د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

د رحم محاجرت

اتل
01.05.2013

قدرمنو لوستونکو، اسلام علیکم
موږ مسلمانان چې د اسلام اول رکن پرځای کوو، وایو چې په نامه د هغه ذات چې بې حده رحیم او مهربان دئ. موږ چې واړه وو راته ویل به یې چې الله جل جلاله تر مور او پلار نه هم مهربان دئ
اوس داسې ښکاري چې زموږ په ټولنه کې داسې خلک پیدا شوي چې حتی پخپله مهرباني هم ځان نشي ورته ټینګولئ، او د هغوی د ویرې یې بل چیرې مهاجرت کړیدئ. څوک چې ظلم اواستبداد ته مخه کړي، الله جل جلاله او د هغه ‌ذات الهي اوامرو ته شاکړي، ولې به الله جل جلاله د رحت باران ورباندې پیرزو کوي؟
کله چې زموږ سرته سد راشي، یو پربل ترحم وکړو، د الله احکامو ته لبیک ووایو، نو هلته به د رحمت، رحم، او شفقت پیرزوینه هم د الله لخوا پر موږعطا شي
آیا د ښونځي ماشومې نجونې څه ګناه لري چې په ټولګیو کې یې زهر پاشل کیږي. د زهرو پاشل ددسته جمعې قتل وسله ګڼل کیږي. په جنګونو کې ، جارحه، ناریه، شیمیایي، کیمیاوي او اتو مي وسلې استعمالیدایشي. جارحه یعنې چې انسان زخمي کوي لکه چاړه توره، خنجر او نور، ناریه چې اور پکې بلیږي لکه د مرمیو فیرونه، شیمیایي یا بیولوژیکي وسلې چې ډول ډول مکروبونه پکې استعمالیږي، کیمیاوي وسلې چې ډول ډول ګازونه دي، لکه د اعصابو د فلج، د بدن د پوست سوزول، د خندا ګاز، اوښکې بهونکئ ګاز او داسې نور. اتوم خو خود ذروي وسله ده. اوله ‌ډله عادي وسلې دي، او دویمه ډله ددسته جمعې قتل وسلې دي چې په بین المللي قانون کې یې استعمال منع دئ. خو اوس ظالمان دغه دویمه ډله وسلې په ډیره بې رحمۍ حتې د ښونخیو په ماشومو نجونو استعمالوي
=====
د کابل د سلطان رضيه ليسې په لسګونو زده کوونکې مسمومې شوې
لودين
د کابل ښار د سلطان رضيه د نجونو ليسې له ٧٠ څخه زياتې زده کوونکې مسمومې شوې او د درملنې لپاره روغتيايي مرکزونو ته ليږدول شوې دي .
د پوهنې وزارت وياند امان الله ايمان وويل ، چې دغه زده کوونکې نن سهار ټولګيو ته له ننوتو سره سمې مسمومې شوې دي .
هغه زياته کړه، يو شمير زده کوونکې چې وضعيت يې ښه نه و او زړه بدوالى ورته پيدا شوى و ، په چټکۍ سره استقلال ، بابر او نورو روغتيايي مرکزونو ته ليږدول شوې دي .
ايمان زياته کړه : " لا هم سل په سلو کې ددغې پيښې دعلت په اړه معلومات نه شته ، موږ له روغتيا وزارت سره په دې اړه ګډې څيړنې پيل کړي او جزييات به يې وروسته څرګند شي ."
د روغتیا وزارت ویاند ډاکتر کنشکا ترکستاني هم ددغې ليسې ديو شمير زده کوونکو دمسموميت پخلى وکړ ، خو په دې اړه يې زيات جزييات ور نه کړل .
د ويلو ده ، چې ١٣ ورځې وړاندې هم دتخار ولايت په مرکز تالقانو ښار کې دبي بي هاجرې په نامه دنجونو لېسې ٢٠ زده کوونکې هم ديو ډول تسممې موادو دخورېدو له امله مسمومې شوې وې ، چې ځينې يې په ضعف حالت کې روغتون ته ولېږدول شوې .
http://www.benawa.com/details.php?id=54860#ixzz2S3XVWyr


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more