نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
تور جادوګر
pattang
24.04.2013
تور جادوګر
تفصيلبـــــرخه:
ټولینزه برخه 23 Apr 2013 .لیکوال: حامد افغان
[img:76d7537177]http://www.nunn.asia/images/social/tor_jadogar.jpg[/img:76d7537177]
کیسه کا جې یو بزګر له عادت سره سم سهار مهال له کوره ووت او دخپلې ځمکې لورته روان شو ، خپله میرمن او اولاد یې پرېښود ، په ځمکه کې یې په ونو کې یوڅه کار و ، تبر یې له ځانه سره واخیست او روان شو ، ماښام به بزګر بیرته کورته راستنیدی ، خو په دې ماښام راستون نشو ، کوروالو او کلیوالو یې ډیره پلټنه وکړه خو سړی تری تم ورک شو او ورکه یې شل کاله اوږده شو .
د ژوند کیسې اوږدې وي موږ یې رالنډوو ، شل کاله وروسته یې میرمنې ته جا دروازه ورټکوله دروازه یې جې خلاصه کړه میړه یې و او هماغه تبر یې پر وږه و جې شل کاله په خوا یې په ځکمه کې د کار له پاره له ځانه سره وړی و .
او په خوشاله یې د هغه هرکلی وکړ ، سړی کورته ننوت ، میرمن او اولاودونه یې پرې راتاو شول او ده د خپل شل کلن غیاب او ورکیدا کیسه ورته پیل کړه .
په کومه ورځ جې زه له کوره ووتلم ، په لاره کې مې یو سړی ولید ، هغه داسې برېښیده لکه کوم شی جې غواړې ، او یاد جا انتظار کوي ، زه یې جې ولیدلم رانږدې شو ، په غاړه یې لاس را واړاوه او په غوږ کې راته وګو ڼیدی ، پوه نشوم جې څه یې ویل ، ماورته وویل :پوه نشوم ؟ سړي له شره ډکه خندا وکړه اوبیا یې راته وویل : ګوره دا د (تورجادو) منتر یا دم و جې ستا د روح په تل کې مې پو کړ ، اوس جې ترڅو ته ژوندی یې زما غلام به یې ، اوکه زما دخبرې مخالفت وکړي سرکشه شیطانان به دي وتښتوي ، بدن به دي ټوټه کړي او ترڅو جې د پیریانو پاجا ژوندی وي روح به دي په سخت عذاب اخته کړي .
بزګر د خپلې ورکې ترخه کیسه وغځوله : بیا همدې شریر سړي زه ډیر لیزي هیواد ته بوتلم ، خپل کورته یې جې ورسولم هلته زما په څیر ډیر نور بدخته انسان هم وو او زما په څیر همدې ( تور ساحر ) د سحر او کوډو په زور هلته راوستې وو ، هلته به زه او نور ټول شپه او ورځ د ده په خدمت کې لګیا وو ، تور جادوګر زما او نورو ټولو په غاړو کې کلیانې را اجولې وې او ما ښام به یې هر یو خپلې بندخونې ته د ننه کړو او په همدې کیلیانو به یې قلفونه بند کړل .
دا سړی ډیر سخت ظالم و او پر موږ یې خورا ډیر ظلمونه وکړل ، ما په خپلو ملګرو کې ډیر کسان ولیدل جې هغه ته به یې د ماشومانو په څیر ژړل او ورته ویل به یې جې له دي ظلم نه مو خلاص کړه خو هغه به ورته ویلې : په خدای قسم زه د دې جادو دماتولو وس نه لرم ، ستاسو د خلاصون لاره نشته تاسو په مخکې همدا یوه لاره لرﺉ او هغه دا جې زما تر مرګه پورې زما خدمت وکړﺉ اوما خوشاله ولرﺉ ...
تور جادوګر په عمر لوی شو ، او اخر د مرګ په ناروغي اخته شو ، یوه ورځ یې زه څنګ ته ولاړ وم او ورته ومې ویل : جنابه ! ستا د مرګ شیبې رانږدې شوې دي ، او موږ نه پوهیږو جې له تا وروسته به له دې تور جادو ځانونه څنګه خلاصوو ؟ تور جادوګر له شره ډکه خندا وکړه او بیا یې راته وویل :
ای احمقه ! زه په سحر هیڅ نه پوهیږم ، ستاسو په غوږونو کې مې جې کومې منترې ویلې دي او بیا مې هغه په تور سحر درته یادې کړې دي هغه سپیره دروغ او یو جل و جې تاسو مې تراوسه په هغه جل باندې په ګورت کې نیولې وی ، سحر محر نشته ستاسو کمزوریو نفسونو او دهلاکت ویرې تاسو زما غلامان ګرځولې یاست ، که ستاسو عقلونه پاخه او ځواکمن وای مخکې به مو لا زما له غلامي نه ځانونه خلاص کړې وو ، تاسو ته خدای دا ستا په غاړه کې د کیلي په څیر عقل درکړی ده جې د ژوند هره ستونزه په هغه خلاصولی شې ، خو ستاسو وهم او ویره ستاسو پر عقلونو برلاسه شوې دي او ځکه مو ټول عمر زما په غلامي کې تیر کړ . ما به جې د شپې له مخي ستاسو ژړاوې او فریادونه اوریدل ستاسو حماقت او ناپوهي ته به حران پاته وم .
بزګر وایې زه په منډه خپلې خونې ته روان شوم څو خپل تبر را واخلم او تور جادوګر ووژنم خو جې بیرته راغلم ده خپله خبیثه سا ورکړې وه او مړ شوی و ، نورو ملګروته مې د تورجادوګر له خولې زما او د دوی د حماقت کیسه وکړه ، هغوی راغلل ، د ده بدن یې ټوټه کړ او په اور کې یې وریت کړ .
بزګر او ملګرې یې شل کاله وروسته د تور جادوګر له غلامي خلاص شول ځکه د دوی نصیب ښه و جې د یوه جادوګر په جادو کې راګیرشوې وو او جادوګر یې هم یوڅه رحم دله و ، زموږ ولس خو د سلهاو او زرهاو جادوګرو په جال کې نښتې ده او جادوګر مو هم په سینو کې د کاڼو زړونه لري .
په کیسه کې د تور جادوګر حبرې یو ځل بیا ولولئ او په خپله سیمه کې د کوډګرو او جادوګرو کړه وړه او زموږ له حماقتونو نه د هغوی ګټو پورته کولو ته ځیر شئ . زموږ ډیری دمګرې کوډ ګر ، جادوګر او سخت ظالمان دي او له دې تورجادوګر نه ډیر بې رحمه او دخدای دښمنان دي ، زموږ ساده زړې او وهم ځپلې غریب خلک یې تل دروهلې ، لوټ کړې او په ګڼ شمیر کورنیو جګړو او فسادونو یې اخته کړې دي ، ناپوه او ساده خلک یې په شر اوپسات خامخا پوه کړﺉ .
د حامد افغان صفحه په فیس بوک کي:
http://www.facebook.com/pages/Hamed-Afg/263888250341446