د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

پنځه ترهګر(طالب) ونیول شول

مساپر
09.05.2013

ټولو درنو هیوادوالو ته خپل تاوده سلامونه وړاندې کوم،
خبري آژانسونه وایي، چې د چهار شنبې په ورځ د کندهار په پنجوای ولسوالۍ کې د افغان او ناټو ځواکونو په ګډو عملیاتو کې پنځه طالبان نیول شوي دي. په دغه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې دغه ډله د وسلو د برابرولو او پر قومي مشرانو او نورو ترهګرو بریدونو د په لاره اچولو دنده پر غاړه لرله.
الله تعالی په خپله زمونږ په ویجاړ او وران هیواد کې سوله او امنیت راولي، آمین ثم آمین.
په درناوئ،


Re: پنځه ترهګر(طالب) ونیول شول

pattang
09.05.2013

ياره مسافره ستا يوه ليکنه مې هم دافغانستان دخواخوږي
په دود، ددې فاسد غله رژيم په خلاف ونه لوستله خوشې
دلاسپوڅي رژيم پروپاګندې تل راوړې خدی پاک دې موږ
ټولو ته دعدالت سترګې راکړي !!

[quote:1011eb84b2="مساپر"]ټولو درنو هیوادوالو ته خپل تاوده سلامونه وړاندې کوم،
خبري آژانسونه وایي، چې د چهار شنبې په ورځ د کندهار په پنجوای ولسوالۍ کې د افغان او ناټو ځواکونو په ګډو عملیاتو کې پنځه طالبان نیول شوي دي. په دغه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې دغه ډله د وسلو د برابرولو او پر قومي مشرانو او نورو ترهګرو بریدونو د په لاره اچولو دنده پر غاړه لرله.
الله تعالی په خپله زمونږ په ویجاړ او وران هیواد کې سوله او امنیت راولي، آمین ثم آمین.
په درناوئ،[/quote:1011eb84b2]


د ميوند اوسيدونکي: پوليس او بهرني سرتېري مو ځوروي

هجران
12.05.2013

http://benawa.com/details.php?id=55017
اوس په دې خبرکښي څه واياست ، مسافره وروره ! اوس خوهم هغه ډول يوه بيان نشرکړه ، دابه انصاف نه وي چي اوس دبهرنیانواوداخلیانوپرظلم پټه خوله يې!!!
د ميوند اوسيدونکي: پوليس او بهرني سرتېري مو ځوروي .
لودين

وروسته له دي چې د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې دوه ورځي لاريونونه تر سره سول او وروسته په تاوتريخوالي واوښتل دا مهال سيمه وال وايې چې امنيتي ځواکونو له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

د ميوند ولسوالۍ د هغه سيمي چې پکښې افغان ميرمنو ته سپکاوى سوى او د وګړيو په خبره چې د سپکاوي په غبرګون کې يې لاريونونه کړي دا مهال وايې چې امنيتي ځواکونه يې ځوروي.

محمد داود هغه کس دى چې په سيمه کې يې کور څلور ځلي د تېرو لاريونونو را په دي خوا پلټل سوى.

دى وايې چې افغان او بهرني سرتېري کوم چې سيمه ايز پوليس يې ملتيا کوي ددوى په کورونو کې بې ځايه تلاښۍ کوي او هم يې پرته له کومي ستونزي ځوروي .

د لوى کاريز يو بل تن عبدالهادي وايې چې د تېرو دريو ورځو را په دي خوا يې کور دوه ځلي تلاښي سوى دى او سيمه ايز پوليس يې د امريکايې سرتېرو په مرسته پرته له کومي ګنا ځوروي.

نوموړى وايې چې په ميوند ولسوالۍ کې وسله وال طالبان سته دي ولي هغوى په هغه سيمه کې نه پاتي کيږي چېري چې امنيتي ځواکونه دي.

دغه ولسي وګړي وويل چې که امنيتي ځواکونه غواړي وسله وال طالبان ونيسي ورته به يې وښيي او ودي يې نيسي.

بل خوا ته د ميوند د بازار يو تن اوسيدونکى دوکاندار د نوم نه ښودلو په شرط وايې چې د کندهار ولايتي چارواکي دي ددوى غم وخوري او که چېري لوړ پوړي مسولين په دوى باندي ځان خبر نه کړي ولسي وګړي به د ميشتو امنيتي ځواکونو د سخت چلند له امله کور پرېښودو ته اړ سي.

هغه ويلي دي چې هره ورځ په کورنو کې تلاښۍ کيږي، د ژورو څاګانو جنراتورونه سوځول کيږي، بې ګنا وګړي نيول کيږي او هم په کورونو کې قيمتي توکي وړل کيږي.

ده غوښتنه وکړه چې ولايتي اداره پرې ځان خبر کړي او ستونزي له منځه يوسي.

د کندهار د والي وياند جاويد فيصل بيا وايې چې په ميوند ولسوالۍ کې هغسي ستونزه نسته څنګه چې يې خلک يادوي.

دى وايې چې په نوموړي ولسوالۍ کې ورځني عمليات دوام لري او ټول هغه شکمن ځايونه پلټل کيږي کوم چې د وسله والو طالبانو د شتون شک پري کيږي.

هغه وايې چې ولسي وګړيو ته امنيتي ځواکونو هيڅ زيان نه دى اړولى او ولسي وګړي دي په سيمه کې د عملياتو پر مهال د افغان او بهرنيو ځواکونو سره مرسته وکړي.

بايد وويل سي چې د ميوند ولسوالۍ د تېري پېښي په اړه افغان ولسمشر حامد کرزي هم د پلټنو امر هم کړى و.

© http://benawa.com/details.php?id=55017#ixzz2NLZLYyDa
_________________
ياالله ستابندګان يوته پرموږرحم وکړئ!


pattang
12.05.2013

مسافر داسې مالوميږي لکه چې فاسد رژيم او سي ای اې ورته
پيسې ورکوي ، هر وخت ناحقه دروغ دصليبيانو لپاره دلته ليکي !
خدای پاک دجزا ورته ورکړي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more