د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

دجنسي تیریو ډیري پیښي چي دبهرنیانولخواه سرته رسیږي رپوټ نه ورکول کیږي

pattang
27.04.2013

دجنسي تیریو ډیري پیښي چي دبهرنیانولخواه سرته رسیږي رپوټ نه ورکول کیږي

ولی محمد نورزی
Larawbar.com 2013-04-26

دترکیه هیوادداسلامی دعوت په یوه خبري ویب پاڼه کي راغلي ،چي په افغانستان کي دمیشتوبهرنیوسرتیرولخواه دافغانستان په خاوره کي پرافغاني ښځواونجونوباندي په زوره جنسي تیرۍ کیږي اودافغاني ټولنې دټولنیزودودونواوشرم له کبله په رسمي بڼه رپوټ نه ورکول کیږي.
دغه خبري ویب پاڼه دسری میاشتي دسکترجنرال له خولي لیکي ،چي دمیشتوبهرنیوځواکودپوځیانولخواه چي پر افغانې ښځواونجونوباندي کوم جنسي تیري کیږي دافغانی ټولني دمختلفورواجونوله کبله درسمي رپوټ له مخي نه څرګندیږي.سرچینه زیاتوي، چي تراوسه پوري دوی ته د( ۱۵ )نه تر( ۲۰ )پیښورپوټ ورکړل شوي دي.په رپوټ کي راغلي چي دسری میاشتي جنرال سکرتر په دي باوردي چي دافغانستان ډیري ښځې اوکوچنیان دکمزوري ،ناتوانه اقتصاداوغریبي سره لاس اوګریوان دي.
دی وایې چي جګړي دافغانستان دخلکوپرټولینیزژوندباندي منفي اغیزه کړی اودبهرنیانوشتون اوحضودجګړي داورلمبي نوري هم تازه کړي دي ،کوم چي له کبله یې پنځه میلیونه افغانان دخپل ملک څخه وپردیوهیوادوته مجبوره شول چي مهاجرشي اوخپل خوږوطن پریږدي.
دملګروملتونودرپوټ له مخي دافغانستان دخلکویوه دریمه برخه دفقراولوږي په حالت کي ژوند کوي اوددوی دیوي ورځي عایدیواځې یوډالرته هم نه رسیږي. هغه افغانان چي ګاونډیوهیوادو ته تللي دي هغوی هلته هم ځانګړي بیلا بیلي ستونځي اوکړاوونه ګالي.


tandar
30.04.2013

دانه پټه اونه تازه خبره ده
کرزي ، فهيم ،خليلي ټول پوهيږي اوخبر دي
څوک به ننګ وکړي ؟
په خوګياڼيو کي يوه لغماني ملا ځوي ٤٠ کاله مخکي يوه نامزاده نجلي تختولي وه
دنجلي پلار او کورني يې دملا ځوي پيدا اول يې تري خوټي غوڅي کړي وي اوملا ځوي ته يې په خوله کي ورکړي وي وروسته يې پسي تيرباران کړي و اونجلي ژوندي تري تمه شوه
ايا داسي څوک شته چه داشغالګرونه خوټي غوڅي او په خوله کي ورکړي اوژوندي فلم يی اوباما ته وليږي ؟
دلته چاپير يو دزړه ويني خورو وطن اشغال بي ناموسي روانه ده

ډالر خواره دي دملي ناموس او شخصي ناموس قيصه کي به څوک شي ؟
خداي پاک دي نورملت ته يوالي ، غيرت وبښي چه له دغو بدبختيو خلاص شي
امين


Hashmat Kahn
30.04.2013

ګرانه پتنګ!
دغه لیکنه صریحاً دافغانستان او متحده ایالاتو ددښمنانو پروپاګندا، دروغ او ښکاره بی بنیاده تور دي. راځي چې یوازي ددي بحث په خاطردغه بي اساسه څرګندوني داسي وګڼو لکه رښتیا، اجازه راکړي ستاسو نه یوه پوښتنه وکړم که هیچا په دي اړه کوم راپور نه دي خپور کړي او هیڅوک په دي اړه خبري نکوي خاص په دي خاطر چې دغه مسله د شرم ، بي آبروګې اود بي عزتۍ مسله ده نو تاسې څه پوهیږي چې دغه ډنډوري ريښتیا دي؟ بله مسله داچې بر خلاف ستاسو د ادعاوو د ملګرو ملتو له قوله هره ورځ په زرګونوافغان مهاجرله ایران او پاکستان څخه افغانستان ته ستنیږي. کابل هغه ښار چې یوازې دیو میلیون وګرو لپاره جوړ شوي دي پنځه میلیونه خلک په کې ژوند کوې. او دغه د افغانانو مهاجرت خو مخکې له دي نه چې د امریکا جګړه د تروریستانو پر خلاف شروع شې وجود درلود. په افغانستان کې اصلي عامل دي فقراو بیوزلي بیسوادي او د خوراکې ټوکو بیي لوړتیا ده. افغانستان یو زراعتي ملک دي چې اقتصاد یي کولي شي د کرنې او څارویو له وجهه څخه وده وکړي خو همدغه طالبان وه چې ملک یي وروسته له کورنیو جګړو دغو حالت ته راوست. ښونځي اوباغونه یي وسوځول، دخلکو څاروي یي مړه کړل ، بهرني پانګونکې او سوداګرافغانستان ته نشوای راتلې او اوس دغه پړه تاسي په امریکایانو اړوي. تاسي څه فکر کوي که تاسې امریکایان په غلته توګه ملامت کړي د اقتصاد د ودي مشکل به له منځه ولاړشې؟
په درنښت
حشمت
دامریکا د متحده ایالاتودعمومي قوماندانی دبریښنایې خبرواتروغړي
www.centcom.mil


pattang
02.05.2013

[quote:decf4bd7ad]ګرانه پتنګ!
دغه لیکنه صریحاً دافغانستان او متحده ایالاتو ددښمنانو پروپاګندا، دروغ او ښکاره بی بنیاده تور دي. راځي چې یوازي ددي بحث په خاطردغه بي اساسه څرګندوني داسي وګڼو لکه رښتیا، اجازه راکړي ستاسو نه یوه پوښتنه وکړم که هیچا په دي اړه کوم راپور نه دي خپور کړي او هیڅوک په دي اړه خبري نکوي خاص په دي خاطر چې دغه مسله د شرم ، بي آبروګې اود بي عزتۍ مسله ده نو تاسې څه پوهیږي چې دغه ډنډوري ريښتیا دي؟[/quote:decf4bd7ad]

دادهغو خلکو ادعا دی چې پرې تېر شوي په سترګو يې لېدلي دي او شکايتونه
يې نه اشغالګر صليبيان اوري او نه مذدوراو لاسپوڅی دولت! ځېنو خپلو
ځانوته اورونه واچول او ځينې دخپلې کورنۍ له خوا وژل کېږي چې له
پېغورڅخه ځان خلاص کړي٠

[quote:decf4bd7ad]بله مسله داچې بر خلاف ستاسو د ادعاوو د ملګرو ملتو له قوله هره ورځ په زرګونوافغان مهاجرله ایران او پاکستان څخه افغانستان ته ستنیږي. کابل هغه ښار چې یوازې دیو میلیون وګرو لپاره جوړ شوي دي پنځه میلیونه خلک په کې ژوند کوې. او دغه د افغانانو مهاجرت خو مخکې له دي نه چې د امریکا جګړه د تروریستانو پر خلاف شروع شې وجود درلود.[/quote:decf4bd7ad]

داخبره خو د بېکاره او اجنټ دولت وظيفه ده چې د CIA دالر له دې خلکو
سره هم تقسيم کړي ترڅو چې په نس ماړه شي او دغريبي او بېکاري مسئله
يواځې افغانستانه نه بلکې ټوله درېيمه نړۍ ده !
په افغانستان کې اصلي عامل دي فقراو بیوزلي بیسوادي او د خوراکې ټوکو
بیي لوړتیا ده.
سواد کار نه ورکوي خو سواد حق غوښتلی شي ،ددې لپاره خو بيا داسې
کسان په کاردي چې په ملي اقتصاد او سياست پوه وي ترڅو چې خلکو ته
کار پيدا کړي نو ستاسې کشېنولي اجنټان او جنګي جنايتکاران په څه پو هيږي
هغوی خو ډېرې درنه غلا او سومبه يې کړۍ !
دنر خونو لوړوالی د CIA پلان دی چې خلک په نس وږي کړي او دمقاومت
اراده يې مړه کړي ، که CIA په بوجويو بوجويو هوايې دالر او دخارج په
په کچه معاشونه افغانانو ته نه ور کولی نو نر خونه به هم نه لوړېده
خو اوس يې کنترول هم لاسپوڅی رژيم نکوي !

[quote:decf4bd7ad]افغانستان یو زراعتي ملک دي چې اقتصاد یي کولي شي د کرنې او څارویو له وجهه څخه وده وکړي خو همدغه طالبان وه چې ملک یي وروسته له کورنیو جګړو دغو حالت ته راوست. [/quote:decf4bd7ad]

طالبان وو او که ستاسو جاسوسان ? که انسانيې نو دروغ مه وايه !

[quote:decf4bd7ad]ښونځي اوباغونه یي وسوځول، دخلکو څاروي یي مړه کړل ،[/quote:decf4bd7ad]

دغه کار طالب نکوي هغه زما ورور او زما دکلي سړی دی داکار د cia
دطالبانو دی او اصلي طالب زيان پکشې بولي !

[quote:decf4bd7ad]بهرني پانګونکې او سوداګرافغانستان ته نشوای راتلې او اوس دغه پړه تاسي په امریکایانو اړوي. تاسي څه فکر کوي که تاسې امریکایان په غلته توګه ملامت کړي د اقتصاد د ودي مشکل به له منځه ولاړشې؟[/quote:decf4bd7ad]

خارجي سوداګر شرائط او ارامي غواړي خو کله چې ستاسو مخ ورک شي
سوله به هم راشي ، دجنګ عوامل تاسې ياست او سوداګران به هم را شي !
نه اقتصادي مشکلات خپله افغانان حل کولی شي نه اشغالګر ، په لوږه کې
د اشغالګرو ګټه ده !!

[quote:decf4bd7ad]په درنښت
حشمت
دامریکا د متحده ایالاتودعمومي قوماندانی دبریښنایې خبرواتروغړي[/quote:decf4bd7ad]

پکه دادې لا بله سپکه ! له موره پيدا خو په مور خېځي !!!


Hashmat Kahn
06.05.2013

پتنګه!
زه هم کولی شم چې څه مې چې په خوله راځې تاته یې ولیکم. خو بیا زما او ستا تر منځ فرق په څه کې شو. ته ریښتیا پښتون نه یې ځکه پښتون یو بل پښتون خو لا پریږده بل انسان ته داسې څه نه لیکې. کوښښ وکړه چې خلکو ته داسې بې ادبه الفاظ ونه لیکې.
بیا هم په درنښت
حشمت


pattang
06.05.2013

ماخو ستا د yankee واقعې څېره در ته ښکاره کړې چې دوی څومره
جنايت کړی او کوي يې نو بل څه خو ما ندي وېيلي!
ته له پښتو خبرې کوې او بيا د( موږ) کلمه استعمالوې نو څه ته او خپل
انسانيت دې ستا yankee دسړي زوی دی چې دشپې چاپې اچوي او
زمونږ ښځې ، واړه او زاړه را وژني ايا دا دې دوی اسانيت دی ٠ وروره
اوس هم ناوخته نده پښتون شه کلمه ووايه اولدغې چټلې ادارې څخه منډې
وکړه او يو پاک کار درته پيدا کړه !!

[quote:59ffab7d76="Hashmat Kahn"]پتنګه!
زه هم کولی شم چې څه مې چې په خوله راځې تاته یې ولیکم. خو بیا زما او ستا تر منځ فرق په څه کې شو. ته ریښتیا پښتون نه یې ځکه پښتون یو بل پښتون خو لا پریږده بل انسان ته داسې څه نه لیکې. کوښښ وکړه چې خلکو ته داسې بې ادبه الفاظ ونه لیکې.
بیا هم په درنښت
حشمت[/quote:59ffab7d76]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more