د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

وجدان لرونکي دخپل وجدان سره دخپلو اعمالو په هکله ښه قضاوت کولي شي

tandar
28.04.2013

وجدان لرونکي دخپل وجدان سره دخپلو اعمالو په هکله ښه قضاوت کولي شي
په دي ورځو کي د ٧ او ٨ د ثور تبصيري رواني دي
خلقيان ، پرچميان او دوخت مجاهدين چه له دواړو خواو نه په نني اشغال شوي افغانستان او ګوډاګي رژيم کي دوفاداري برخه لري خوبيا هم لګيا دي دخپلو وحشيانه اعمالو په پټولو سره دملت په سترګو خاوري وروشيندي
لمر په ٢ ګوتو نه پټيږي
ددوي اعمال هم نه شي پټيدلي ښه محکمه يې ددوي خپل وجدان او دملت نه عذر غوښتل دي اوبس
راشي توبه وباسي دشهيدانود يتيمانو له اوښکو اودهغوي دکونډو له سړو اوسليو اودخداي ،ج، له قهره لږوډار شي
اوپريږدي چه ملت نور خپل سرنوشت په خپله وټاکي
ديوه سرلوړي ازاد او هوسا هيواد په هيله


daud
28.04.2013

سلامونه او احترامونه
جنګي جنايتكاران، اشرار،وطنفروشان او ملي خايينان داخلاقي او انساني ارزښتونو پروا نه لري او نه ورته اهميت لري . وجداني محكمه ،انصاف ، انساني كرامت او بشري حقونه او مراعات يى د دوى په تفكر او ژوند دود(كلتور) كې ځاى نه لري ،همدا وجه ده ،چې شعوراً او قصداً په داسى اعمالو لګيا دي ،چې انسايت پرې شرميږي .
دثور داوومې او اتمې دجنايتكارانو كردار او ضد بشري كړنى دبشر چې ځان ته اشرف المخلوقات وايي په ټڼډه هغه تور داغ دئ ، چې پاكول يې يوازې ددې جانيانو
په محاكمه او مجازات سره ممكن دي ،نه په اخلاقي غوښتنو . افغان اولس او دهغوى اصلي زامن بايد نور دخپلو پلرونو،ميندو خويندو ،ورونو دقاتلانو د مجازات دپاره او ددوى دشر نه دخلاصون دپاره متحداً اواز وباسي او د سليقوي او غرضي بى مفهومه اختلافاتو نه لاس واخلي ،تر څو دميليونو شهيدانو روح په قبرونو كى ارامه شي او دراتلونكي نسل ژوند دامن او عدالت په چوكات كې داجتماعي عدالت په پياده كولو سره تضمين شي .

مننه
دازاد او خپلواك افغانستان په هيله


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more