د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

طالبان نه پوهیږي چې ملا محمد عمر آخند چیرې دئ او څوک یې د نامه نه استفاده کوي؟

میرویس
03.05.2013

د فورم عالیقدرو ګډون کونکو، اسلام علیکم
متل دئ چې شمال نه وی، پاڼې نه خوځیږي. عام خلک ډیر پخوا پوهیدل چې ملا محمد عمر آخند په کوم دوربل کې ایسادر دئ، او د افغانستان اسلامې امارت په تیاره کې غونډوسکي ولي. ولس تل پوښتنه کوي چې که طالبان واقعاً جهاد کوي، نو مشر یې چیرې دئ، او ولې په جهاد کې برخه نه اخلي؟ آیا هغه تر حضرت محمد صلی الله علیه وصلم نه زیات دئ چې په کور کې ناست دئ خوري څښې او حساب نه منی؟
=====
طالبان نه پوهیږي چې ملا محمد عمر آخند چیرې دئ او څوک یې د نامه نه استفاده کوي؟
د آزادۍ رادیو د ډيلي بیست د خپاره شوي رپوټ په حواله ویلي چې د کوټې شوری څو میاشتې مخکې قوماندان عبدالقیوم ذاکراحضار کړئ او یو پیغام یې ورسپارلئ چې واضحاً د ملا محمد عمر آند دئ. ددې پیغام پر بنا ، عبدالقیوم ذاکر د طالبانو د قواوو د عمومي قوماندان د مقام نه برطرف شوي او په کندهار کې د طالبانو قوماندان مقرر شویدئ. د عبدالقیوم ذاکر په عوض اختر محمد منصور چې په ګوانتانامو کې یې وخت هم تیر کړیدئ، مقرر شویدئ.
د کوټې شوری د حقاني د شبکې مشر سراج الدین حقاني ته هم د څو ورځژ مخکې امر وکړ چې ګواګي ملا محمد عمر ترې غوښتي چې د کابل په شمول په ټول افغنستان کې پوځي فعالیتونه او ځان مرګې حملې بندې کړي.
د طالبانو په صفوفو کې هم ځینې بدلونونه راغلي دي. د طالبانو ځینې قوماندانان او د طالبانو پخواني وزیران او سفیران پدې باور دي چې نورملا محمد عمر آخند د اسلامي امارت د چارو مسؤلیت نلري، بلکه یوه بله کړۍ دهغه د نامه او مهر نه استفاده کوي.
ډیلي بیست لیکي: هغه طالبان چې ددغو اوامرو نه تاون ور رسیدلئ دئ، حقیقتاً کوښښ کوي پدې پوه شي چې ملا محمد عمر جیرې دئ او څوک یې د نامه نه استفاده کوي؟
پدې ارتباط تول دګل آغا آخند او ملا منصور خوا ته ګوته نیسي. ملا منصور د طالبانو د حکومت په وخت کې د ملا عمر ډیر قریب سلاکار ؤ، او تل به یې تر خوا ناست ؤ.
ګل آغا آخند ادعا کوي چې د ملا عمر له لوري لیکل شوي اسناد ور رسیږي، او په یوه دغسې پیغام کې پخپله ګل آغا آخند د ملا محمد عمر مرستیال ټاکل شویدئ، اوددې سند د حقیقت په حصه کې هم سوالونه شته دي.
ډیلي بیست لیکي، د ګل آغا آخند او ملا منصور مخالفین دغه دواړه د ملا محمد عمر آخند د نامه نه دغلطې استفادې کولو په جرم تورن کوي، او دغو دواړو پدې وروستیو کې ډیر ثروتونه هم ټول کړیدي او ډېر قوماندانان یې ماقوف کړیدي. ګل آغا آخند حتي دا ادعا هم کوي چې ملا محمد عمر آخند دهغه سره په خوب کې خبرې کوي.
خو د کوټې د شوری یو پخوانئ غړئ او د طالبانو نور مشران او قوماندانان وايې اوس چې پرمخ تللې تیکناوژي خلکو ته محی شویده، ملا محمد عمر آخند باید لا اقل يو ځل پخپل غږ او یا ویدیو کې دوي ته پیغام ور ولیږي.
ډیلي بیست د طالبانو دوخت د عدلیي د وزارت دمعین د خولې لیکلي چې، ملا محمد عمر آخند د شوری او طالبانو دحفظ دپاره باید په قانع کونکي ډول خپل حضور ثابت کړي. او تر ټولو مهمتره بیا داده چې طالبان اوس یوه داسې مشرتابه ته اړتیا لري چې د افغنستان د اوسنیو شرائطو سره اړخ ولکوي.
خو د طالبانو د وخت د حکومت د عدلیې د وزارت معین دهیڅ کوم دغسې هدف پوره کیدو ته امید وار ندئ


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more