د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د اباسين چپې تصوير دى زما

afghan
07.12.2004

د مرحوم امان الله سېلاب ساپي يو شعر چې تل يې د پښتونخوا د ازادۍ او د پښتنو د پرمختګ نارې سورې وهلي .

امان الله سېلاب ساپي
كابل د سرطان 19/1334
----------[size=24:4fb5c66abb][color=white:4fb5c66abb]د اباسين چپې تصوير دى زما[/color:4fb5c66abb][/size:4fb5c66abb]

[size=24:4fb5c66abb][list:4fb5c66abb]پښتونه حال چې دې راياد شي خدايږو
له غمه شين شمه سودا راشي
چې ستاطرف ته په جرئت وګورم
ناڅاپه سترګو ته ژړا راشي
تودې سړې به ټولې وګالمه
ګوندې د غم په شپه سبا راشي
خير دى لږ نور به انتظار وباسم
آخر به ملك نه استعمار وباسم
دا چې شرنګيږي څه دى، چل څه دى؟
په كوم زلمي كې زلونې خو نه دي؟
قسم دى خدايږو ګونګوسى دى غلى
بيا درته جوړې بهانې خو ندي؟
د شنو طوطيانو شور او زوږ اورم
خورې د دام لاندې دانې خو نه دي؟
پام كړه دچا په چل خطا نه شې
لاليه تير لـه مدعا نه شې
دا ځنځيرونه جيلخانې د غليم
زما غرمونه ماتولى نه شي
دچا ظلمونه، ستمونه، تيري
مې ارادې راګرزولى نه شي
دچاسحرونه، طلسمونه، نخرې
مې عقايد خرابولى نه شي
زه د خوشحال د درس ديپلوم لرمه
د احمدشاه ميراث معلوم لرمه
په لره بره دنيا لوى وړو كی
مې لـه عظمت او كارنامو نه خبر
د باړې رود اود جمرود جړوبي
زما لـه مستو غور زنګو نه خبر
ساحره ستا واړه پيران استاذان
زما لـه ننګ او لـه پښتو نه خبر
د اباسين چپې تصوير دى زما
د عظمتونه ښه پامير دى زما
كه لاس دې ور وړو نو لوخړه به شې
خدايږو ايره كې مې لا اور شته دى
زړو جامو ته په تحقير مه ګوره
ورشه تاريخ كې مې لا شور شته دى
پنجې دې وباسه په ډيره بيړه
په خوار وجود كې مې لا زور شته دى
دامې اعلان دى د مدام لپاره
سرمې دى جار د ننګ و نام لپاره
وروڼو تناب د مايوسۍ وشلوئ
هرې ژړا پسې خندا وي هميش
هره توده سړه به ګالي پسې
څوك چې په تمه د ليلا وي هميش
په اتفاق ملي ژوندون جوړ كړئ
د خوشال ګوركې دا سودا وي هميش
آخر به خپل ملي ارمان جوړكړو
ځانته به خپل پښتونستان جوړ كړو[/list:u:4fb5c66abb][/size:4fb5c66abb]


م ن غروال
13.12.2004

ښاغلئ افغان ورور سلامونه عرۍ کوم!
ټول افغان پاڼې ته ښه راغلاست او مننه کوم ستاسو د نهايت ښايسته نظر څخه چر د پښتون او پښتونستان په هکله يي لرئ٠ هيلمن يم چې تل خپلې قلمي همکارئ له خپلو افغانو خويندو او وروڼو سره ټينګه وساتئ٠ ستاسو د لابرياليتوب او هکاريو په هيله!
خوښ او بريالۍ اووسئ
په درناوې


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more