د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

ايانن دصلح اميزي لاريون ورځ نه وه ؟

tandar
24.04.2013

ايانن دصلح اميزي لاريون ورځ نه وه ؟
هغه څوک چه په اروپاکي اوسي اوناري وهي چه کرزي داشغالګرو ګوډاګي دويم شاه شجاع دي
نن دغه سړي دبيلجيک دبروکسل په ښار کي دنا ټو دمشرانو سره ناست اومشوري کوي
ايا داروپايې ازاديخواه افغانانو دغږ پورته کيدو ورځ نه وه ؟
چه دسنګر دمنډو نه ياستي نود خولي نه خو غږ ايستلي شي ؟
نه پوهيږم چه دزړه بړس په کومو کلماتو وباسم ؟
د cia او isi لاسونه دافغان په وينو سره دي


پښتون:
24.04.2013

[img:15cc5bdc21]https://fbcdn-sphotos-e-a.akamaihd.net/hphotos-ak-ash3/936501_4665313110146_2077655640_n.jpg[/img:15cc5bdc21]


Re: ايانن دصلح اميزي لاريون ورځ نه وه ؟

پتوال
24.04.2013

[quote:d8998bcad1="tandar"] هغه څوک چه په اروپاکي اوسي اوناري وهي چه کرزي داشغالګرو ګوډاګي دويم شاه شجاع دي
نن دغه سړي دبيلجيک دبروکسل په ښار کي دنا ټو دمشرانو سره ناست اومشوري کوي
ايا داروپايې ازاديخواه افغانانو دغږ پورته کيدو ورځ نه وه ؟[/quote:d8998bcad1]

هغه څوک چې داخبره کوي هغه :
۱- به دطالبانو پلویان وي او په اروپا کې د طالب پلوه افغانان ډیر کم دي
۲- په غیر پښتنو کې نشته او په پښتنو کې يې هم شمیر له دې کبله کم دی چې نه غواړي ددغسې یو غږ پورته کونکي یو لاریون
په کولوسره اوبه د طالبانو په ژرنده ورسمې کړي!

۳- طالبان که په دې تورن نه وای چې د په روانه یارانه کې د خپل یار (ISI) له پاره خوري د غويي غوښې، نو نن ورځ به يې
ملی اندو افغانانو په پلوۍ اروپا په لاریونو مسته کړې وای، له بده مرغه طالبانو ورونو تر نن ورځې پورې خپله صفايي هم ملت ته نه وړاندې کړې ، بلکې داسې بریښي چې آن د ISI په نامه ویاړي هم خو د افغان ولس له ویرې یې ستاینه او مننه نشي پر ځای کولای!
تر ټولو ښه داده چې دننه په هېواد کې سوله یي مظاهرې بیل او کرزی استفا ورکولو ته اړباسي! و من الله توفیق


Re: ايانن دصلح اميزي لاريون ورځ نه وه ؟

حمید هڅــاند
25.04.2013

[quote:ee98206224="پتوال"][quote:ee98206224="tandar"] هغه څوک چه په اروپاکي اوسي اوناري وهي چه کرزي داشغالګرو ګوډاګي دويم شاه شجاع دي
نن دغه سړي دبيلجيک دبروکسل په ښار کي دنا ټو دمشرانو سره ناست اومشوري کوي
ايا داروپايې ازاديخواه افغانانو دغږ پورته کيدو ورځ نه وه ؟[/quote:ee98206224]

هغه څوک چې داخبره کوي هغه :
۱- به دطالبانو پلویان وي او په اروپا کې د طالب پلوه افغانان ډیر کم دي
۲- په غیر پښتنو کې نشته او په پښتنو کې يې هم شمیر له دې کبله کم دی چې نه غواړي ددغسې یو غږ پورته کونکي یو لاریون
په کولوسره اوبه د طالبانو په ژرنده ورسمې کړي!

۳- طالبان که په دې تورن نه وای چې د په روانه یارانه کې د خپل یار (ISI) له پاره خوري د غويي غوښې، نو نن ورځ به يې
ملی اندو افغانانو په پلوۍ اروپا په لاریونو مسته کړې وای، له بده مرغه طالبانو ورونو تر نن ورځې پورې خپله صفايي هم ملت ته نه وړاندې کړې ، بلکې داسې بریښي چې آن د ISI په نامه ویاړي هم خو د افغان ولس له ویرې یې ستاینه او مننه نشي پر ځای کولای!
تر ټولو ښه داده چې دننه په هېواد کې سوله یي مظاهرې بیل او کرزی استفا ورکولو ته اړباسي! و من الله توفیق[/quote:ee98206224]

یاره پتوال صیب! زه اروپا کې نه یم اوسېدلی، خو دومره درکولی شم چې ټکی پر ټکی مو رښتیا او حق بیان کړی دی.
پر وروستۍ خبره دې یوڅه زیاتول غواړم:
[color=darkblue:ee98206224]
زما په اند تاسي د هیواد دننه نه اوسېږئ؛ دلته نیواکګرو دومره شعوري کارونه کړي دي چې هک حیران شي سړی ورته. دلته د رښتیني ازادي غوښتونکیو خوځښت پیلول تقریبا ناممکن کار دی. د اولس له مینځه د دا ډول خوځښت پیلول باالکل محال دی، ځکه هلته طالبان ځانونه د جهاد اتلان بولي، خو په همدې اتلولۍ کې د هر ډول ازادې غوښتونکي غږ چپ کولو ته ناست دي- دا د افغانستان په تاریخ کې تر ټولو غټ سیاسي-نظامي چال دی چې نیواکګرو لوبولی دی. زه ګرنټي درکوم چې که دا طالبان نه وای، اوس به وختي لا اولس پورته شوی ؤ!.

درنښت
[/color:ee98206224]


pattang
25.04.2013

[quote:9c294a76a3][color=brown:9c294a76a3]هغه څوک چه په اروپاکي اوسي اوناري وهي چه کرزي داشغالګرو ګوډاګي دويم شاه شجاع دي نن دغه سړي دبيلجيک دبروکسل په ښار کي دنا ټو دمشرانو سره ناست اومشوري کوي ايا داروپايې ازاديخواه افغانانو دغږ پورته کيدو ورځ نه وه [/color:9c294a76a3]؟ [/quote:9c294a76a3]

[quote:9c294a76a3]هغه څوک چې داخبره کوي هغه :
۱- به دطالبانو پلویان وي او په اروپا کې د طالب پلوه افغانان ډیر کم دي[/quote:9c294a76a3]

داخبرې بايد هغه خلک هم وکړي چې دطالبانو 100% پلويان نوي خو
دانسانيت، صداقت، کار پوهنې ، زخمت اوانساني کرامت پلوي کوي
مهمه هم نده چې کوم مذهب ولري خو يو انسان وي !!

[quote:9c294a76a3]۲- په غیر پښتنو کې نشته او په پښتنو کې يې هم شمیر له دې کبله کم دی چې نه غواړي ددغسې یو غږ پورته کونکي یو لاریون
په کولوسره اوبه د طالبانو په ژرنده ورسمې کړي![/quote:9c294a76a3]

هو ډېر کم دي ، داځکه چې طالبان په پارسي نه پوهيږي !
د طالبانو ، ژرنده پخپل همت او پاکه عقيده ګرځوي !

[quote:9c294a76a3]۳- طالبان که په دې تورن نه وای چې د په روانه یارانه کې
د خپل یار (ISI) له پاره خوري د غويي غوښې، [/quote:9c294a76a3]

تهمت ، مېديايې پروپاګنده او ايمان زوالې خو ددوښمن نوی کارندی !

[quote:9c294a76a3]نو نن ورځ به يې ملی اندو افغانانو په پلوۍ اروپا په لاریونو مسته کړې وای، له بده مرغه طالبانو ورونو تر نن ورځې پورې خپله صفايي هم ملت ته نه وړاندې کړې ، بلکې داسې بریښي چې آن د ISI په نامه ویاړي هم خو د افغان ولس له ویرې یې ستاینه او مننه نشي پر ځای کولای!
تر ټولو ښه داده چې دننه په هېواد کې سوله یي مظاهرې بیل او کرزی استفا ورکولو ته اړباسي! و من الله توفیق[/quote:9c294a76a3]

انډيواله خبره بلې خواته در څخه تللې ده :
ولې دغه ملي کسان بې له طالبه ملي، اسلامي غرور ، ملت پالنه ، اسلام پالنه
صداقت ، ..... نلري?? چې دوطن دازادي خپلپواکي لپاره بې له طالبه خپل
اواز پورت کړي ?? داخبرې دتېښتې بهانې دي !!

کرزی چې لرې شي دانور چټل مردم به يې څرنګه لرې کوې?? ، دولت خو
دفاسدينو لويه ځاله ده يو يې هم نه دسړي ځوی دی اونه په کار پوهيږي !

ټول بايد ورک شي صادق په کار پوهه خلک اول بايد سيستم جوړکړي
اوس خو يو فاسد ، له جنګي جنايتکارانو ډک داينګړو بينګړو سيستم دی !

_________________


larghonay laraway
26.04.2013

السلام عليکم!
که رښتيا راباندې وايئ اروپاميشتي پښتانه يوازې د طالبانو د حکومت پر مهال يو څه ويښ وو، د افغانستان او پښتنو په ګټه يې کار وکړ. هغه دا ؤ چې په پېښور کې يې د فرهنګيان يو څه ملاتړ وکړ او د کتاب او مجلې چاپولو په اړه يې څه ناڅه مرستې د هېرولو نه دي.
خو د اوسني حکومت په وخت کې اروپامېشتي پښتانه داسې عجيب او غريب کارونه کوي چې سړی ورته حيران شي. دوی ټول د افغانستان په همدې اوسني حکومت کې لوړو پوسټونو ته کانديد دی. که چاته په کې ورسېدل هغه بيا نه د پښتو په کيسه کې دی، نه د پښتون اونه هم د افغانستان چې ښې بېلګې يې د ارګمشر په مشاورينو او يو شمېر نورو وزيرانو او رئيسانو کې موندلی شئ!
ولې چاته چې څوکۍ موکۍ ونه رسېده نو بيا دومره کلک مخالف شي چې فکر کوې ملاعمر همدا دی. د تره کي صيب غوندې له نکټايي او خريېلې ږيرې سره داسې طالب ملادغه اخوند شي چې ترې وبه ډار شې!
يا د ځينو نورو غوندې چې د همدې حکومت په وخت کې ولسمشرۍ ته کاندید شو، بيا تر ټولو وړاندې همدې غل او د شمالي ټلوالې لنډه غر کرزي ته تېر شو خو چې رياست مياست يې ورنه کړ نو اوس سم ملاعمر دی!

خو هزاره وو ته راشه!
که په افغانستان کې څوک ورته (مه کوه) ووايي نو په اروپا، امريکا، اسټراليا، لندن او کاناډا کې ټول په يوه خوله خپل غږ پوره کوي او نړۍ ته زور ښيي!
په افغانستان کې هم همداسې دي. ټول په يوه خوله يو د بل ملاتړ کوي که څوک پرې تېری وکړي نو په يوه مخ ټول پورته کېږي.

[color=red:81880debd5][/color:81880debd5]
يوازې د ډيورنډ خبره نه ده. د پښتنو معياري ژبه له اروپا، امريکا او کاناډا نه راخرابه شوه. معصوم هوتک او جهاني په سرو سترګو او وازه خوله د سمت او لهجې پر بنسټ د يوې معياري ژبې پر خلاف په وازه خوله کمپاين کوي خو په اروپا او امريکا کې ورته د درناوي غونډې جوړېږي؟
په کندهار، ننګرهار، کونړ، کندز او نورو ټولو پښتنو ولايتونو کې پښتانه قتل عام کېږي خو بهرمېشتي پښتانه خړې سترګې ناست وي او يوه ورځ ډريوري هم نه پرېږدي او اعتصاب نه کوي!

زما وړانديز دا دی چې خېر دی که زمونږ بهرميشتي پښتانه په خپلو کې سره فکري اختلاف ولري دا د هر انسان حق دی خو د ملي او پښتني ګټو په اړه بايد د هزاره ګانو، تاجيکو او ازبيکو غوندې له هوښيارۍ کار واخلي!
[color=red:81880debd5][/color:81880debd5]


pattang
26.04.2013

هی هی اوبه نرۍ بهيږي
پکښې وهم منګلې ،منګی مې نه ډکېږي !

[quote:55ff95439b]السلام عليکم!
که رښتيا راباندې وايئ اروپاميشتي پښتانه يوازې د طالبانو د حکومت پر مهال يو څه ويښ وو، د افغانستان او پښتنو په ګټه يې کار وکړ. هغه دا ؤ چې
په پېښور کې يې د فرهنګيان يو څه ملاتړ وکړ او د کتاب او مجلې چاپولو په اړه يې څه ناڅه مرستې د هېرولو نه دي. [/quote:55ff95439b]

داروپا پښتانه اوس هم ويښ دي ، دغه د ي ته يې ويني !
په اروپاکې بياخاص دجرمني پښتانه دياد شوې محرکې قوې مرکزاو
پيدايښت وو. داروپا د پښتنو هغه کلکه پښتون - اواسلام غوښتونکې هسته
چې ددې حرکت مادي او معنوي بنسټ يې کېښود او په خپلو پښو يې
ودرواوو ، اوس هم طالب پلوي دي خو له زړو اپورتونيستو فرهنګپالو څخه
او ددوی له ارتجاعي اخلاقو څخه داسې ډېرنفرت کوي لکه د خنځيرله
غښو څخه !

[quote:55ff95439b]خو د اوسني حکومت په وخت کې اروپامېشتي پښتانه داسې عجيب او غريب کارونه کوي چې سړی ورته حيران شي. دوی ټول د افغانستان په همدې اوسني حکومت کې لوړو پوسټونو ته کانديد دی. که چاته په کې ورسېدل هغه بيا نه د پښتو په کيسه کې دی، نه د پښتون اونه هم د افغانستان چې ښې بېلګې يې د ارګمشر په مشاورينو او يو شمېر نورو وزيرانو او رئيسانو کې موندلی شئ![/quote:55ff95439b]

دا ټول خلقي مشربه ، خلقي ، پرچمي او افغان ملتيان دي دوی ټولو يا
هوټلونه جارو کول او يايې دولتي مرستې اخيستې او خپل مسلکي ايميج يې
په صفرکې ضرب وو نو دوی کوشش کاوو چې خپل ځانونه دراتلونکي دولت
لپاره ( طالبي او يا غيرې طالبي ) مشهور کړي نو ددې مشهورېدو
لپاره يې نور پاک انسانان استعمال او هغوی پر دوی باور وکړ٠

دوی مونږ دوه وارې غلط کړو يووارې دخلقيانو په وخت کې او يو دا
اوس بيا او دواړه وارې دپښتو او پښتانه په نوم! نوره به د رب په فضل
نه راځي ٠

[quote:55ff95439b] ولې چاته چې څوکۍ موکۍ ونه رسېده نو بيا دومره کلک مخالف شي چې فکر کوې ملاعمر همدا دی. د تره کي صيب غوندې له نکټايي او خريېلې ږيرې سره داسې طالب ملادغه اخوند شي چې ترې وبه ډار شې!
يا د ځينو نورو غوندې چې د همدې حکومت په وخت کې ولسمشرۍ ته کاندید شو، بيا تر ټولو وړاندې همدې غل او د شمالي ټلوالې لنډه غر کرزي ته تېر شو خو چې رياست مياست يې ورنه کړ نو اوس سم ملاعمر دی![/quote:55ff95439b]

وروره چې کرزی ،فهيم اوعطا خپله بيستره هم راته خوشې کړي ولا که
يا زه ورشم او يا عثمان ترکی او يا زما نور ملګري ! ښه يې په غوږ کې
ونيسه!

[quote:55ff95439b]خو هزاره وو ته راشه!
که په افغانستان کې څوک ورته (مه کوه) ووايي نو په اروپا، امريکا، اسټراليا، لندن او کاناډا کې ټول په يوه خوله خپل غږ پوره کوي او نړۍ ته زور ښيي!
په افغانستان کې هم همداسې دي. ټول په يوه خوله يو د بل ملاتړ کوي که څوک پرې تېری وکړي نو په يوه مخ ټول پورته کېږي.[/quote:55ff95439b]

[quote:55ff95439b]يوازې د ډيورنډ خبره نه ده. د پښتنو معياري ژبه له اروپا، امريکا او کاناډا نه راخرابه شوه. معصوم هوتک او جهاني په سرو سترګو او وازه خوله د سمت او لهجې پر بنسټ د يوې معياري ژبې پر خلاف په وازه خوله کمپاين کوي خو په اروپا او امريکا کې ورته د درناوي غونډې جوړېږي؟[/quote:55ff95439b]

دومره چرت مه وهه ، هره ژبه معيارې ده پښتو هم ! له هغوی سره خبرې
لکه څاڅکي په بحر کې ، ته ولې له دوی سره کينه لرې ، هغه خو دوه کسان
دي او پښتانه څو ميليونه ! هغوی به هم معيار مني !
ددرناوي غونډې د دياليکت لپاره څوک نکوي هغه ددې لپاره چې ميلمانه او
د پښتو ليکوالان دي ٠

[quote:55ff95439b]په کندهار، ننګرهار، کونړ، کندز او نورو ټولو پښتنو ولايتونو کې پښتانه قتل عام کېږي خو بهرمېشتي پښتانه خړې سترګې ناست وي او يوه ورځ ډريوري هم نه پرېږدي او اعتصاب نه کوي![/quote:55ff95439b]

هو داخبره دې درسته ده ، پښتون په پيسه ځان ډېر ژر خرڅوي ، خوشال
خټک ولونه !

[quote:55ff95439b]زما وړانديز دا دی چې خېر دی که زمونږ بهرميشتي پښتانه په خپلو کې سره فکري اختلاف ولري دا د هر انسان حق دی خو د ملي او پښتني ګټو په اړه بايد د هزاره ګانو، تاجيکو او ازبيکو غوندې له هوښيارۍ کار واخلي! [/quote:55ff95439b]
هو درست يې ، له اسلام او پښتو څخه دفاع زمونږ ايماني وظيفه ده!


پښتون:
26.04.2013

د پتوال صیب د لیکنې پر بنا وایم چې ،طالبان یواځې اروپا نه ،چې په افغانستان کې هم پلویان نلري.
د هرې غميزی پیښې په وړاندې په بهر کې لاريون د روڼ اندو لخوا پر مخ بیول شوی دې.چې په ډیرو کې یې ما هم ګډون کړې.
د طالب پلوه او اخوان پلوه کسان به پداسې لاریونونو کې مونده نکړې.
د پیسو شوقیان همدا کسان دي. چې د کم سواد او یا مطلق بی سوادۍ له کبله د تشنابونو پاکولو کارونو ور په برخه شوي دي،او یا به د سوپر مارکیټونو څخه غلا وی کوي. عادت بد شې دې.په جهاد کې چور او تالان روا وو.
که تاسو سره د ایخوانیانو یا طالبانو د لاریون کوم سند وي ،دلته یې وړاندې کړۍ. ګنې زه خو د هر لاریون آنځور لرم.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more