د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

افغان ځواکونو د ګوشتې دروازه له منځه يووړه

monir
02.05.2013

افغان ځواکونو د ګوشتې دروازه له منځه يووړه
By محبوب شاه محبوب May 2, 2013 - 08:35

جلال اباد (پژواک ١٢ غويى ٩٢): د ګوشتې ولسوالۍ په کونڅړۍ سيمه کې د پاکستاني او افغان ځواکونو تر منځ اوه ساعته نښته شوې، چې په پايله کې يې د پاکستان له لوري جوړه شوې دروازه ويجاړه شوې ده.

يوې امنيتي سرچينې د نوم نه ښودو په شرط پژواک اژانس ته وويل، تېره شپه د پاکستاني عسکرو له لوري د افغان سرحدي پوليسو پر پوسته بريد وشو او له هغه وروسته جګړه پيل شوه.

سرچينه زياتوي، چې د جګړې په ترڅ کې پنځو افغان سرتېرو او تر لسو زياتو پاکستاني عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

سرچينه وايي: ((يو سرتېرى زموږ شهيد شوى او څلور ټپيان دي.))

د سرچينې په خبره، چې د مقابل لوري تر لسو زياتو سرحدي پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دى وايي، چې افغان ځواکونه همدا اوس په هغه ځاى کې موقعيت لري په کوم ځاى کې چې پاکستاني ځواکونو دروازه جوړه کړې ده.

د ګوشتې ولسوال عسى خان ځواک هم ياده نښته تاييدوي خو د نورو معلوماتو له ورکړې ډډه کوي.

د سيمې اوسېدونکى بلال کريم مومند پژواک اژانس ته وويل، چې په نښته کې عامو وګړو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې، مګر د جګړې دواړه لوري مرګ ژوبله لري.

د بلال په وينا، چې په نښته کې له ډېرو درنو وسلو کار اخيستل شوى او جګړه د سهار تر لمر ختو روانه وه.

ياده دې وي، چې په دې وروستيو کې د افغانستان او پاکستان تر منځ پر سرحد ګڼې ناندرۍ رامنځته شوې، تېره ورځ هم د تورخم د دروازې د بندښت له امله څلورو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ.


monir
02.05.2013

سلامونه او ښې چارې!
دوستانو نن د ګوشتې په جګړه کې لره خوا څوک وو او بره خوا څوک وو؟
د افغانستان له خوا پښتون، تاجک او نور يو ځاى ولاړ وو او په مقابل کې يې لر پښتون د پنجابيو له پاره جګړه نه کوله؟
فکر وکړئ!
د لر او بر خبرې ټولې بې معنا دي!


pattang
02.05.2013

مونيرخانه لنډ فکره سړی يې او خبرې نورې دي!
دتاجک او اوزبک.... يووالی بل دلائل لري هغه ديوو ګډ
ملي هويت په بنسټ ندي شوې !!

[quote:99bf72d06a="monir"]سلامونه او ښې چارې!
دوستانو نن د ګوشتې په جګړه کې لره خوا څوک وو او بره خوا څوک وو؟
د افغانستان له خوا پښتون، تاجک او نور يو ځاى ولاړ وو او په مقابل کې يې لر پښتون د پنجابيو له پاره جګړه نه کوله؟
فکر وکړئ!
د لر او بر خبرې ټولې بې معنا دي![/quote:99bf72d06a]


Gul khan
03.05.2013

ألله أکبر ولله الحمد، الله أکبر ولله الحمد ، الله أکبر ولله الحمد.
لا تر أوسه يي مازغه په کرار نه دي
چاچي ما سره وهلي سر په سنګ دي
له هر څه دمخه خپلو ملي أتلانو او دملي أردو سربازانو ته دزړه له تله سلامي کوم.
آفرين دملي أردو أتلانو: نن پنجاپي تور لينګو ته داسي غاښ ماتوونکي ځواب ورکړي، چي آينده نسلونو ته هم دا نصيحت کوي چي له أفغانانو ځان ليري ساتي.
دباوري سرچينو له راپور سره سم په ياده شوي جګره کي دپنجاپي تور لينګو څخه لس تنه مردار او ګن شمير يي ژوبل شوي دي،
همدارنګه زمونژ دملي أردو محمد قاسم خان شهيد شوي دي، روح دي ښاد او آباد وي، الله پاک دي جنة الفردوس ورنصيب کړي او کورني ته دي الله پاک صبر جميل ورکړي، کاش چي دده پر ځاي دا لوړه درجه زما په نصيب شوي واي.
اوس دی نو پنجاپيان پوه شی چی نور افغانان په کراره کيناستونکی نه دی، أفغانستان په خپلو خپو دريدونکي دي، د افغانستان دوسلوال پوځ سرښندونکو مبارزينو ته ډاډ ورکوم دافغانستان مجاهد ولس مو ترشا ولاړ دي اوږه په اوږه درسره ولاړ يو او د دې شیطان صفته دښمن په وړاندې په په ګډه سره مبارزه کوو، أو دا ټيزن پنجاپي به سره له ټيزنو دأټک تر پله زغلوو إن شاء الله.
د افغانستان حکومت او چارواکي بايد قاسم خان شهيد ته د ملي أتل لقب ورکړي، او دګوشتي ولسوالي دي دقاسم خان شهيد په نوم ونوموي.
په آخره کي دګوشتي أتل محمد قاسم خان شهيد ته دغفور ليوال دا خکلي شعر ډالي کوم:

[img:b773377fa2]http://www.taand.com/images/article/2013_05/39921/u26_1.JPG[/img:b773377fa2]

قاسم پرزمکه پښه ووهله

غر په لړزا شو ، کمر ورغړیده

ګوشتې دخپل بچي غیرت ته غلي وموسلې

هلته په تېښته کې له تورې ملانه لنُګ وښوېید

شرم یې جوړ کړ

په کوز کونړ کې یوې پېغلې لمر ته پاس وکتل

یو ګوربت هسک و، خپلې ځالې ته له پاسه ځیر شو

قاسم دخدای دملایکو نوراني موسکا ته غیږ پرانیسته

قاسم دمست کونړ له یخو څپو تږی واوښت

قاسم ددنګ سپین غر په زړه کې حماسې ویښې کړې

قاسم به نن شپه دسپوږمۍ په الاهو ویده شي

په کوز کونړکې به یې پیغلې له چمبو سره ټپو کې ستایي

هر اتڼچي چې راتاویږي ، له څپلۍ خر پ باسي

لکه قاسم چې ګام پر زمکه ږدي ، او غر لړزوي

پېغلو ! دمست کونړ له یخو څپو لپې یوسئ

قاسم لاتږی دی ، لا مینه غواړي .

۱۳۹۲ ثور ۱۲ - کابل


د ګوشتې د پوستو د فتحې په ویاړ

Gul khan
03.05.2013

د ګوشتې د پوستو د فتحې په ویاړ

[img:d8c2dfaef6]http://www.taand.com/images/gallery/2013_05/1.JPG[/img:d8c2dfaef6]


monir
03.05.2013

[quote:c109b48af6="pattang"]مونيرخانه لنډ فکره سړی يې او خبرې نورې دي!
دتاجک او اوزبک.... يووالی بل دلائل لري هغه ديوو ګډ
ملي هويت په بنسټ ندي شوې !!
[/quote:c109b48af6]
پتنګ صاحب د پاکستانیو تېري او د افغان سرتېري د شهادت په اړه همدومره مو د ویلو لپاره درلودل؟؟؟؟ همدا و ستاسوملی هویت؟؟؟ ریښتیا دا دهېواد ګواکې مدافعین طالبان دې چېرې دي چې د پنجابیو څرګند تېري په اړه چوپ او غلي ناست دي؟ دا بیسواده امیرالمونین چې حق او نا حق د پنجابیو په غوښتنه اعلامیې خپروي اوس ځنګه غلی ناست دئ؟ که د نر بچئ دئ ځان دې وښوروي چې پنجابیان یې ټس وباسي! د واقعیت منل ځانته شهامت غواړي!!! مونږ خو د پاکستان پښتانه جمهور رئیسان هم درلودل چې هېڅکله یې هم د لر اوبر پښتنو یوالي خبره نده کړې. وګوره چې دا پښتون پاکستانئ (باجوړ پښتوادبی ټولنه) د مونږ افغانانو په اړه څه وایي؟؟؟
http://www.facebook.com/photo.php?v=199439030202671&set=vb.100004097265420&type=2&theater


Samsor Afghan
04.05.2013

سلامونه او نیکی هیلی

ګل خان وروره په خیر راغلی احساس د ډیر خوند راکړ زما ګوتی ستا له خبرو نه پر احساسه او حقیقی خبرو توان نه لری فقط دومره لیکلی شی چی:

ټول افغانان خورا زیات په د کار ویاړ کوی او یو ځل بیا د خپلو پخوانیو نیکونو د مهکمو او لوړو ارادو څاڅکی یی د زړونو په وچو دښتو را وریږی او هر افغان ځوان د خپل ملی احساس له شوره ډکی نغمی داسی زمزمه کوی:

لا دځمکی تل کی ایشی، تللی وینی دځلمیانو
لا د دی تـودو خـاورو، ســره گـلـونه را غـوړیـږی

لازمونږ په ارادو کی، عشق د مڼډو غلۍ نه دۍ
شپـه که هـر څـه تـوفـانی ده، چــراغـونـه لا بلیـږی

ویاړم پر هر هغه افغان چی نوی فکر او د خپلو نیکونود غیرت او د احساس نه ډک په ابدی پلونو باندی قدم ږدی.

په درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more