نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
امریکا ته د کرزي یو شرط دا دی چې د پاکستان په وړاندې د افغانستان ملاتړ وکړي!
pattang
09.05.2013
ياره داسړۍ خو ډېر لوده دی داڅرنګه رئيس جمهور شه
د يوو کاتب دې بلا پرې وګرزي !
[color=red:149675f91a]وروڼو امريکا او انګليس دپاکستان دزړه
حاميان او ازلي ملګري يې دي نو دالوده په داسې خرو
خبروڅرنګه اوولې خپل وخت ضايع کوي ! [/color:149675f91a]
امریکا ته د کرزي یو شرط دا دی چې د پاکستان په وړاندې
د افغانستان ملاتړ وکړي!
| پنجشنبه, 09.05.2013, 06:56 PM | (121 لیدل شوی)
[img:149675f91a]http://www.taand.com/images/article/2013_05/40043/u26_1.jpg[/img:149675f91a]
([color=red:149675f91a]قزلو مداري سپينې کوترې په خپل منتر الوزه وي ![/color:149675f91a] )
تاند- د افغانستان ولسمشر حامد کرزي نن په ښکاره وویل چې امریکا له افغانستان څخه د نهو اډو غوښتنه لري او د ده حکومت هم په هغه صورت کې ورسره موافق دی چې امریکا د افغانستان غوښتنې ومني.
کرزي وویل:«که امریکا زموږ غوښتنې ومني، موږ تیار یو چې امنیتي تړون ورسره لاسلیک کړو.»
د ولسمشر کرزي په وینا امریکا غواړي چې په کابل، بګرام کندهار، مزارشریف، جلال اباد، ګردېز، کندهار، هلمند، شینډنډ او هرات کې اډې ولري.
ده همداراز وویل، افغانستان له امریکا څخه دا وعده غواړي چې په افغانستان کې به سوله او امنیت راولي، افغان امنیتي ځواکونه به پیاوړي کوي او له افغانستان سره به د اوږدمهالو اقتصادي مرستو ژمنه کوي.
اسوشیتید پریس خبري اژانس وايي چې په کابل کې د امریکا د سفارت ویندوی دیوید سنیپ د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي تړون د جزییاتو په اړه له څه ویلو ډډه وکړه، ویې ویل:«موږ تر هغو چې خبرې روانې وي د موافقې پر مشخصاتو تبصره نه کوو.»
اسوشیتید پریس خبري اژانس وايي، یوه جګپوړي امریکايي چارواکي، چې د افغانستان او امریکا ترمنځ د روانو خبرو په باب یې مالومات لرل، وویل چې د امریکا او افغانستان اختلاف پر دې مسلې دی چې کرزی له امریکا غواړي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په اختلاف کې او یا د پاکستان له لوري افغانستان ته د خطر د پېښېدو په صورت کې دې امریکا د افغانستان ملاتړ وکړي. خو د امریکا متحد ایالتونه د افغانستان له دې غوښتنې سره موافقه نه کوي.
اژآنس وايي چې دغه امریکايي چارواکي نه غوښتل چې نوم یې څرګند شي.
اسوشیتید پریس خبري اژانس ته ځینو افغان چارواکو هم، چې د دواړو هیوادونو د خبرو په اړه یې مالومات لرل، ویلي چې ولسمشر کرزی له امریکا څخه د زیاتو امتیازونو په تېره بیا له پاکستان سره د اړیکو په برخه کې د افغانستان د ملاتړ غوښتونکی دی.
ولسمشر کرزي دا هم وویل چې افغانستان غواړي د ناټو له هر غړي هېواد سره ځانګړى تړون ولري، څو پوه شي ، چې دوى په افغانستان د کومو شرايطو له مخې پاتې کېدل غواړي
کرزي نن د کابل پوهنتون د اتیایمې کالیزې په مناسبت په جوړو شویو مراسمو کې پاکستان ته خبرداری ورکړ چې افغانستان ته خپل ځواکونه ونه لېږي او دا هڅه دې نه کوي چې پر افغانستان د ډیورند کرښه په رسمیت وپېژني.