د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

يو پښتونستانى ځلمى وايې

afghan
07.12.2004

مرحوم امان الله سېلاب ساپي
كابل دحمل 6/1334

[size=24:dddcff8db3][color=white:dddcff8db3]------يو پښتونستانى ځلمى وايې[/color:dddcff8db3][/size:dddcff8db3]

[list:dddcff8db3]زما د سوز او ژړا كړيكې هميش
دا لاندې ځمكه پاس اسمان اوري
نارې دغم ډكې لـه بلو لمبو
زما د شور دا ټول جهان اوري
د ظالم ظلم او زور خبرې
دمظلوم چغې هر انسان اوري
ولې صحنه د عدالت چيرته ده؟
بله ډيوه د حقيقت چيرته ده؟
وزر مې وچ ژبه مې ګونګه شوله
اوس په يو لورې الوتلى نه شم
حيران يم هيڅ طرف ته تللى نه شم
صياد كړم بند پروت په پنجره كې يمه
ګناه مې څه زما تقصير كوم دى؟
زما ددغه خوب تعبير كوم دى؟
هو زه پوهيږم خبر دار يمه
نه مې كوم جرم نه ګناه كړيده
نه مې دچا نه كومه غلا كړيده
خدايږو پوهيږم ګناه ګار يم ځكه
چې مې د خپل حق ادعا كړيده
بس دا ګناه ده دا تقصير دى زما
لاس كې كړۍ پښو كې ځنځير دى زما
په ما او ده كې ګناه ګار دى څوك
چې پخپل حق مې ربړوي او تړي
تاسى حق بين شئ چې بركار دى څوك
په خپل وطن كې مسافر ګرزمه
زما لـه دى څوك
ځم محكمه دعدالت لټوم
ځانته ژوندون د شرافت لټوم
څو به اسير څو به دستګير يمه
زه نور دا رنګ ژوندون كولى نشم
څو به بې واك څو به ناتوان ګرزم
زه دا پردي بارونه وړلى نشم
څو به د جيل د كوټې لارې شمارم
زه دا ناقي بند تيرولى نشم
بس دى او بس دى خدايږو بس دى نور
له ظلمه تنګ زما نفس دى نور
زه نور ځنځير د اسارت پريكوم
دې خپلې خاورې كې خپل واك غواړم
دا جيلخانې او زولنې ماتوم
آزاد ژوندون او آزاد ژواك غواړم
دپښتو نخوا پاك او سپيڅلى وطن
د استعمار لـه جرړو پاك غواړم
زه نوى ژوند نوى دوران جوړوم[/list:u:dddcff8db3]



هيواد شېرزاد
09.12.2004

ګرانه او زړه ته رانږدې ورور افغان خانه، په خير راغلی. خدای مو زموږ له سره مه کموه. ډېر ښکلي شعرونه مو د سېلاب صاحب ليکلي دي.
زه پوهېږم چې دغه شعرونه د پښتونستان په باره کې دي نو ځکه تا هم دا لازمه ګڼلې چې همدلته يې وليکئ، خو که په راتلونکې کې خپل شعرونه زموږ سره د ټول افغان د شعرونو په برخه کې شريک کړئ ډېر به خوښ شو. ځکه چې د شعر مينه وال زياتره هلته په شعرونو خپله تنده ماتوي.
ستاسې د همېشنۍ همکارۍ په هيله،


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more