د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

له داود خان نه تر حامد کرزی څه وشول؟

Samsor Afghan
29.04.2013

سلامونه او نیکی هیلی!
ډیر هیوادوال اوس مهال داسی فکر کوی چی دا ټولی ناخوالی چی په دی ولس راغلی دا تنها د خلقیانو د ګوند غوښتنه وه او بس. خو دوی داسی فکر نه کوی چی هغوی هم افغانان وو که د اسلام پر ضد یی هر څه غوښتل خو د هیواد په هکله خو یی فکر نه کوم چی کوم بد هدف به یی درلود.

راځی دا خبره وڅیړو چی دا بد مرغی ولی راغلی؟
د چا په غوښتنه دا هر څه وشول؟
او د چا په لاس تر سره شول؟

خو دا بحث یو بل اړخ هم لری هغه دا چی مجاهدیونو وروڼو خپلی هلی ځلی څه وخت او څنګه شروع کړی؟
دا چا په حمایت یی خپل کارونو مخ ته بول؟
د حمایت نه یی هدف څه وو؟ او ولی یی مجاهدین سپورتول؟
ددوی لاسته راوړنه څه وه؟
او ورسته د نجیب د حکومت نه دوی څه کولای شوای او ولی یی ونه کړل؟

په درناوی


larghonay laraway
30.04.2013

د کمونستانو او کرزي د رژيمونو تر منځ هيڅ توپير نشته!
د کمونستانو رژيم د وخت د شوروي ګوډاګی ؤ او مجاهدين يې پر خلاف پورته شوي وو او د کرزي حکومت د امريکا ګوډاګی دی چې طالبان يې په مخالفت کې پورته شوې دي
خو له دې هم سترګې نه شي پټيدلی چې د مجاهدينوله وينو څخه پاکستان او امريکا ګټه پورته کړه او د همدې هدف لپاره يې مجاهدين تمويلول.
اوس هم همغه کيسه ده. د طالبانو له وينو څخه بيا هم پاکستان او امريکا ګټه پورته کوي.
توپير يې دا دی چې هغه وخت امريکا غوښتل چې شوروي ته ماتې ورکړي او اوس غواړي چې په افغانستان او سيمه کې خپله واکمني او باداري ټينګه کړي!


حمید هڅــاند
01.05.2013

یاره رښتیا راباندې وایې، د افغانستان تاریخ نه مې زیات بد کېږي!.
ډېر زیات مې ستړی کوي، ځکه ټول له خیانت او بې لیاقتي نه ډک دی.

بښنه کوئ...


Samsor Afghan
04.05.2013

هڅانده تخلص دی ستا له کړنو سره نه لګیژی

د افغانستان خو بهترین تاریخ دی دا دریرش کاله خاینان وو مخکی خو داسی نه وو لژ تاریخ ولوله که یی نه لولی بیا د هغه خبره بیرته درواخله.

دا بحث بڼه نه ده زه به یی هم همدلته پریژدم ډیر په شوق می دا لیکنه کړی وه خو ډیر په ناسمه توګه بحث ورباندی وشو.

په درنښت


حمید هڅــاند
04.05.2013

سلیمانخیل صیب! دومره ژر مه بې حوصلې کېږه. زه پوهېږم چې د بحث په اوږدو کې تا مجاهدین ټکول غوښتل او د خلقیانو پله درنول.
په هر صورت، خبره داده چې افغانستان کې یا خو خیانتونه او ظلمونه شوي، او یا سمه حکومتوالي نه ده شوې. له بده مرغه موږ جنګیالیان پاتي شوي یو، خو ښه تنظیم کوونکي او سنجوونکي نه.
ستا موضوع د مجاهدینو او کمونیستي رژیم په اړه ده. خبره داده چې له موږ کمونیزم ته اړتیا نه لرله. نورمحمد تره کی د ښه احساس خاوند ؤ، خو نه پوهېدی. زموږ ډېری خلقیانو ښه احساس درلود او لایې هم لري، خو له اسلام څخه یې کمه پوهه لرله. که ته خلقیان هرڅومره ښه معرفي کړې، خو حقیقت دادی چې دوئ کمونیزم ته ترجیح ورکړې وه او غوښتل یې دلته پلی شي. که ته نجیب هر څومره ستر معرفي کړې، خو حقیقت دادی چې ده د څارګرۍ د مشري په مهال زیاتې وژنې کړې وې. د پخلاینې په پار د نجیب وروستۍ هڅې د ستایلو وړ دي، خو دا د ده خپل ابتکار نه ؤ بلکې د روس له خوا ورته سپارل شوی ماموریت ؤ. خو د لوبې بلې خواته د مجاهیدنو مشران هومره ناچلې سیکې دي چې پرې بحث کول هسې د وخت ضیاع ده. دوئ ډېرې نارواوې وکړې. کاشکي دوئ پخپل مینځ او نجیب سره کښېناستلي وای. خو واوره، دوئ نه خو پخپل مینځ کې د کښېناستلو ځامن ؤ او نه دوئ او نجیب کې داسې ځانګړتیاوې وې چې د سولې پر سترخوان یې مړۍ خوړلې وای.
مجاهدینو افغانستان وران کړ او زموږ را وروسته بدمرغیو له دوئ سرچینه واخیسته. د مجاهیدنو تر مشرانو د خلقیانو مشرانو ډېر شرف درلود، لږ تر لږه هیواد ته خو ژمن ول.

درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more