د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

وايي د پېښور د مرکزي جیل ادارې ډاکتر شکیل افریدئ د روغتیايي علاج د حق نه محروم کړیدئ

میرویس
29.04.2013

ګرانو لوسوتونکو، اسلام علیکم و رحمت الله وبرکاته
د ډاکتر شکیل افریدي مسئله بیا مطبوعاتو ته را وتلې ده
جنګ آن لاین رپوټ ورکړئ چې د ډاکتر شکیل افریدي ورور، جمیل افریدي ویلي، چې د پيښور دمرکزي جیل ادارې ډاکتر افریدئ د طبي علاج د حق نه محروم کړيدي
جمیل افریدي ویلي چې ډاکتر افریدئ د آګست د اته ویشتم تاریخ راهیسي، یعنې پوره اته میاشتې د خپل مدافع وکیل سره د تماس نه منع شویدئ. اکسپرېس ټریبیون ویلي چې، ډاکتر شکیل افریدي پداسې حال کې چې دهغه د استیناف دغوشتنې په عریضه باندې غور کول د مې د میاشتې دوم تاریخ و ټاکل شود اپرېل دمیاشتې په ۲۶ ام تاریخ یې د لوږې اعتصاب پیل کړ
ګرانو او قدردانه لوستونکو، دا د ډاکتر افریدي مشروع حق دئ چې په بند کې د طبي علاج د خدماتو نه بر خوردارشي. الله دې د هغه بشري حقوق خوندي کړي. هغه پخوا هم شکایتونه کړي وو چې په بند کې زور زیاتئ ورسره کیږي او بشري حقوق یې تر پښو لاندې شویدي


daud
30.04.2013

سلامونه او احترامونه
CIA همداسى ناځوانه او بى وفا ده . خپل هدف ته تر رسيدو پورې يې ملګري ده ، وروسته يې په كيسه كې نه كيږي .

مننه

دازاد او خپلواك افغانستان په هيله


tandar
30.04.2013

سلامونه
ژوندي مثال يې دعراق صدام دي دايران په مقابل کي حمايه کولو او بيا يې دلواختر په ورځ قرباني کړو دکرزي ورځ هم راتلونکي ده :oops:

دازاد او خپلواك افغانستان په هيله

[quote:eb2b7b7156="daud"]سلامونه او احترامونه
CIA همداسى ناځوانه او بى وفا ده . خپل هدف ته تر رسيدو پورې يې ملګري ده ، وروسته يې په كيسه كې نه كيږي .

مننه

دازاد او خپلواك افغانستان په هيله[/quote:eb2b7b7156]


میرویس
30.04.2013

اسلام علیکم داؤد ووره، ستړئ مشي په خیر راغلې.
اصلي خبره داده چې، القاعدې او پخپله اُسامه بن لادن، چې یو وخت موږ احترام ورته لاره، زموږ ملک او د پښتنو علاقه په سره تبۍ کینوله. د هغه دلاسه د طالبانو حکومت سقوط وکړ، افغانستان یې په خارجیانو اشغال کړ، او د نړیوالې ټولنې بدو شو. داُسامه او د هغه د القاعدې ترورستي ډلې پرخلاف بین المللی آنتلاف جوړ شو، خو چې ډاکتر شکیل افریدي د هغه پرخلاف اقدام وکړ، نو بیا ولي هغه بندي شي؟ او س په جیل کې د دوا درملو او خپل قانوني وکیل سره د تماس دحقوقونه هم محروم دئ. ډاکتر افریدئ هم نورو انسانانو غوندي بشري حقوق لري. هغه ملک ته د خدمت په بدل کې زندان ور په برخه شو. الله تعالا دې هغه خپلې کورنۍ ته په خیر راستون کړي.


میرویس
30.04.2013

تندر وروره، سلامونه او احترامونه!
متل دئ چې دومره نیکي کوه چې د بدئ تر عهده یې ووزې. ډاکتر افردئ د هغه کورنۍ،خپلوان او ټول پښتون ولس باید د ترورست اُسامه بن لادن په مقابل کې د هغه په کارنامو افتخار وکړي. هغه دداسې یوه ښامار دسر په غوڅولو کې مرسته وکړه، چې هیچا حتی په برالا ډول د القاعدې په بد نامه یادولو جرئت ندرلود. هغه دا کار آګاهانه وکړ او عواقب یې هم ورته معلوم وو. هغه یو زړور نامې پښتون دئ چې د خپلو خلکو د نجات د پاره یې دې لويې قربانۍ ته غاړه کیښوده. حق تل پر باطل غلبه کړې او الله به دا حقیقت بیا هم ثابت کړي او ډاکتر افریدئ به خپلې کورنۍ ته ستون شي.


larghonay laraway
30.04.2013

السلام عليکم!
ياره ماته د ډاکټر شکيل افريدي کړنې او د پاکستان له خوا نيول ډرامه ښکاري!
ځکه چې لومړی خو اسامه د امريکا سړی ؤ او افغانستان ته يې د همدې لپاره را استولی ؤ چې د امريکا د راتګ او اشغال لپاره بهانه جوړه کړي او لارې ورته هوارې کړي.
بله دا چې امريکايانو د پاکستان له ISI څخه رسمي مننه وکړه چې د اسامه د وژنې په اړه يې ورته ښه جاسوسي کړې وه.
نو بيا د شکيل افريدي نيول هسې ډرامه ده سر پرې مه خوږوئ


میرویس
01.05.2013

وعلیکم، لرغونئ لاروئ صاحب، پخیر راغلې ستړئ مشې.
وروره، زموږ د پاره د خوشحالۍ خبره داده چې، د القاعدې د ترورستي ښامار سر غوڅ شو.انشاالله چې طالبان هم اوس پدې پوهیدلي دي چې د القاعدې حمایې نه طالبانو ته ګټه وکړه، او نه هم افانستان ته. طالبان به بالاخره القاعده وشړي او د خپل ملت لمنې ته به راستانه شي.

عام ولس د داکتر افریدي د فداکاریو قدرکوي، هیله ده چې په بند کې د هغه بشري حقوق خوندي شي، او زر تر زره آزاد شي. دډاکتر افریدي کارنامې دا ایجابوي چې د هغه قدر وشي، نه دا چې ملت ته د خدمت په بدله کې په ۳۳ کاله بند محکوم شي. الله دې رحم ورباندې وکړي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more