د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

ږيره زما واک يې دملا

tandar
26.04.2013

ږيره زما واک يې دملا
اشغالګره تاد افغان په خاوره اوملت دڅه لپاره حمله کړي ؟
ترننه پوري مانه دي اوريدلي چه يو افغان به بهر کي ترورکړي وي
روسانو حملي وکړي
امريکاې ، جهاني تروريست ، سره له خپلو کاسه پاکو حملي وکړي
ايراني اوپنجابي سرحدونه يې په کيلومتري راوړندي کړي
افغانستان نن دچوراو چپاول په حالت کي قرار لري
افغانه ددغو بدبختيو علاج په کار دي ؟
راتلونکي نسل ته به څنګه ځواب ورکوي ؟
ديوه سرلوړلي اوازاد هيواد په هيله


larghonay laraway
27.04.2013

دا به پرېږدو چې د سپتمبر يوولسمه د افغانانو يا اسامه موسامه کار نه ؤ
په دې به هم نه غږېږو چې ملاعمر او اسامه خو دواړه د امريکا بچيان دي نو بيا امريکا په افغانستان ولې حمله وکړه!
ولې خبره دا ده چې امريکا د خپل سياسي قدرت د پراختيا لپاره يوه بهانه لټوله
چې بهانه او لاره چاره ورته ستا جاهل ملا عمر چې شرمېږي هم نه او په همدې بې سوادۍ سره د مسلمانانو د امير دعوه لري جوړه کړه او ستا بې شعوره ټولنه څه ورپسې لښکر شوه او څه يې چې لوستي وو هغوی ورته شعرونه، ترانې، ليکنې او ستاينې پيل کړې.
په اسامه عرب کې به څه نه وايو خو دا چې د شاشجاع اصلي بچيان کرزی او ملاعمر د امريکا همسا شول اودلته يې راوسته نو څوک ملامت دی؟


Samsor Afghan
27.04.2013

تندر صیت

مونژ افغانان اوس لکه ښځی فقط ښیری کوو او غوښته له کافر یا بل همسایه لرو دا هغه منفی ذهن دی چی مونژ یی داسی کندی ته اچولی یو لاس هم نه شو ښورولی.

زما له نظره نور غوښته کول له هر چا نه او خوشی ښکنځلی کول نه دی پکار داهسی ټوکی د یو څو کالو خبری نه دی دا ملت مخکی ۲۰۰۰۰ کاله ژوند کړی او ورسته له دی به یی هم کوی خو مونژ باید عامل پسی وګرځو نه د تشو غوښتنوکو پسی زمونژ ددی نا چاری ددی بدبختی او ددی لویدنی عامل فقط زمونژ د ملت بی اتفاقی چی لوی عامل یی ملایان او مذهبی تند لاری دی او بل لوی عامل زمونژ او تاسو جهل دی.
زه چی انجنیر ونه لرم زه خپل معدن څنګه را وباسم زه چی انجنیر ونه لرم خپل هیواد ته توپک تیاره او اټم څنګه جوړوم زه چی ډاکټر ونه لرم زه به خپل ځان او ورور په چا تداوی کوم او همداسی هر بخش درواخلی.

که چری زمونژ هیواد اوس یو اتمی بم هم درلودی د تورمخی پاکستان به اوس خپل مرز را وړاندی کړای وای ؟
مونژ به اوس دومره ذلیل وای لکه چی یو ولا چی د کرزی حالت می د بروکسیل په غونډه کی ولید بیخی زیاد خفه شوم (دا چی هره معامله شوی هغه شوی) د کرزی حالت داسی وو لکه چی ښه زیاد یی ویل خوړلی وی او بیا یی هم د پاکستان خبره منلی وی.
که مونژ اوس انجینر درلودی اوس به زمونژ د کانونو پیسی چین او امریکی او نور هیوادو ته نه تلای.
که مونژ اوس قوی اقتصاد درلودی او یو باثباته نظام مو درلودی اوس به ما او ستاسو دا ژړاوی په دی سایټ کی نه کولی.
د خدای پار دی مونژ ملت ورځی او شپی څنګه تیره وو په خوبونو کی آرام نشته ټول ملت دربدره دی.
دا دربدری وروڼو د کرزی حکومت نه ده راوستلی دا دیرش کاله کیژی چی ملت او هیواد له سلو وارو هم زیاد خرڅ شوی.

زما یو خواست هغه د اتفاق او ورولی او د تعلیم.
زه وایم چی تعلیم ونه کړو کشران مو زده کړی ونه کړی مشران مو اتفاق ونه کړی راتلونکی نسل به له مونژه هم ډیر بد بخت وی او مونژ ته به ښکنځلی کوی چی تو لعنت په دی پلور شه چی مونژ درلودل.

وروڼو په همدی پاکستان کی نور هیڅ هم نشته فقط تعلیم یی وکړ خپل ملت یی ورساوو ځان ته یی قوی اردو جوړه کړه او د اتم خاوندان شول او بس. پاکستان اوس هم اقتصاد نه لری زمونژ وینی چکی او ورځ تیروی.

په درناوی
زما پیغام
تعلیم تعلیم تعلیم


Hashmat Kahn
01.05.2013

تندر !
د هرڅه له مخه اجازه راکړي چې یو ځلې بیا دا په ډاګه کړم چې امریکایان اشغالګر ندي او موږ په افغانستان باندي یرغل ندي کړي. موږ افغانستان ته په دي خاطر تللي یو چې د سپتمبرد یولسمۍ برید کونکی د امریکا په خاوره باندي ونیسو او د قانون منګولو ته یي وسپارو. دغه برید کونکوته په افغانستان کې د طالبانو له خوا پناه ګاه ورکړل شوي وه. لکه چې ټولو ته معلومه ده موږ د افغان حکومت سره په فعاله توګه کار کوو چې له افغانستان څخه یو با ثباته ، خپلواک او مستقل ملک جوړ کړو تر څو ترهګر یو ځل بیا ددي ملک اختیار په لاس کې وانخلي او خپل بریدونه له دي ځای نه پلان او سرته ونه رسوي. د افغانانو لپاره دا کار ضروري ډي چې له افغان حکومت سره مرسته وکړي تر څو د ترهګرو پټن ځایونه او ددوي شتون په افغانستان کې ختم کړي.
په درنښت
حشمت
دامریکا د متحده ایالاتودعمومي قوماندانی دبریښنایې خبرواترو تیم غړي
www.centcom.mil


tandar
01.05.2013

حشمت خانه جمله مي درته په سوررنګ په نښه کړي
اوس وخت نه لرم تروروسته
دcia او isi لاسونه دافغان په وينو سره دي

[quote:b82268f748="Hashmat Kahn"]تندر !
د هرڅه له مخه اجازه راکړي چې یو ځلې بیا دا په ډاګه کړم چې امریکایان اشغالګر ندي او موږ په افغانستان باندي یرغل ندي کړي. [color=red:b82268f748] موږ افغانستان ته په دي خاطر تللي یو [/color:b82268f748]
چې د سپتمبرد یولسمۍ برید کونکی د امریکا په خاوره باندي ونیسو او د قانون منګولو ته یي وسپارو. دغه برید کونکوته په افغانستان کې د طالبانو له خوا پناه ګاه ورکړل شوي وه. لکه چې ټولو ته معلومه ده موږ د افغان حکومت سره په فعاله توګه کار کوو چې له افغانستان څخه یو با ثباته ، خپلواک او مستقل ملک جوړ کړو تر څو ترهګر یو ځل بیا ددي ملک اختیار په لاس کې وانخلي او خپل بریدونه له دي ځای نه پلان او سرته ونه رسوي. د افغانانو لپاره دا کار ضروري ډي چې له افغان حکومت سره مرسته وکړي تر څو د ترهګرو پټن ځایونه او ددوي شتون په افغانستان کې ختم کړي.
په درنښت
حشمت
دامریکا د متحده ایالاتودعمومي قوماندانی دبریښنایې خبرواترو تیم غړي
www.centcom.mil[/quote:b82268f748]


tandar
02.05.2013

حشمت خانه دتا په ليکنه کي د [color=red:b9d3cfb2d2] ، ، مونږ ،، [/color:b9d3cfb2d2] کلمه چي مي ولوستله خپل بحث ته خاتمه ورکوم ځکه په cia يوخرڅ شوي انسان دځان برابر نه بولم په دي هکله دتا بادار يعني اوباما اود cia مشر له ما دبحث اوخبرو لپاره تقاضا اووخت وغواړي
مننه
دcia او isi لاسونه دافغان په و ينو سره دي


pattang
03.05.2013

[quote:549da68232]تندر !
د هرڅه له مخه اجازه راکړي چې یو ځلې بیا دا په ډاګه کړم
چې امریکایان اشغالګر ندي او موږ په افغانستان باندي یرغل ندي کړي[/quote:549da68232].
تاته خوخپله سپين سترګي نه مالوميږي نو زه د مجبورکړم چې سترګې
دې درخلاصې کړم !

اول ته له (مونږ) نه خبرې کوې نو سوال دادی چې پلار دې
امريکايې شين سترګی دی او که يو پښتون !
زه پر دې عقيده لرم چې ته او ملګري دې هم د لاتينوس او افريقايې
تورلېنګويو په قطار کې راځي نه لکه سپين پوستي
Yankee باداران مو چې ستاسو سره دميرې دزوی وضعيت کوي!

** اشغال نونور څرنګه وې چې ته زما په ملک کې خپل
قانون چلوې زمااطباع زما په خپله خاوره کې خپلو
جوړکړيو بنديخانو ته اچوې زما قانون او زما قران ،
عنعناتو په سکه سترګه ګورې !!
په خپل سر د شپې چاپې اچوې او زمونږ اطباع وژنې !

[quote:549da68232]موږ افغانستان ته په دي خاطر تللي یو چې د
سپتمبرد یولسمۍ برید کونکی د امریکا په خاوره باندي
ونیسو او د قانون منګولو ته یي وسپارو.[/quote:549da68232]

هو دادې تاريخي قاطلانوحق ووچې قاطلان دقانون منګلوته
وسپاري خو دايې حق نه ووچې په په افغانانو داتور وتړي
اونه څوک سبوت لري چې افغانان پکشې شامل وو / دي !

[quote:549da68232] دغه برید کونکوته په افغانستان کې د طالبانو له خوا پناه ګاه ورکړل شوي وه.[/quote:549da68232]

لعنت په کاذب دغه بريد کونکي يو يې دجرمني له هامبورګ
او نور يې په امريکا څخه وو اونور سبوت هيڅوک هم نلري!

[quote:549da68232]لکه چې ټولو ته معلومه ده موږ د افغان حکومت سره په فعاله توګه کار کوو چې له افغانستان څخه یو با ثباته ، خپلواک او مستقل ملک جوړ کړو تر څو ترهګر یو ځل بیا ددي ملک اختیار په لاس کې وانخلي او خپل بریدونه له دي ځای نه پلان او سرته ونه رسوي. [/quote:549da68232]

داخبره دې پوچه بې مانا ده تر طالبه نيولې تر ما پورې يو
افغان هم دبديوژنې او نور د خرابي نېت نه امرېکې ته لري
اونه يې لاره!
لوی ملا صيب هغه وخت بن لاډن ته ووېل چې دا کار تا کړی
هغه ويل نه ! بيا په اخرکې ملا صيب بن لاډن اسلامي محکمې
ته ور سپاره خو امريکيانووېلې چې نه!! مونږ نور کارونه
هم لرو دښځو حقوق .... مونږ دطالبانو په دولت حمله کوو
او هغه وه چې حمله يې وکړه او خپل اجنټان ، دشمال
لنډغرجنګي جنايتکاران يې راوستل چې اوس يې
cia هم سومبه کړه ټولې پيسې يې ترې وهلې او هيڅ کار
يې ورته ونګړ چې ملت پرې راضي شي !

[quote:549da68232]د افغانانو لپاره دا کار ضروري ډي چې له افغان حکومت سره مرسته وکړي تر څو د ترهګرو پټن ځایونه او ددوي شتون په افغانستان کې ختم کړي.
په درنښت
حشمت
دامریکا د متحده ایالاتودعمومي قوماندانی دبریښنایې خبرواترو تیم غړي[/quote:549da68232]

تر هګر په افغان کې نه شته او نه وو ، که مقصد د القاعده وي
نو هغوی په هر ځای کې شته ، چېرې چې په مسلمانانو ظلم
کېږي٠ افغا اولس طالبان به شعوري هيڅ داسې خلک
پرېنږدي چې هغوی نوروته زيان ورسوي !

د امريکې حمله د منطقې د سياسي ستراتيګي لپاره شوې دی ،
نه دتردريستانو لپاره ځکه چې امريکا په خپله يو تروريستي
ملک دی :

- په نکزاکي او هيروشيما ښارونونو اتوم بمونه غورځول
چې دواړه داوسېدلوښارونه وو او 500000 زره انسانان يې
پکشې قتل کړل !
- دکوريا جنګونه
- دويتنام جنګونه
- په لاتين امريکا کې لاس وهنه کودتاوي ( چيلي ، .... )
- په عراق حمله او زرګونو انسانان وژل !
- داسرائيلو جوړول او دعربو مځکې غصبول
:==> القاعده پيداکول.
- د ISI سره دتروريستي روابطا او ملګر تيا !
- په افغانستان باندې حمله ، دشپې چاپې او بې ګناه خلک وژل !

يوه ډېره بله وحشي صليبي فجايايې :
- د ګوانتانامو زندان دی چې دالس کاله انسانان بې دوسيې او
سبوته پکشې پراته دي او هيڅ پوښتنه يې څوک نکوي نو دا
مالوميږي چې امريکانه پارلمان لري اونه يوستيڅ (عدليه)
خوشې دتروريستانو ملک دی بې قانونهغول خوري !
- دامريکې درونې چې د9/11 په دود تروريستي اعمال کوي ٠
نو امريکايې جنايتکاران دې څه دسړي زامن دي ٠!!!


Hashmat Kahn
03.05.2013

تندر صاحب!
مهربانی وکړه یو ځلی جمله له شروع څخه ولوله بیا په معنا د موږ پوهیږي.
په درنښت
حشمت


Samsor Afghan
04.05.2013

حشمت خانه

لطفا په پښتو ژبه لیکنی مه کوه او که یی بیا کوی دلته د امریکی له آدرسه مه راغږیژه که هر څوک یی او ځان پښتون ګڼی نو بیا را ځه نر غوندی د خپل حکومت له نور تکړه ځوانان چی دفاع کوی ته یی هم وکړه.

د مونژ کلمه چی تاسو استعمال کړی مفهوم یی داده چی ته هم امریکایی یی نو مونژ او ټول جهان به د پوهیژی چی امریکا د افغانستان له غمه نه ده مړه نو ځان ته اهداف لری چی ته هم ددوی اړوند غړی یی او ددوی د اهدافو د پاره کار کوی.
نو مونژ ټولی لیکنی د خپلو اهدافو د پاره کوو نه د امریکی د اهدافو د پاره.

په درنښت


larghonay laraway
05.05.2013

السلام عليکم!
ګورئ ډېر زر احساساتي کېږئ او خبره جګړې ته اړوئ!
دا که سمسور د کرزي ګوډاګی دی نو بايد بحث وکړي او حشمت خان چې د کرزي د بادار وياند دی نو بحث دې نه کوي؟
زه خو وايم يا دې ازادي اوخپلواکي وي او که نه نو د غلام له وياند نه د اشغالګر وياند ښه دی چې په بحث کې موجود وي. ځکه مونږ که اشغالګرو ته خپل هغه پيغام رسول غواړو نو کيدی شي کرزی او ټيم يې په کې خيانت وکړي. تر دې ښه ده چې د اشغالګرو استازی راسره په بحث کې شتون ولري او نېغ په نېغه خپل تحليل، نفرت او ډانګ پېيلی پيغام ور ورسوو!
بله دا چې حشمت خان خو نن بحث ته نوی نه دی راغلی چې تاسو ورسره دومره نا اشنا يئ. هغه په خپل ليبل کې په ډاګه ليکلي چې:
دامریکا د متحده ایالاتودعمومي قوماندانی دبریښنایې خبرواترو تیم غړي
نو کله چې حشمت خان څه وايي دا د ده خبرې نه دي بلکې د امريکا يي قومندان خبرې دي نو دلته د (مونږ) ضمير يعنې دامریکا د متحده ایالاتوعمومي قوماندان)


Samsor Afghan
05.05.2013

سلامونه

لرغونی ورور تاسو شه شننه کولی شی او ادبیات مو هم ډیر قوی دی.
حشمت خانه هاغه ده له لرغونی سره یوی موافقی ته ورسیژه بیا یی خپلی اداری ته وه وایاست.
مننه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more