د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

دځانمرګوبريدګرو ۴۰۰ واسکټونه نيول شوي دي

مومند
02.05.2013

تاوده سلامونه او نیکی هیلی
د الله شکر چی افغان ځواکونه د طالبانو دغه یاد شوی ډیپو یی ونیوو، الله پوهیږی چی د څومره بی ګناه افغانانو ژوند یی د دوی د خونړی منګولو نه وږغورلی.

((پکتيکا: دځانمرګوبريدګرو ۴۰۰ واسکټونه نيول شوي دي
| پنجشنبه, 02.05.2013, 02:14 PM | (542 لیدل شوی)
افغان ګډو امنيتي ځواکونو د پامير عملياتو په لړ کې د چاودېدونکو توکو او وسلو لوی ډيپودپکتیکاپه برمل ولسوالۍ کې کشف کړ. په پکتيکا کې مېشتو افغان ګډو امنيتي ځواکونو د روان کال د غويي مياشتې په پنځمه نېټه ددې ولايت په برمل، ګيان او زېړوک ولسواليو کې د پامير په نوم چانيز عمليات پيل کړي..
په يادولايت کې د ملي اردو د ۲۰۳ تندر قول اردو د دوهمې پلي لوا قومندان بريد جنرال زمری خان دغوايي په ۱۲مه، رسنیو ته وویل چې د غويي میاشتې په يوولسمه نېټه د شپې نهه بجې افغان ګډو امنيتي ځواکونو ددې ولايت برمل سرحدي ولسوالۍ د مرغې سيمې د فقيرانو کلي په يوه کور کې د چاودېدونکو توکو او وسلو ستر ډيپو کشف کړ. زمری زیاتوي، په ډيپو کې څلور سوه د ځان وژونکو واسکټونه، ۳۰ دانې د ۸۲ ملي متري هوان ګولۍ، ۱۳ دانې د ۷۵ ملي متري توپ ګولۍ، ۲۰ دانې د راکټ انداز ګولۍ، څلور ميله بېلابېل ډوله وسلې او ۳۰ کيلو ګرامه چاودېدونکي توکي موجود دي. د نوموړي په وينا په کور کې څوک استوګن ندي خو سيمه افغان ګډو امنيتي ځواکونو لخوا کلابنده ده او هڅې روانې دي تر څو د ياد ډيپو مسؤول کس ونيول شي. دملي اردو دغه قومندان وايې چې نن د پامير د عملياتو شپږمه ورځ وه او تر اوسه افغان ځواکونو او يا هم ملکي وګړو ته زيان ندی اوښتی. دیادونې ده چې وسله والو طالبانوتراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.))

په درنښت
مومند


طیب زابلی *
03.05.2013

السلام علیکم
مومندصیب که شمیرلږراټیټ کړی بیابې شاید درسره ومنو مګر۴۰۰ بېخی ډېېېردی
طالبان به هم دومره بیوقوفه نوی چی ۴۰۰ واسکټان پریوه ځای ږدی بیاپه داسی ځای کی چی هلته دخطراندیښنه هم وی،خیر۴۰۰ چی پرلس تقسیم کړی نوڅلویښت کیږی، اوته لکه چی ددوئ په اصطلاح نه یی بلد؟ دوئ په دارنګه معاملاتوکی تل له ضرب اوتقسیم څخه کاراخلی،والسلام


Samsor Afghan
04.05.2013

طالبان چی بی وقوفه نه وای

واسکټونه به یی پر ځآن نه تړلای.


طیب زابلی *
04.05.2013

دابیوقوفی نه ده په دې سره یی دنړۍ
دیاغی اوسرمسته ځواک داړی ماتی کړی


حماد زابلی
05.05.2013

زابلی صیب گیلہ مہ تیری کوہ دبیان آزادی دہ نن سباخودبیان دآزادی سخہ پہ استافادہ ھغہ شکروردواغ نشرکیژی چی دنشرکولوسخہ وروستہ یی خپلہ وگوری نوخندابہ یی ورتہ راشی.


Samsor Afghan
07.05.2013

کله یی ماتی کړی

دوی هاغه ده کومک ورسره کوی
طالب یعنی د امریکی د پاره زمینه برابرونکی او بس


pattang
07.05.2013

سليماخېله سادګي د رښتيا په ميدان کې ښه ده خو نه په ديپلو ماتي کې !

[quote:198523e512="Samsor Slimankhil"]کله یی ماتی کړی

دوی هاغه ده کومک ورسره کوی
طالب یعنی د امریکی د پاره زمینه برابرونکی او بس[/quote:198523e512]


پښتون:
07.05.2013

لعنت دې پر دې اسلام دښمنه واسکټیانو شي. دا د پنجاب د ابتکار عملی کوونکی او یا د ټیسسټ کولو ځناوران.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more