د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

دولسمشر دریځ د پښتونستان په اړه!

Samsor Afghan
08.05.2013

له فیسبوک څخه

د ولسي جرګې یو غړي په یوه تلویزوني مرکه کې د ولسمشر کرزي دریځ د پښتونستان په باب داسې بیا کړ
وکیل صیب وایي ولسمشر دوه ځلې د سهار چائ لپاره وغوښتلم او دواړه ځلي یې راسره دپښتونستان مسله مطرح کړله چې څنګه وکړو. په دویم ځل د چایو په مهال ولسمشر ته مې وویلې چې د پښتونستان مسله نکیږي، وکیل صیب وايي دې سره ولسمشر له غوصی میز په سوک ووهه او وویلې چې په زوره یې ترې اخلوو.
ژوند ژوند ولسمشره تل دې ژوندې وې د شهید داود خان روح به هرو مرو ښاد شي په دې دریځ.

زما لیکنه نه ده بلکه نور ځوانان هم شته

په درناوی


Re: دولسمشر دریځ د پښتونستان په اړه!

pattang
08.05.2013

سليمانخيل صيب عجيب ساده سړی يې !
کرزي ټول افغانسان مادي او معنوي په صليبيانو خرڅ که
نو پښتونستان څه کوي چې دنيمې پېړۍ را پردېخوا
د پاکستان بيرغ پرې ولاړ ده کرزی د ې اول افغانستان
خلاص کړي ! ته له غله څخه هم حقيقت غواړې کرزی
دانتخاباتولپاره دا خبرې کوې چې له ملګرو څخه يې
کوم يو رئيس جمهور شي ! دفيس بوک خبرې ملنډې او
د جاسوسي پرو پاګندې دي !!

[quote:21b92fd6cb="Samsor Slimankhil"]له فیسبوک څخه

د ولسي جرګې یو غړي په یوه تلویزوني مرکه کې د ولسمشر کرزي دریځ د پښتونستان په باب داسې بیا کړ
وکیل صیب وایي ولسمشر دوه ځلې د سهار چائ لپاره وغوښتلم او دواړه ځلي یې راسره دپښتونستان مسله مطرح کړله چې څنګه وکړو. په دویم ځل د چایو په مهال ولسمشر ته مې وویلې چې د پښتونستان مسله نکیږي، وکیل صیب وايي دې سره ولسمشر له غوصی میز په سوک ووهه او وویلې چې په زوره یې ترې اخلوو.
ژوند ژوند ولسمشره تل دې ژوندې وې د شهید داود خان روح به هرو مرو ښاد شي په دې دریځ.

زما لیکنه نه ده بلکه نور ځوانان هم شته

په درناوی[/quote:21b92fd6cb]


larghonay laraway
09.05.2013

حامل کرزی اتل شو!؟
خلک وايي ړوند يو وار امسا ورکوي خو مونږ داسې ړانده يو چې هره ورځ رانه امسا ورکېږي!
له پېړيو راهيسې بې له دې چې يو څوک وپوښتو، ويې ازمايو او ويې پېژنو خو په پټو سترګو ورپسې لښکر شو. په امر او مشرۍ يې دومره قربانۍ ورکړو چې په وچ ډاګ کې ورته د وينو سيلابونه جوړ کړو چې دې په کې لامبو ووهي!
خو کله چې ساحل ته ورسېږي بيا يا معامله ګر وي، يا پردی وخېژي، يا غل او مافيايي شي خو په سياست کې ناکام او زمونږ له قربانۍ نور ګټه واخلي!

د ګوشتې جګړه هم همداسې درواخلئ!
زمونږ د ولس غوښتې په حق دي، زمونږ د خلکو احساسات پر ځای دي او زمونږ وينې سپېڅلې دي خو استفاده ترې ناوړه کېږي!
دا خو ټولو ته معلومه ده چې ولسمشر کرزي په خپلې څه دپاسه دوه لسيزې واکمنۍ کې له پښتنو سره د يو ډېر سخت دښمن په څېر چلند وکړ او پښتانه هم ترې ناراضه، خوابدي، ستړي او تر پوزې راغلې دي. خو !
خو جناب کرزی که له يوې خوا په ښه حکومتولۍ کې ناکام او بدنام دی له بلې خوا ورسره ډېر چالاک، زيرک او د څوکۍ ساتلو (شير) دی.
د اساسي قانون له مخې د درېمې دورې له پاره ځان نشي کانديدولی خو قسم يې خوړلی چې په هر قيمت وي څوکۍ به ساتي او هغه د ځينو په اصطلاح ( يا ارګ او يا مرګ) شعار زمزمه کوي!
بهرنيان هم غواړي چې د حامد کرزي په څېر د دوی ممثل ولسمشر ولري چې په څوکۍ ساتلو کې ورسره مرسته کوي او مشوره ورکوي!
د ګوشتې پېښه د ښاغلي کرزي د اتل کولو او واکمنۍ د دوام يوه پلان شوې لوبه ده چې ښه په کې وځلېد!
په دې دولس کلونو کې تر کرښې هاخوا پښتانه خو پر ځای پرېږده تر کرښې دېخوا هم شړل شوي او رټل شوي وو او په ټوليزه توګه لر او بر ته يوه غټه دسيسه جوړه وه چې د تباهۍ کندې ته يې ور ټېل وهل! خو ښاغلی کرزی نه پښتون شو، نه يې له عاطفې کار واخيست او نه يې په پښتنو ننګ او غيرت وکړ، بلکې دشمالي ټلوالې لنډه غران ترې راچاپېر وو او ښه تود بنډار يې جوړ کړی ؤ!
په دې دولس کلونو کې هغه د پښتنو او بلوچو خبرې هسې چټيات بلل کېدل، د پښتونستان ورځ خو سم کفري او شرکي دود ګڼل کېده، د پښتنو د يو والي مبارزه يې په بنسټيز ډول شنډه کړه!
د ده د واکمنۍ په لومړيو کلونو کې د ګوشتې په خويزيو کې پاکستانيانو خاورې لاندې کړې خو ژورنالستان يې خبر خپرولو ته هم نه پرېښودل!
په سپين بولدک کې ګل اغا شيرزي له پاکستان سره دروازه جوړه کړه او ډيورنډ لاين يې ومانه خو کرزي ورته د بيا رغونې بلډوزر وايه!
په کابينه او واليانو کې په ډاګه د پاکستان ايجنټان وو خو کرزي پرې سترګې پټولې!
ولې اوس څنګه ناڅاپه پښتون شو په دې پوهېږئ؟

د دوو هدفونو لپاره:
لومړی : يا خو ښاغلی کرزی غواړي چې خپلې واکمنۍ ته دوام ورکړي او خلکو ته وښيي چې له يوې خوا د پاکستان سره جګړه، له بلې خوا د بهرنيانو وتل او ورسره مالي او اقتصادي بحران، همدا راز طالبان هم يو اوږدمهاله ګواښ چې په دې شرايطو کې افغانستان د انتخاباتو جوګه نه دی او بايد يوه لويه جرګه راشي او ولسمشر کرزي ته د يوې بلې دورې مشروعيت هم ورکړي!

دويم: ولسمشر کرزی په ګوډاګيتوب او غلامۍ تورن دی او ولس يې له ببرک او شاشجاع سره پرتله کوي نو غواړي چې د خپلې واکمنۍ په وروستيو کې ځان اتل او وطندوست معرفي کړي. نو ځکه يې په دې وروستيو کې هغه د (لالا ځي او نښې پرېږدي) له متل سره سم د ګوشتې پېښه رامنځته کړه!

خو ولس بېچاره د پاڼ او پړانګ تر منځ راګير دی!
که ګوشته او اتل شهيد قاسم له ياده باسي نو يو تاريخي پېغور او بې ناموسي ده، نو دولس احساسات، جذبات، منډه ترړه، چغه او ناره، اوښکه او وينه سپېڅلې، غيرتي او د ستايلو ده!
ولې له بلې خوا ولس بيا همغسې يرغمال دی لکه په تېر تاريخ کې چې يو شمېر نورو ترې ناوړه استفادې کړي، جنګ او ننګ يې پرې کړی، لښکر يې ترې جوړ کړی، جبهه او سنګر يې پرې ساتلی خو په پای کې يې هم وطن هېر کړی،هم ولس او پردی ختلی دی.


pattang
09.05.2013

لرغونی صيب ددې پليد او مردارقزلباش اجنت په هکله
هر څومره چې وليکوبيا هم کم دي ،الله دپه چوک کې داسې
ځوړند کړي چې په خوله کې يې دالرورمنډل شوي وي !
دسپاهي ګم نام د چپنيانو مشر داسې يو چل باز دی چې سړی
حيران ورته پاته کېږي !

په افغانستان کې يې پښتانه خرڅ کړل ، بيخ او بونچه يې
ور وکيښله خوله پاکستانه پښتانه ګټي چې دپنجابي له
غلا مي څخه يې خلاص کړي اوهغه بياوروسته په پنجيايانولکه دانورداسې خرڅوي! !

واه واه څه ښکلې ازري تجارت!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more