
11.05.2013
[quote:e3502cc5f3="مساپر"]دروند ورور کامیاب صیب،
که د هلمند خبره نه منئ، نو د غزني څخه واوره:
د غزني د مقر ولسوالۍ پاڅونوال وايي چې د دې ولسوالۍ له ۱۵۲ كليو څخه يې وسله وال طالبان شړلي دي.
دوى زياتوي كه مرسته ور سره وشي، نو چمتو دي چې د غزني له نورو ولسواليو څخه د طالبانو په شړلو كې برخه واخلي.
د طالبان صاحبانو هغه پخوانی طلسمونه اوس مات شوي دي، انشأ الله و تعالی.
مننه،[/quote:e3502cc5f3]
مساپرجانه! ښه شو دهلمند خبره دی خپله هم ومنل چی درواغ ده، بیادی دغزنی خبره مینځته کړه ، دغزنی داهم ورباندی قیاس کړه، ځکه چی دخبرلیکونکی تاسی اوخبرنگار یی پاڅونوال دئ، چی دواړه حقیقت نوایاست، په مخکنی لیکنی کیدی ویل: چی طالبان دخلګو څخه ډوډی په زوره اخلی دلته دی بیا لیکلی دی: طالبان دغزنی څخه شړل شوی دی. دطالبانو شړل که دهر چا کاروای اوس به ته هم دکرزی غوندی د وولسمشری په څوکۍ باندی ناست وای.دطالبانو دشړلو آرمان به ګورته یوسئ ،تاسو به دافغانستان څخه شړل کیږئ ځکه چی ستاسو دبادارانو دوتلو وروسته به څوک تاسو وساتی؟
السلام عليکم
هجران
11.05.2013
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته..
هيله ده چي جوړ اوروع ياست!
محترموکه طالبان دي اوکه امریکااودهغه ملګری دي ، خوخبره زموږ په ځانوکښي ده که موږ اصلاح شونوبيابه پرموږحاکمان هم نیکان خلګ سي.
په يوه روايت کښي راغلي دي :«کماتکونون کذالک يول عليکم».
لکه څنګه چي تاسي يې همدارنګه به پرتاسوباندي حاکمان مقررکيږي.
نودااوس معلومه خبره ده چي د ۴۲ملکووحشیانوزموږ پرهيواد باندي ناروا يرغل کړئ دئ ، اوالله جل جلاله اوس زموږ پرسرمسلط کړل همدازموږ اوستاسي داعمالو سزاده ، له هرڅه نه مخکي موږبايدخپل ځانونه اصلاح کړو ، اوهرڅوک بايدخپل ځان اصلاح کړي ،انت الزمان ان صلحت صلح الزمان.
اوس بايد موږ کوښښ وکړو چي يرغلګرله هیوادنه وشړو ، اودهغوئ دسيسې شنډي کړو.
نه داچي دمسلمان دبدنامولو دپاره زياروباسو، طآلبان که هررنګه دي خواوس تاسوته داډېربې ننګئ اوبې ناموسي خبره ده چي طالبان کوم چي مسلمانان ستا دهیواد اودیوې کاسې وروڼه دي ظالمان بولي ، اود۴۲ملکووحشیان چی کوم له قساوت نه ډک اعمال ترسره کوي پټه خوله ناست يې ، داخوهغه خلګ چي الله جل جلاله ددوي پّه شان کښي فرمايلي دي :
اؤلئک کالانعام بل هم اضل.
داخلګ لکه حیوانان داسی دي بلکي ترهغوئ ډېرګمراهان دي.
ستاسي دلابريااوښه ژوندون اودالله جل جلاله په لار کښي دقرباني په هيله ورور هجران.
..........
السلام عليکم:
هجران
12.05.2013
http://benawa.com/details.php?id=55017
اوس په دې خبرکښي څه واياست ، مسافره وروره ! اوس خوهم هغه ډول يوه بيان نشرکړه ، دابه انصاف نه وي چي اوس دبهرنیانواوداخلیانوپرظلم پټه خوله يې!!!
د ميوند اوسيدونکي: پوليس او بهرني سرتېري مو ځوروي .
لودين
وروسته له دي چې د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې دوه ورځي لاريونونه تر سره سول او وروسته په تاوتريخوالي واوښتل دا مهال سيمه وال وايې چې امنيتي ځواکونو له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.
د ميوند ولسوالۍ د هغه سيمي چې پکښې افغان ميرمنو ته سپکاوى سوى او د وګړيو په خبره چې د سپکاوي په غبرګون کې يې لاريونونه کړي دا مهال وايې چې امنيتي ځواکونه يې ځوروي.
محمد داود هغه کس دى چې په سيمه کې يې کور څلور ځلي د تېرو لاريونونو را په دي خوا پلټل سوى.
دى وايې چې افغان او بهرني سرتېري کوم چې سيمه ايز پوليس يې ملتيا کوي ددوى په کورونو کې بې ځايه تلاښۍ کوي او هم يې پرته له کومي ستونزي ځوروي .
د لوى کاريز يو بل تن عبدالهادي وايې چې د تېرو دريو ورځو را په دي خوا يې کور دوه ځلي تلاښي سوى دى او سيمه ايز پوليس يې د امريکايې سرتېرو په مرسته پرته له کومي ګنا ځوروي.
نوموړى وايې چې په ميوند ولسوالۍ کې وسله وال طالبان سته دي ولي هغوى په هغه سيمه کې نه پاتي کيږي چېري چې امنيتي ځواکونه دي.
دغه ولسي وګړي وويل چې که امنيتي ځواکونه غواړي وسله وال طالبان ونيسي ورته به يې وښيي او ودي يې نيسي.
بل خوا ته د ميوند د بازار يو تن اوسيدونکى دوکاندار د نوم نه ښودلو په شرط وايې چې د کندهار ولايتي چارواکي دي ددوى غم وخوري او که چېري لوړ پوړي مسولين په دوى باندي ځان خبر نه کړي ولسي وګړي به د ميشتو امنيتي ځواکونو د سخت چلند له امله کور پرېښودو ته اړ سي.
هغه ويلي دي چې هره ورځ په کورنو کې تلاښۍ کيږي، د ژورو څاګانو جنراتورونه سوځول کيږي، بې ګنا وګړي نيول کيږي او هم په کورونو کې قيمتي توکي وړل کيږي.
ده غوښتنه وکړه چې ولايتي اداره پرې ځان خبر کړي او ستونزي له منځه يوسي.
د کندهار د والي وياند جاويد فيصل بيا وايې چې په ميوند ولسوالۍ کې هغسي ستونزه نسته څنګه چې يې خلک يادوي.
دى وايې چې په نوموړي ولسوالۍ کې ورځني عمليات دوام لري او ټول هغه شکمن ځايونه پلټل کيږي کوم چې د وسله والو طالبانو د شتون شک پري کيږي.
هغه وايې چې ولسي وګړيو ته امنيتي ځواکونو هيڅ زيان نه دى اړولى او ولسي وګړي دي په سيمه کې د عملياتو پر مهال د افغان او بهرنيو ځواکونو سره مرسته وکړي.
بايد وويل سي چې د ميوند ولسوالۍ د تېري پېښي په اړه افغان ولسمشر حامد کرزي هم د پلټنو امر هم کړى و.
© http://benawa.com/details.php?id=55017#ixzz2NLZLYyDa