د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

که زه دافغان او اولسمشر په حيث اوبيا له قندهاره هم وي ؟

tandar
26.04.2013

که زه دافغان او اولسمشر په حيث اوبيا له قندهاره هم وي ؟
نو دبلجيم دناټو په قومانداني کي مي دژورناليستانو ترمخ سرداري ، پنجابي، ته فزيکي سمي څپړي حواله کولي چه دتا څنګه له افغانه سترګه نه سوزي
ولي په کونړ راکيټي ولي ؟
اوداسي نور ..................
چه دڅپړو عکسونه يې په جهان کي خواره شوي وي شايد ملت ته يې لږ محبوبيت پيداکړي وي
ناټو هم شايد ژرګډي بار کړي وي چه دا دشپو وطن نه دي
دcia او isi لاسونه دافغان په وينو سره دي


پښتون:
26.04.2013

وروره کرزی ملامته ندې.
زمونږه خپل مټ د پاکستان سره ولاړ دې،او د پاکستان لپاره سپر ګرځیدلې دې.
تاسو باید اول پښتنو ته نصیحت وکړۍ چې د پاکستان نه ځان خلاص کړي.
تر څو چې پښتانه د پاکستان په ولکه کې وي ،تر هغه د افغانانو چونګ او پونګ بند دې.
البته په پښتنو کې که افغان طالبان د پاکستان سره اړیکې پرینږدي،نو د پاکستان سپیړې به د افغانانو مخونو وهي.


larghonay laraway
27.04.2013

تندر صيب څپېړې او سوکان ډېر کوڅه ډب کار دی.
که زه د کرزي پرځای وی نو د بهرنيانو له شتون څخه به مې په ډيپلوماټيکه توګه ګټه اخيستې وای او پاکستان به مې پرې ډبولی وای!


tandar
27.04.2013

لاروي صيب کرزي اوديپلوماتيکه مفکوره؟
دالکه سړي چه له چرګ نه دمالګي دڅټلو توقع وکړي :oops:
دcia او isi لاسونه دافغان په وينو سره دي

[quote:acca846a2c="larghonay laraway"]تندر صيب څپېړې او سوکان ډېر کوڅه ډب کار دی.
که زه د کرزي پرځای وی نو د بهرنيانو له شتون څخه به مې په ډيپلوماټيکه توګه ګټه اخيستې وای او پاکستان به مې پرې ډبولی وای![/quote:acca846a2c]


Samsor Afghan
27.04.2013

اوس مهال افغانستان ډیر ښه ډیپلوماټیک روان دی

دا به سمه خبره نه وی چی مونژ د افغانستان په بهرنی سیاست نیوکی وکړو ځکه چی یوازنی کار چی په د حکومت کی مثبت شوی هغه د افغانستان بهرنی سیاست دی.

به خوله ویل خو سم کار نه دی ځکه چی د یوچا چی خوله ماتی وی د بل خوله ماتول ورته نا ممکن دی ویلی به د هغه وی وینی به له تا نه روانی وی.

دا بحث کولو طریقه او لاره نه ده چی تندر ورور یی کوی

په درنښت


Samsor Afghan
27.04.2013

زمونژ افغانانو یو لوی مشکل دادی چی جوش لرو خو هوش نه.

هر وخت چی په هوش راغلی یو بیا د خپل ذخم به درد پوهیدلی یو.

سیاست دومره اسانه کار نه دی لکه مونژ بعضی ساده افغانان فکر ورته کوی.

دا ککری غواړی هغه هم له پوهی او حوصیلی ډکی.

و من الله توفیق


Samsor Afghan
27.04.2013

یوه بله خبر او ټوکه را نه هیره شوه.

ټوکه:
د پورتنی لیکنی په سر( افغانان جوش لری خو هوش نه ) ټول افغان ویب پاڼی راته یوه د ستوری رتبه هم راکړه چی ما یی دومره ژر خیال هم نه کاوو.

مننه له ټول افغان ویپ پاڼی څخه


حمید هڅــاند
27.04.2013

سلیمانخیل صیب! تبریکي یې درته وایم.
نو دا ککرۍ څوک شوې؟؟ او یاره که اوس یو څوک دعوه کوي چې زموږ بهرنی سیاست سم دی، نو د اوسني نظام لپاره خو زه اوبه تر ورخ تېري ګڼم. دا څه ډول بهرنی سیاست او دیپلوماتیکي اړیکې شوې چې زموږ خاوره بل څوک لاندي کوي، خو بیا هم نه ستراتېژیک تړون ګټه کوي، نه سلګونه زره بهرني پوځیان، نه د افغانستان دیپلوماتان او هڅې یې.

درنښت


Samsor Afghan
27.04.2013

زما لیکنه د سمه نه ده ویلی

دا داسی ککری غواړی چی حوصله ولری

داسی ککری چی هم جوش ولری او هم هوش.

په درناوی


tandar
27.04.2013

[quote:e290c8bd13="larghonay laraway"]تندر صيب څپېړې او سوکان ډېر کوڅه ډب کار دی.
که زه د کرزي پرځای وی نو د بهرنيانو له شتون څخه به مې په ډيپلوماټيکه توګه ګټه اخيستې وای او پاکستان به مې پرې ډبولی وای![/quote:e290c8bd13]
لاروي صيب زما دکاکا سره دپنجوايې يودعسکري انډيوال درخصتي په وخت کي چه اوړي اوانګور پاخه اوغومبسي هم پريمانه ګرځيدلي ددي انډيوال نوم شکور وو
ميلمه وو
مونږ به ورته شکورکاکو غږکولو
يوه ورځ شکور کاکو غږ کړ چه غالبوزه ،غومبسه، په ما اثرنه کوي زه يې په خوله کي نيسم خوهلکانو په غيرت راوستلو کله چه شکور غومبسه خوله کي ونيوله نونيش ورتير کړو په کم وخت کي يې دشکور خوله وپړسوله :oops:
په هرځاي کي رقم رقم خلک شته خو په قندهارکي دپايلوچانو چه په مرګ بند اوواز نه دي اوريدلي مودي
حتي په پنجوايې کي امنيه قوماندان يوه غله په ډډو اوربل کړي وو خوقانع نه شو
نو کرزي چه په سياست نه پوهيږي چه په اشغالګرو پنجابي وډبوي خوددقندهار دپايلوچانو رګ هم په کي نه وينم چه اقلا يو افغاني غيرت يې ښکاره کړي وي چه پنجابي ته يې يودوه څپړي ورکړي وي :oops:
هسي بوساړه خرڅ شوي زنده جان دي اوبس
دcia او isi لاسونه دافغان په وينو سره دي


larghonay laraway
30.04.2013

السلام عليکم!
ګورۍ زما مطلب دا نه ؤ چې کرزی ګنې ډېر دروند، سياستوال او ملي سړی دی او څوک دې دی په څپېړه نه وهي. بلکې زما هدف دا ؤ چې کرزی خو يو سپک ورک او کوڅه ډب چرسي دی نو بل څوک ولې دومره کوڅه ډب شي چې څپېړې وار کړي!
باور وکړه چې کرزی دومره سپک سړی دی چې د خبرو په اوريدو یې يو دروند انسان شرمېږي.
کرزي په خپله د بهرنۍ ميډيا د رپورټ ځواب نه دی ويلی چې په ارګ کې چرس څکوي نو د يو چرسي به څه حيثيت او سياست وي.

بهرنی سياست دومره سپک دی چې افغانستان يې په نړۍ کې وشرماوه.
تر دې دمه اکثره سفيران د کرزي د معاملو په ترڅ کې مقررېږي او د دې تر څنګ اکثره د شمالي ټلوالې لنډه غران دي چې حتی د افغانستان په نامه شرمېږي. نو زه د سمسور خان کوڅه ډبتوب ته حيران يم چې بهرني سياست ته څنګه مثبت وايي؟
باور وکړه کرزي بهرنی سياست دومره وشرماوه چې له ايران او پاکستان نه په ټيټو سترګو پټې پيسې اخلي او هغوی ته يې په افغانستان کې د پراخې لاسوهنې اجازه ورکړې ده. حتی تر دې دمه هيڅ بهرنۍ پالیسي نشته چې کرزی څه ډول بهرنۍ پاليسي چلول غواړي او که وي نو سمسور خان دې مهرباني وکړي او ادرس دې راکړي
د يو اشغال شوي ګوډاګي شاشجاعي او ببرکي حکومت به څه بهرنۍ پاليسي وي؟


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more