د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

طالبانو ته د افغانانو ژوند ارزښت

مومند
24.04.2013

تاوده سلامونه او نیکی هیلی
ستاسو د ټولو د روغتیا او نیکمرغی په هیله
په دې وروستيو کې چې د طالبانو زور پر بهرنيو سرتیرو نه رسیږي نو د خپلو بريدونو مخه يې د بهرنيانو پر ځای افغان پوځيانو او ملکي وګړو ته راګرځولې دی. د طالبانو ستر جفا افغانانو سره خو دا دی چی نه یوازی افغانانو په ډیر بی رحمی او ظلم سره وژنی بلکی د دوی روحیه هم وژنی او د هیوادوال هغه څه ملاتړ چی یی درلود هغه یی هم وژلی دی. داسی ښکاری چی په رښتیا د طالبانو له ماغزه او تخیل نه د بشر پالنی او افغانیت ټول نښی وینځل شوی او هیڅ د انسانیت او افغانیت احساس پکی ندی پاته شوی او زمونږ ژوند دوی ته د یو توت ارزښت هم نلری. دوی د عام وګړو د تګ او راتګ په لارو کی ماینونه ښخوی او مونږ او زمونږ بچیان او د کورنیو غړی هره ورځ د مرګ خطر سره مواجه کوی. لکه څنګه چی د کنددهار ولایت معروف ولسوالی رسکی کلي کی یوه ځای پر ځای شوی ماین په چاودنه کی څلور ماښومان ووژل شو او یو یی ټپی سو. خپور شوی خبر سره سم په دغه پیښه کی وژل شوی څلور سره ماښومان تر لسو کلونو کم عمره هلکان وو او د یوی کورنی غړی وّ، ټپی شوی ماښوم نجلی ده او له بلی کورنی وه. وژل شوی ماښومان هم هلته خاوری ته وسپارل شول او ټپی نجلی د درملنی لپاره د کندهار میرویس روغتون ته انتقال سوی ده. دغه چاودنه د طالبانو لخوا ایښودل شوی ماین له کبله وشوه، او دغه ماښومان د ماین تر موندلو وروسته ماین پری لوبی کولی. داسی پیښی نه وروسته د طالبانو لخوا یو ځل هم د قربانیانو کورنیو نه د بخښنی غږ ندی پورته شوی او یو ځل هم دوی ندی ویلی چی بخښنه مونږ څخه اشتباه شوی دی او یا د دغو شهیدانو کورنیو د اوښکی پاکولو لپاره کوم عمل کړی وی. الله تعالی دی زمونږ خلکو ته صبر جمیل اعطآ کړی او طالبانو ته د اصلی اسلامی ترحم او ورورولی او انسانیت ور وښیی. آمین

په درنښت
مومند


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more