د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

قطر د طالبانو دفتر مشروط كړ

میرویس
06.05.2013

ډیرو قدر منو لوستونکو، اسلام علیکم
قطر پرطالبانو باندې د یو څو شرطونو د اېښودلوپه لړ کې ترې غوښتي چې اول دې د القاعدې سره د ځپلو اړیکو شلول او د افغانستان د حکومت او امریکا سره خبرو ته آمادګي اعلان کړي بیا به په دوحه کې دفتر وړرته خلاص کړي.
که واقعاُ طالبان دا کار وکړي، هم به یې ملي،بین السلامی او بین المللی موقف تقوبه شي او په ملک کې به د صلحې د برقرارېدو امیدونه را وټوکیږي.
====
قطر د طالبانو دفتر مشروط كړ
يكشنبه ١٥ غويی ١٣٩٢ ساعت ٠١:٠٠
قطر له افغان طالبانو څخه وغوښتل چې په دغه هېواد كې د دوى لپاره د دفتر تر پرانستې مخكې بايد طالبان په رسمي ډول له القاعده ډلې سره خپلې اړيكې پرې كړي او د سولې خبرو ته ژمن واوسي.
بريټانوۍ ګارډين ورځپاڼې ليكلي، قطر له وسله والو طالبانو غوښتي چې له القاعده ډلې سره خپلې اړېكې پرې كړي او تضمين دې وركړي چې د قطر له دفتر څخه له افغان حكومت او امريكا سره د سولې د خبرو لپاره ګټه اخلي او د پيسو د راټولولو او نورو اهدافو لپاره يې نه كاروي.
ګارډين د ډپلوماټيكو سرچينو له قوله ليكلي، د بلجيم په پايتخت بروكسل كې د افغان ولسمشر حامد كرزي، د امريكا د بهرنيو چارو د وزير جان كيري او د پاكستان د لوى درستيز اشفاق كياني په درې اړخيزه غونډه كې جان كيري له كياني څخه وغوښتل چې پر وسله والو طالبانو د فشار واردولو لپاره بايد د افغان سولې په ملاتړ يوه علني بيانيه ور كړي.
سرچينې ليكلي، پر طالبانو قطر ځكه شرطونه كېښودل چې سوريې ته د قطر په ملاتړ استول شوي اورپكي د القاعده ډلې اړوند وختل او دوحه يې مجبوره كړه چې په خپله پوځي او سياسي ډپلوماسۍ له سره كتنه وكړي.
يادې ورځپاڼې زياته كړې، د بريټانيا صدراعظم ډيويډ كامرون هم په فبرورۍ مياشت كې كياني ته ورته وړانديز كړى و:((ډيويډ كامرون په دې عقيده و چې ترهګري د پاكستان لپاره په سيمه كې د هند د نفوذ د مخنيوي وسيله نه، بلكې دغه پديده خپله د پاكستان كورنى امنيت ګواښي.))
ګارډين ته د اروپايي اتحاديې پخواني استازي ويلي:((وسله وال طالبان بايد د سياسي كېدو او نه سياسي كېدو په اړه تصميم ونيسي.))
مايكل سامپل، چې دمګړۍ د امريكا په هارډورډ پوهنتون كې د بشر حقونو په څانګه كې استاد دى، زياته كړې: ((په افغانستان كې د طالبانو د پسرلنۍ جګړې پيل وښوده چې په طالبانو كې يو شمېر كړۍ جګړه غځول غواړي.))
سامپل زياته كړې، طالبان فكر كوي راتلونكى كال، چې بهرني ځواكونه له افغانستانه وځي، د جګړې د بريا چانس شته، خو حقيقت دا دى چې تر دې وروسته جګړه ګټل سخته او د سولې خبرې اسانه دي.
په ورته وخت كې د بريټانيا د شاهي اكاډمۍ د لندن د امنيتي او دفاعي څېړنو مركز يو رپوټ خپور كړى چې د طالبانو بانفوذه څېرې له القاعده سره د اړيكو پرېكولو، د سولې خبرو او حتى په افغانستان كې د بهرنيو ځواكونو د اوږدمهالي موجوديت منلو ته چمتو دي، خو يوازې له اساسي قانون سره، چې د اوسني نظام ملاتړى دى، مخالف دي.
خو بايد وويل شي چې وسله وال طالبان خپله جګړه په افغانستان كې د بهرنيو ځواكونو پر موجوديت توجيه كوي او تل يې د افغان حكومت د سولې وړانديز ته منفي ځواب ويلى دى.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more