د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

محور ورځپاڼه: کوټې شورا؛ طالب جنګياليو ته په مورال ورکولو کې پاتې راغلې

اتل
29.04.2013

د فورم انډیوالانو، سلامونه او احترامونه وړاندې کوم!
ددې لاندې مضمون پر لوستلو غور پکار دئ، بالخصوص د خارجي جګړه مارانو په اړخ یې:
=====
محور ورځپاڼه: کوټې شورا؛ طالب جنګياليو ته په مورال ورکولو کې پاتې راغلې
| دوشنبه, 29.04.2013, 10:50 AM | (498 لیدل شوی)

د پسرلنيو چريکي بريدونو د پيل لپاره په افغانستان کې طالب جنګيالي په خپلو کې اختلاف لري او له همدې کبله د خالد بن وليد په نوم د عملياتو په اعلانولو سره ټول يوه خوله نه ول.
په غزني کې له طالبانو جلا شوي چريکان وايي، په سنګرونو کې پراته ملګري يې له جنګ ستړي شوي او د قطر مذاکراتو ښه انجام ته ډېر لېواله دي. د دوی په خبره د سږنيو عملياتو اعلان ځکه وځنډېد، چې د کوېټې شورا فشارونو ته طالب چريکانو غاړه نه اېښوده.
په تېر ژمي کې په لغمان او غزني ولایتونو کې د طالبانو اته چریکي کنډکونه مات شول او جنګیالي یې پېښور او کوټې ته وتښتېدل، خو بېرته جنګ ته د راستنېدو لپاره تر فشارونو لاندې دي، چې ډېری یې اوس هم په کمپونو کې د خپلو خپلوانو په کورونو کې پټ دي.
په جنګیالیو کې د جنګي مورال د کمزوري کېدو ثبوت له همدې کېږي، چې په څلورو کلیو کې ايله درې طالبان اوس د جنګ نشه لري. دا له پخواني حالت سره يو ژور توپير دی.
پېښوراو کوټې ته تښتېدلي افغان طالبان د خپلو مشرانو تر فشارونو لاندې دي، چې سږنۍ برخلیک ټاکوونکې تودې جګړې ته تیاری ونیسي، خو د دوی ډېری یې نه حاضرېږي. یوازې هغه طالبان د جنګ په صحنه کې تګ راتګ کوي، چې وزيرستانونو کې اوسېږي.
په فارياب کې د ناڅاپي عملياتو په ترڅ کې تر شپېتو ډېر طالبان د امنيتي ځواک په لاس و وژل شول. دا په سږني کال کې طالبانو ته د وراوښتي زيان بېسارې پېښه ده، خو ددې ترڅنګ په غزني او لغمان کې هم د طالبانو د قوي سنګرونو ماتېدلو د طالبانو جنګي مورال ورخراب کړی دی.
په تېرو کلوونو کې به د کوټې شورا او نورو محرکو جريانونو په افغانستان کې طالبان د پسرلنيو عملياتو د نوم په اعلانوولو سره په ډېره اسانۍ بسيج کول، خو سږ کال د خالد بن وليد طالباني عملياتو د اعلان لپاره د طالبانو په منځ کې ژور اختلافات وو. په افغانستان کې د طالب جنګياليو سرګروپان د کوټې شورا هغو فشارونو ته نه تسليمېدل چې پسرلنۍ جګړه پيل کړي.
ښايي دوه لامله په کوټه کې د طالب مشرانو او جنګياليو طالبانو ترمنځ د اختلاف سبب وو، اول دا چې د طالبانو باخبره سرچينې وايي، چې طالبان نور په کلي ډول له جګړې ستړي ښکاري او د قطر مذاکراتو قطعي انجام ته ډېر تږي دي او دويم داچې د خپل حاکميت او استوګنې يو قوي مرکز غزنی يې اتيا سلنه له لاسه ورکړی دی.
ځينې افغان محقيقين وايي، له جنګ سره د افغان طالبانو د دلچسپۍ کمی دغزني په ګډون ډېری سیمو ته د پاکستاني او بهرني طالبانو د راتګ لامل ګرځیدلی او که افغان طالبان ورسره مرسته ونکړي، بهرني طالبان به په ډله ييزه توکه کمينونو کې ښکېل شي او ماتې به وخوري. دغه څېړونکي د طالبانو لپاره د مهماتو د کمي په اړه هم خبر ورکوي.
په غزني کې د ولسي پاڅونونو او محلي پوليسو مشران وايي، ليکو ته يې ډېر داسې سيمه ييز ځوانان ورغلي، چې طالبان ول، خو اوس له سيمه ييزو پوليسو او محلي پاڅونوالو ډېر د طالبانو پرضد دي. دوی پوليسو ته ويلي، چې تقريباً ټول ملګري يې له جنګه ستړي دي، خو له دې وېرې چې محلي پوليس مشران به يې و وژني، لا هم طالبان پاتې دي.
بل لوري ته د افغان ځواکونو د قوت او مورال په اړه باور زيات شوی دی؛ سره له دې چې د امنیتي لېږد په لړ کې افغان ځواک د نورو کلونو په پرتله درانه ځاني زیانونه ويني، خو په جګړه کې د قوي مقابلې له امله يې طالبان سره پاشلي دي.
یوازې په تېر ژمي کې په غزني او لغمان ولایتونو کې د جنګیالیو اته چریکي کنډکونه مات شوي دي او د سیمې خلک وایي، طالبان پاکستان ته وتلي.
د لغمان اوسېدونکی محمد طاووس وایي، هغه طالبان چې وړاندې په دغه ولایت کې جنګېدل ځینې یې نورو ولایتونو ته تللي او یو شمېر هغه یې چې له پولې اوښتي بیا ندي راغلي :((د ملي اردو ترڅنګ سیمه ییز پولیس ډېری یې د همدې ولایت دي او هغه کسان ورته ډېر ښه معلوم دي، چې له طالبانو سره همکاري لري. یوازې په تېر ژمي کې څلور کنډکونه مات شوي او د کسانو درک یې له سره په لغمان کې نه لیدل کېږي.))


pattang
29.04.2013

cai خو په خپلو بوجويو بوجويو پټو دالرو چې کرزي او دهغوی ملګرو ته يې
ورکول ونشوی کولی چې طالبان پرې مات کړي نو اوس داسې پروپاګنده
کوي چې د جنګيالويو اخلاق ضعيفه کړي، خو څوک چې په ازادي ايمانلري
او مسلمان وي هغوی په داسې خبرو نه غوليږي !
د CIA او کرزيخيلو ټر وتلی نن ورځ بری دطالب په قسمت دی !
غربي مېداياوو او سياسي غربي مبصرينو د کرزي او د CIA لخوا نصب
شوی رژيم ټکولی او له نورې هرې مرستې ځخه انکار ترې کوي !


اتل
01.05.2013

اسلام علیکم پتنګ صاجب، د پروردګار عالملیان نه ښه صحت درته غواړم
وروجانه، دا ستاسې خبرې د طالبانو د روحیې د قوي کیدو او یا کمزوري کیدو سره اډو هیڅ تړاو نلري. که غواړې په بحث کې برخه واخلې نو بیان یې کړه چې په کوم دلیل طالبان قوي شویدي، علتونه او دلایل یې وړاندې کړه او د محورخپور کړئ رپوټ پڅ کړه
دا چې تاسې هر وخت خبره بله خوا وړئ او بې ګټې غږیږئ، نه دا چې ستاسې موقف خرابوي، بلکه ستاسې ټول زحمت، درمستال ته له خټو نه بل څه مفاد نلري.
تاسې کوښښ مه کوئ چې پر یوه مسئله باندې د نقد پرعوض بل څوک ملامت کړئ. [به تهران ګنه کرد آهنګری - به کرمان سر زدند زرګرې].


طیب زابلی *
01.05.2013

السلام علیکم
اتل صیب داراپوربیخی دخندا وړده،
داچی طالبان دادولس کاله له زرهاووپه هرقسم وسلواوعصری وسائلوسنبال اشغالګروپه مقابله کی ستړی نشوواونه یی روحیی له لاسه ورکړی نواوس چی اشغالګردوتولاری لټوی اودتیښتی په حال کی دی،اوبې وسه وبې وسلی په نامه ملی اردو اویومفسدغل خائن حکومت یی په مقابل کی پاته ده،اوهره ورځ په لسهاوو کسان دحکومت له لیکوراووزی طالبانوته تسلمیږی،نوپه دې حال کی به بیاولی دطالبانوروحیی کمزوری شی؟بلکی خبره بالعکس ده،طالبان راتلونکی کال ته ډیرخوشبینه دی دوئ داسی ګڼی چی راتلونکی کال به جګړه پای ته ورسیږی اودطالبانوسیموته چی لاړشی سږکال ترهروخت ډیرطالبان ترسترګوکیږی،اوسږکال د تیروکلوپه پرتله دطالبانوحملی ډیری زیاتی شوی دی،لنډبه درته ووایم سړی چی غره ته په ختلونشی ستړی په کښته کیدلو نه ستړی کیږی، طالبان هم عین په دې مرحله کی واقع دی،


Gul khan
03.05.2013

طالبان وایی چی خالد بی ولید عملیاتو کی نوی تکتیکونه کاروی چی دا تکتیکونه عبارت دی له:
1- په کونه بم انتحاری: چی دایی تر ټول خطرناک دی، ځکه ټوله سیمه په غولو لړی.
۲- په چادر کی انتحاری: چی زمونږ تور سری ته سپکاوی دی.
۳- په لونګی کی بم انتحاری: چی زمونږ کلتور او عنانات کنځی.
۴- خر مرګی: چی بی ګناه او معصوم حیوان وژنی.
۵- واسکټ کی انتحاری: چی یو معمول شی دی.
۶- ...... که کوم رانه پاتی وی راته یی و ښآیی.


طیب زابلی *
03.05.2013

زيات افغان ځواکونه دندې پرېږدي

12.02.1392
په داسې حال کې چې نړیوال محرب ځواکونه د 2014 میلادي کال تر پایه له افغانستان څخه وتلو ته تیاری نیسي.

د امریکا د فاړن پالیسي خپرونې د راپور پر اساس افغان ځواکونه له هیواد څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په پرتله ژر د امنیتي ځواکونو له لیکو څخه وځي.

د دې موضوع نور جزئیات فرح هیواد وړاندي کوي.

د فرح هېواد راپورhttp://pa.azadiradio.org/audio/Audio/396446.html


pattang
03.05.2013

يو شی درڅخه پاتې دی :
که د cia ، دشمال د لنډغرو او د ازري قزلباش کرزي کاکو
په کونه کې يې انتحاري چاودنه وکړه خوند به وکړي او افغانستان
به په ارامه شي او زه به سل منه غوښه پرې واخلم !

[quote:ccba2e4bf0="Gul khan"]طالبان وایی چی خالد بی ولید عملیاتو کی نوی تکتیکونه کاروی چی دا تکتیکونه عبارت دی له:
1- په کونه بم انتحاری: چی دایی تر ټول خطرناک دی، ځکه ټوله سیمه په غولو لړی.
۲- په چادر کی انتحاری: چی زمونږ تور سری ته سپکاوی دی.
۳- په لونګی کی بم انتحاری: چی زمونږ کلتور او عنانات کنځی.
۴- خر مرګی: چی بی ګناه او معصوم حیوان وژنی.
۵- واسکټ کی انتحاری: چی یو معمول شی دی.
۶- ...... که کوم رانه پاتی وی راته یی و ښآیی.[/quote:ccba2e4bf0]


اتل
10.05.2013

اسلام علیکم
طیب زابلیه، ستاسې خبرې هم پر خپل ځای وزن لري او لا اقل تاسې خو د روان جریان وضعیت یو څه بیان کړیدئ. راشه پتنګ ورور ته چې بیله کوم دلیل او برهان نه د غرو سرونه سره ګنډه کوی. پتنګ ورور وایي: ښه کوئ بد مه کوئ، تنګ دئ ګورستان.
مسئله پدې ډول اوتو بوتو نه حل کیږي. پکار دې چې الله جل جلاله ته مخ او بنده ته شا واړوو او عیني او ذهني حقایق را وسپړو.

زابلیه وروره، زه ستاسې د نظر قدر کوم، خو داسې کیسې هم شته چې د طالبانو صاحبانو په لیکو کې بې اتفاقي او نا رضایتي پیدا شویده. له یوې خوا ملا محمد عمر آخند فرمانونه خپروي او له بلې خوا یې د جنګ د میدان قوماندانان په تواتر نقض کوي. ملا محمد عمر آخند پخپله نه ځان د کوټې شورا ته ور ښيې او نه هم چا لیدلئ دئ. د کوټې په شورا کې داسې نارضایتي موجوده ده چې د ملا عمر اوامر یو یا دوه تنه اعلانوی، قوماندانان بدلوي او د شوری په اډانه کې بدلون راولي، پداسې حال کې چې ملا صاحب درک نلري. د شورې ګڼ شمیر عړي اوس لګیا دې پدې ارتباط حقایق لټوي.
سوال دادئ چې ولې ملا صاحب دا دومره کلونه غیب دئ؟

له بلې خوا د طالبانو د جنګ د میدان افراد وایي چې د طالبانو مشران په پردي ملک کې ناست دې عیش او نوش کوي، دملک دنه ولس د د رایې او تباهۍ نه اډو آګاهي نلري. او نور مشران یې په قطر کې يه ایرکنډشن دارو موټرونو کې مزې چړچې کوي او لګیا دې بچیان زیږوي او د جنګ د میدان طالبان د جنګ نه ستړي دي، او دکوټې د شوری مشران دوی داسې اعمالو ته مجبوروي چې نه د اسلام په دایره کې راځي او نه هم د ملک دملې علیا مصالحو سره اړخ لکوي.
تاسې به خامخا لوستي وي چې طالبانو چې مطبوعاتو مرکې ورسره کړیدي، یا ناراضه دي او یا هم په پاکستان کې یې په خپلوانو اړوي او په افغانستان کې د جنګ نه ځان غړوي.

دغه راز د طالبان د جنګ د میدان د افرادو تلفات هم د حکومتي قواو سره په جګړو او پوځي عملیاتو کې زیات شوي او دوی نورپدې عقیده ندي چې دا جنګ به وګتې،
جنګ ابته ګڼې او لدې بابته هم له جنګ نه اوږه خالي کوي.
ستاسې نظر څه دئ؟


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more