د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

ماینونه، د چا د پاره دي؟!؟

تيمور
26.04.2013

ګرانو هیوادوالو، د کندهار په معروف ولسوالۍ کې پر څلورو بیګناهو ماشومانو د لوبو په مهال د سړک غاړی د ماین چاودنه شوې، چې له امله یې څلور واړه شهیدان شوي دي، دغه ماشومان چې عمرونه یې د ۴-۱۰ کلونو تر منځ و، هغه مهال شهید شول چې پر دوی باندې د طالبانو لخوا د سړک په غاړه کې یو ځای پر ځای شوی ماین وچاودید.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ ماښام مهال یو ماشوم د هلمند ولایت په مارجه ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین چاودنې له امله هم شهید شوی وه.


tandar
26.04.2013

يوالله ښه پوهيږي خوديوه اشغالګرله مرداريدو وروسته په عامو خلکو ډزي کول اووژل داشغالګرو ډيرمثالونه شته
دغه بمونه خپله اشغالګر دګزمو په وخت کي ښخوي چه دطالبانو په نوم تمام اودخلکو ورڅخه نفرت پيدا شي
بل مثال يې په قومونو کي دخپل موفقيت په خاطر تفرقه اچول دي
ژوندي مثال يې شمالټلوال اونني واکداران دي
روسانو هم په خپل وخت کي په غرونو او دښتو کي په ميلينو بمونه ښخ کړي وه
دمين پاکي موسسه يې غټ مثال دي
د cia او isi لاسونه دافغان په وينو سره دي


pattang
26.04.2013

تندر صيب ښه ځواب دې ويلی ، ژوندی اوسې !


Hashmat Kahn
26.04.2013

ګرانه تندر او پتنګ!
زه په ځان ډاډه یم چې د افغانستان وګړی ستاسو په بي بنسټه، توراو درواغو چې ګواکی امریکایان دخپلو ګزمو پر مهال ماینونه ښخوي هیڅ وخت تیرایستلې نه شې. دافغانستان خلک په دي ښه پوهیښي چې طالبان تل د ماینونو او ځانمرګیو په ذریعه ملکي خلک له منځه وړي. ډیر وخت نه دي تیرشوي چې طالبانو په فراه ولایت کې له سلو نه ډیر ملکي خلک په شهادت ورسول او یا یې هم زخمی کړل. برسیره پر دي طالبانو په ډیر زړورتوب د فراه دچاودنې پړه په غاړه واخیسته. اوس تاسي څنګه کولي شي چې د فراه له خونړي پیښي څخه انکار وکړي حالا چې زبیع الله مجاهد د طالبانو ویندوي ددي پیښي پړه په غاړه واخیسته؟
په درنښت
حشمت
دامریکا متحده ایالاتودعمومي قومندانی دبریښنایې خبرواترو تیم
www.centcom.mil


tandar
26.04.2013

سلامونه
دامریکا متحده ایالاتودعمومي قومندانی دبریښنایې خبرواترو تیم ته موووايې چه په کونړ کي د١٢ تنکي ماشومانو شهادت دچا نه هيريږي اوداسي نورجنايات .......
دهغوي روح به قاتلانو ته طوفان کيږي انشاالله
دcia او isi لاسونه دافغان په وينو سره دي
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
په کنړ کي دماشومانو د وژني غندنه

محمد عظيم آبرو مند
Larawbar.com 2013-04-09

دافغانستان له پاره دسولی او آزادۍ دکميسون اعلاميه

دايساف دهوايي قواوو دوحشت څخه ډک بريد دغندني له کبله چی د ۱۱ پاکو ماشومانو د شهادت سبب وګرځيدي !
دمعتبرو غربي رسنيو دخبرله مخي تيره ورځ دکونړو ولايت دشيګال دسيمي په يوه کلي کي دآيساف دهوايي قواوودبريد له ا مله د يوولسو ماشومانو تر څنګ چی عمر يي د دوه نيمو مياشتو څخه بيا تر اتو کلونو پوري وو، څو ميرمني هم په شهادت رسولي او ډير شمير زخميان يي پر ځاي پري ايښي دي.
[color=red:04e33ecfb3] دافغانستان له پاره دصلح او آزادي کميسون دغسي بي مسؤليته دوحشت څخه ډک عملونه په کلکه باندي غندي او دا دناټو دقواوو معلوم او ښکاره جنايت بولي .
دافغانستان له پاره دصلح او آزادي کميسون دټولو نړيوالو با صلاحيته مدني او حقوقي ټولنو څخه غوښتنه کوي چی ددې وحشت څخه ډک عمل دمحکومولو تر څنګ ددې او ورته جنايت عمل کوونکي بايد نړيوالي محکمي ته وروپيژندل سي .
ددغسي جنګي جنايتونو تکرارول په ګوته کوي چی دايساف قواوي بيله له انسان وژني څخه بل څه نه دي .
دافغانستان داشغال هغه افغاني او غير افغاني توجيه کوونکي ، ددې جملي څخه اوسني حکومت هم دهغي پيښي په اړوند چی د فراه په ولايت کښي دوسله وال مقاومت دغړو دمحکمي پروخت رامنځ ته سو، ددغسي جرمونو شريک بلل کيږي.
[/color:04e33ecfb3]
په درناوي

دافغانستان له پاره دسولی او آزادي دکميسون وياند
ديپلوم انجنير محمد عظيم آبرو مند

داپريل ۸ نيټه ۲۰۱۳ م
دوري ۱۹ نيټه ۱۳۹۲ هجري شمسي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more