اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
زېری، زېری، زېری!
تيمور
24.04.2013
سلام اعلیکم و رحمة الله و بركاة،
درنو هیوادوالو، د هالنډ د ښي اړخي ازادي ګوند غړى، ارنوډ فانډور چې څو كاله وړاندې يې پر حضرت محمد (ص) توهينوونكى فلم جوړ كړى و، مسلمان شو.
د نوموړي ملګري وايي، له هغې ورځې چې فانډور پر حضرت محمد (ص) فلم جوړ كړ، داسې تصور نه كېده چې نوموړى دې مسلمان شي.
نوموړى تر مسلمانېدو دوه ورځې وروسته د عمرې د ادا كولو لپاره سعودي عربستان ته لاړ او د حضرت محمد (ص) د مقبرې تر څنګ يې په داسې حال كې لمونځ ادا كړ چې له سترګو يې اوښكې روانې وې.
ارنوډ فاونډور په دې اړه ويلي: (( زه د هالنډ د تر ټول افراطي ګوند غړى وم، په توهينوونكي فلم كې تر برخې اخستو وروسته مې په ټوله نړۍ كې د مسلمانانو غبرګون وليد، د اسلام د مبارك دين په اړه ډېرې پوښتنې را سره پيدا شوې، نو د اسلام د دين په اړه مې مطالعه شروع كړه، هماغه و چې له خپلو كړنو پښېمانه او مسلمان شوم.))
نوموړي په داسې حال كې چې د احد غره ته تللى و، وويل: (( د دې ځاى په اړه مې ډېره مطالعه كړې ده، خو اوس چې دلته ولاړ يم، دا مې په ژوند كې تر ټولو ښكلې او بې جوړې شېبه ده.))
ارنوډ فانډور په دغه سفر كې له نورو اسلامي اماكنو او همدارنګه د سعودي عربستان له فرهنګي شخصيتونو سره هم ليدلي دي.
د يادولو ده چې تر دې مخكې هم په نړۍ كې ډېر ساينسپوهان او نور تر څېړنو وروسته د اسلام پر مبارك دين مشرف شوي دي.
موده وړاندې په افغانستان كې هم دوه بهرنيان مسلمان شول چې يو يې د كونړ ولايت په وټه پور ولسوالۍ او بل يې د غزني په ګيلان ولسوالۍ كې مسلمانان شوي وو.
د كونړ په وټه پور ولسوالۍ كې مسلمان شوى جيمز ګرانټ نومېږي او د امريكا په پوځ كې يې دنده تر سره كوله.
جيمز ګرانټ وايي، چې له اوو مياشتو راهيسې يې پلټنې پيل کړې وې، څو معلومه کړي چې اسلام يو حقيقي دين دى او که نه.
د هغه په خبره، د بېلابېلو کتابونو په لوستلو سره يې دا معلومه کړې ده، چې اسلام يو حقيقي دين دى، له همدې امله دى مسلمان شو.
تر ده وروسته د پوځي چارو يو امريکايي کارپوه، چې په غزني ولايت کې يې فعاليت كاوه، مسلمان شو.
دغه کس تلک سټون نومېده چې له مسلمانېدو وروسته يې ځان ته د علي نوم غوره كړ.
علي د امريكا په پوځ كې د ډګرمنۍ رتبه لري او د امريکا د کنزاز ايالت اوسېدونکی دی.
څه موده مخکې هم، د آی، ټي، اېف تکواندو نړيوال فدراسيون رييس ښاغلی ماريو، په کابل کې د اسلام په سپېڅلي دين مشرف شو.
زه په خپل وار ټولو ګرانو هیوادوالو ته د زړه له کومې مبارکي وایم.
والسلام،
[img:f0ebe1c378]http://www.khedmatgar.com/images__stories__a-muslim-5.jpg[/img:f0ebe1c378]
ع کريم حليمي
29.04.2013
السلام علیکم و رحمة الله و برکاته
ډیر دروند ورور تيمور صاحب ، د ایمان زېری دي درباندي وسي
د خبر په لوستلو مي سترګي او زړه روښانه سو ، تشکر او کورودانی درته وایم
راته ویلای سئ چه دا خبر مو له کوم ځای نه تر لاسه کړئ ؟؟؟؟؟
درنښت
tandar
29.04.2013
سلامونه
ډير دخوښي ځاي دي خوچه دغه هالينډي مخکي له کوم ناشايسته عمل نه اسلام مقدس دين ته رجوع کړي وي ښه به وو
اوس ددي لپاره چه د سلمان رشدي په سرنوشت اخته نه شي اوباقي ژوند يې خوف اوډار سره تيرنه شي دځان دنجات لاره يې مسلمان کيدل وګڼل هيله ده چه داکار يې دزړه له عقيدي نه کړي وي اوکوم ظاهري بڼه ونه لري
لوي خداي نه مي غوښي چه دغسي نور عيسويان يا اروپايان دده لاره تعقيب کړي
دهرچاخپل نظر دي
مننه
وزیري
30.04.2013
مسلمانیدل یی خپل کار ده او ښیګڼه یی هم خپله ده کنه زما له زړه خو ورته نه وځي. چون دده مسلمانیدل به خدای ته معلوم وي او که په ریښتیني زړه مسلمان شوی وي نو دا په دي معنی چی الله جل جلاله پري رحمیدلای ده. نو زه هم د همغه الله جل جلاله د فیصلې د احترام په خاطر مبارکي ورکوم او شه راغلاست ورته وایم. الله جل جلاله دي هغه وکړي چی د مسلمانانو په کی خیر وي.
تيمور
02.05.2013
ګرانو هیوادوالو سلام علیکم،
مننه وزیري صیب ستاسو له مالوماتو نه خدای دی مونږ به هم توفیق راکړی چې خپل د مشرانو لاری تعقیب کړو، لکه چې د حضرت عمر رضی الله عنه دا وینا وریادول غواړي چې:
«نحن قوم أعزنا الله بالإسلام فمهما ابتغينا العزة بغيره أذلنا الله.»
موږ ته الله (ج) په اسلام عزت راکړی، که د اسلامه پرته مو په بل څه کې د عزت موندلو کوښښ وکړ، الله به مو ذليله کړي.
والسلام،